د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرش: پاکستان د سېلاب ځپلو سیمو د بیارغونې لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو مستحق دی


انتونيو ګوتېرش د نومبر پر شپږمه د مصر په شرم الشيخ کې پيل شوي د اقليمي بدلون نړيوالې غونډې ته وينا کوي.
انتونيو ګوتېرش د نومبر پر شپږمه د مصر په شرم الشيخ کې پيل شوي د اقليمي بدلون نړيوالې غونډې ته وينا کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش ویلي چې پاکستان د سېلاب ځپلو سیمو د بیارغونې او اباد کارۍ لپاره په لويه کچه د نړیوالې ټولنې د مرستو مستحق دی.

نوموړي دا خبره د نومبر پر اوومه د مصر په شرم الشيخ کې د پاکستان له وزیر اعظم شهباز شریف سره په يوه ګډه خبري غونډه کې د وينا پر مهال کړې ده.

د ملګرو ملتونو لخوا په شرم الشیخ کې د ماحولیاتي بدلون په اړه د نړيوالو مشرانو غونډه د نومبر پر شپږمه پيل شوې او د نومبر پر ۱۸مه به پای ته رسېږي.

ګوتېرش ويلي چې پاکستان ته اوښتی زيان د حقيقت په توگه د منلو او د مالي مېکانيزم له لارې د پېژندلو وړ دى. نوموړي وويل هيله ده چې د ماحولياتي بدلون دا غونډه به يې په اړه فيصله وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان باید د بیارغونې او ابادکارۍ د دې لوی کار ترسره کولو لپاره په نړيوالو پورونو کې موثره مرستو او رعايتي مالي ملاتړ ته لاسرسی ولري.

بلخوا خبري غونډې ته د وينا پر مهال وزيراعظم شهباز شريف د موسمي بدلون له چېلېنج سره د مقابلې لپاره پر اجتماعي هلو ځلو هم ټينګار وکړ.

پاکستاني چارواکو ويلي چې په روان کال کې سېلابونو پاکستان ته د شاوخوا ۴۰ اربه ډالرو زيانونه اړولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG