د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ عمران خان ته تر ګرفتارۍ مخکې ضمانت ورکړ


عمران خان په لاهور کې د جلسې پر مهال د خپلو پلویانو د نعرو ځواب ورکوي - پخوانی انځور.
عمران خان په لاهور کې د جلسې پر مهال د خپلو پلویانو د نعرو ځواب ورکوي - پخوانی انځور.

اسلام اباد های کورټ د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ته تر ګرفتارۍ مخکې ضمانت ورکړی دی.

د هغه وکیل بابر اعوان د اکتوبر پر دویمه تر هغې یوه ورځ وروسته د عدالت سپکاوي په مقدمه کې د ضمانت درخواست دایر کړ چې یوه سېشن عدالت یې د ګرفتارۍ امر وکړ.

اسلام اباد های کورټ د غوښتنلیک منظورولو پر مهال ویلي چې عمران خان دې د اکتوبر پر ۱۷مه عدالت ته حاضر شي.

د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پولیسو ویلي ول چې د خان د نیولو لپاره یې کور ته ۳۰۰ پولیسان نه دي استولي او خلک دې په دې اړه پر ګنګوسو او اوازو باور نه کوي.

پولیسو پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې نوموړي د عدالت سپکاوي په مقدمه کې ضمانت نه وو کړی نو د حاضرولو لپاره یې له قانون سره سم د نیولو امر شوی دی.

تر دې مخکې پر ټولنیزو شبکو داسې اوازې خپرې شوې وې چې شاوخوا ۳۰۰ پولیسان د عمران خان نیولو لپاره په بني ګالا کې د هغه کور ته ورغلي ول.

پر عمران خان تور دی چې هغه یوې ججې ته ګواښ کړی او د هغې ژوند یې په خطر کې اچولی دی.

نوموړي د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې مظاهره چيانو ته په خپله وينا کې ویلي ول چې پولیسو ته د پوښتنو لپاره د هغه د سلاکار شهباز ګېل سپارلو امر ورکوونکې ججې زېبا چودري خلاف به کارروايي کوي او پرضد یې مقدمه دایروي.

تر هغې وروسته د عمران خان پرضد د عدالت سپکاوي او "په خلکو، پوليسو او عدلیه کې د وېرې، ناارامۍ او ترهې خپرولو" تور مقدمه جوړه شوه چې پکې د ترهګرۍ ضد قانون ماده هم شامله وه چې اسلام اباد های کورټ د سېپټېمبر پر ۱۹مه له مقدمې واېسته.

تر دې وروسته ټاکل شوې وه چې خان د سېپټېمبر پر ۲۲مه د عدالت سپکاوي په تور رسمي تورن شي، خو هغه عدالت ته وویل چې له قاضیې چودري څخه بښنې غوښتو ته تیار دی نو ځکه های کورټ رسماً تورن نه کړ او اورېدنه یې د اکتوبر تر درېیمې وځنډوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG