د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډبلیو اېچ او د منکيپاکس ناروغۍ له وجې "غیرعادي" روغتیايي حالت اعلان کړ


منکيپاکس یوه وایرسي ناروغي ده چې تر اوسه له ۷۰ څخه زیاتو هېوادونو کې خپره شوې - پخوانی انځور.
منکيپاکس یوه وایرسي ناروغي ده چې تر اوسه له ۷۰ څخه زیاتو هېوادونو کې خپره شوې - پخوانی انځور.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د منکيپاکس په نوم د دانو د یوې ناروغۍ د پېښو له کبله د نړیوال "غیرعادي یا فوق العاده" روغتیايي وضعیت اعلان کړی دی.

د جولای ۲۳مې اقدام ښايي د هغې کمسارۍ ناروغۍ د مخنیوي او پرضد یې د مبارزې لپاره د نړیوالې توجو او پانګونې ترلاسه کولو لامل شي.

منکيپاکس (د بیزو دانو) ناروغۍ له یوشمېر لسیزو راهیسې په افریقا کې وه خو د ۲۰۲۲ز کال له مې میاشت راهیسې په چټکۍ په نړۍ کې خپره شوه چې ورباندې له ۷۰ څخه په زیاتو هېوادونو کې زرګونه کسان اخته شوي دي.

خو دا ناروغي په خورا کمو صورتونو کې د مرګ سبب کېدای شي.

د منکيپاکس په نوم ناروغي څنګه خپرېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تېدروس اېدهانوم ګیبریېسس دا پرېکړه پر دې سربېره کړې چې د هغې ادارې د بیړنیو چارو کمېټۍ پوهان د غیرعادي حالت د اعلانولو په حق کې نه ول.

دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان مشر د کارپوهانو له سپارښتنې پرته، یو طرفه پرېکړه وکړه.

د سازمان هغه اعلان د لوړې کچې خبرداری بلل کېږي خو دا په دې معنا نه ده چې ګواکې هغه وایرسي ناروغي په ځانګړي ډول زیاته خپرېدونکې یا وژونکې ده.

تر دې مخکې هم سازمان په ۲۰۱۶ز کال کې په لاتیني امریکا کې د زیکا وایرس، د ګوزڼ ناروغۍ ختمولو هڅو ګړندي کولو، په ۲۰۱۴ز کال کې د اېبولا او بیا په ۲۰۲۰ز کال کې د کووېډ-۱۹ جهاني وبا په برخو کې هم د دې ډول فوق العاده روغتیايي حالت اعلانونه کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG