د لاسرسي ځای

تازه خبر

نادرا دې د بې واکسینه وګړو شناختي کارډونه وتړي: د سیند حکومت سپارښتنه


کراچۍ کې یوه ډاکټره یوه کس ته د کوویډ-۱۹ واکسین لګوي - انځور له ارشیفه
کراچۍ کې یوه ډاکټره یوه کس ته د کوویډ-۱۹ واکسین لګوي - انځور له ارشیفه

د سیند حکومت د پاکستان د شناختي کارډونو او وګړو نوملیکنې له ادارې (نادرا) غوښتي چې د صوبې د هغو اوسېدونکو شناختي کارډونه دې د اګست تر ۳۱مې وتړي چې د کووېډ-۱۹ واکسین یې نه وي لګولی.

صوبايي حکومت دا غوښتنه نادرا ته د اګست پر ۱۰مه په استولي لیک کې کړې.

په دغه صوبه کې د جولای له ۲۷مې راهیسې د کورونا وایرس د ډېلټا بڼې د پېښو له زیاتېدو سره د کاروباري مرکزونو او مارکیټونو وخت محدود شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سیند حکومت د وايرس د خپرېدو مخنيوي لپاره په کراچۍ کې د اګست تر اتمې نيټې پورې جزوي ټولبند عملي کړ.

د سيند حکومت تر دې مخکې د جولای پر ۳۱مه په رسمي خط کې د پاکستان کورونا وايرس څار ادارې (نېشنل کمانډ اېنډ کنټرول سېنټر) ته ليکلي ول چې د هغو کسانو د ټولنيزو رسنيو پاڼې او موبایل سېمونه به په مرحله واره توګه بندوي چې کورونا واکسين يې نه وي لګولی.

صوبايي حکومت دا اقدامات پر داسې مهال کړي چې د جولای له پیل راهیسې په پاکستان کې بالعموم او په ځانګړي ډول د هېواد په تر ټولو لوی ښار کراچۍ او د سیند په یو شمېر نورو برخو کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.

بلخوا په پاکستان کې په تېر یوه شواروز کې کورونا وایرس وبا ۸۱ کسان مړه کړي او ۴۸۵۶ کسان یې ناروغه کړي دي.

په پاکستان کې د وبا په اړه د ارقامو حکومتي ووبپاڼې د اګست پر ۱۱مه لیکلي چې د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې د کورونا وایرس وبا له پیل راهیسې، د ټولو وړجنو شمېر تر میلیون او ۸۲،۰۰۰ رسېدلی چې څه باندې ۹۸۲،۰۰۰ کسان له ناروغۍ بېرته رغېدلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG