د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو په اړه د سپريم کورټ پرېکړې ته د شهباز شريف غبرګون: "نن د عدل او انصاف قتل وشو"


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل پر څلورمه د پارلېمان ګډې غونډې ته په وينا کې د سپريم کورټ د درې کسيزې جرګګۍ پرېکړه وغندله ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل پر څلورمه د پارلېمان ګډې غونډې ته په وينا کې د سپريم کورټ د درې کسيزې جرګګۍ پرېکړه وغندله ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان وزیراعظم د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو په اړه د سپريم کورټ يا ستر عدالت فیصلې ته په اشاره ويلي چې "د عدل او انصاف قتل" وشو.

شهباز شريف نن (د اپرېل پر څلورمه) د پارلېمان ګډې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې نن د پاکستان پيپلز ګوند د بنسټګر او د هغه هېواد د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو تلين دی چې د ۱۹۷۹ز کال د اپرېل پر څلورمه د سپريم کورټ د پرېکړې په رڼا کې پانسۍ شوی وو.

نوموړي د پارلېمان غونډې ته په وينا کې زياته کړه، "دا څنګه د تاریخ جبر دی چې د اپرېل څلورمه ده او هم نن ورځ د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو عدالتي قتل وشو او هم نن د اپرېل پر څلورمه نېټه د انتخاباتو په حواله، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې کومې کاروايانې وشوې، نو نن د اپرېل پر څلورمه يو ځل بیا د عدل او انصاف قتل وشو چې زه يې بشپړه غندنه کوم."

شهباز شريف دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې تر دې وړاندې د پاکستان سپريم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بنديال په مشرۍ د هغه عدالت درې کسيزه جرګګۍ نن د انتخاباتو کمېشن هغه پرېکړه رد کړه چې په پنجاب او خیبرپښتونخوا کې یې د صوبايي اسمبلۍ لپاره انتخابات تر اکتوبر میاشتې ځنډولي ول.

درې کسیزې جرګګۍ امر وکړ چې د پنجاب اسمبلۍ لپاره دې د ۲۰۲۳ز کال د مې میاشتې پر ۱۴مه نېټه انتخابات وشي.

سپریم کورټ په پنجاب کې د مې پر ۱۴مه د صوبايي انتخاباتو امر وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:00 0:00

د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان جمهوري غورځنګ حکومت وار له مخه د چیف جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ پر درې کسيزه جرګګۍ ناباوري ښوولې وه او غوښتنه يې کړې وه چې دا قضيه دې د سپریم کورټ د ټولو ججانو جرګګۍ واوري.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۹مه اعلان کړی وو چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ټاکنې به د اکتوبر پر اتمه نېټه کېږي.

بلخوا د پاکستان د قانون وزير تر عدالتي پرېکړې وروسته ويلي چې هغه د سپريم کورټ "د درې کسيزه جرګګۍ" پر پرېکړه "خپګان او افسوس" کوي.

اعظم نذير تارړ د اپرېل پر څلورمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې درې کسيزه جرګګۍ د سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او د وکيلانو اتحاديو لخوا د انتخاباتو ځنډولو پر غوښتنو سربېره "خپله پرېکړه" واوروله.

پاکستان تحريک انصاف ګوند د سپريم کورټ د پرېکړې هرکلی کړی او دا يې "د ايين بريا" ګڼلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هغه وخت واکمن پاکستان تحریک انصاف د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ کې د پنجاب او خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د دې لپاره ماتې کړې وې چې وفاقي حکومت په هېواد کې تر وخت وړاندې عامو انتخاباتو ته مجبور کړي.

د پاکستان له اساسي قانون يا ايين سره سم، د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات ترسره شي. له دې سره سم، په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو لپاره د انتخاباتو کولو اییني‌ موده د اپرېل پر ۱۷مه پای ته رسېږي.

د پاکستان سپریم کورټ د مارچ پر لومړۍ نېټه پرېکړه کړې وه چې په ۹۰ ورځو کې دې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د صوبايي اسمبلیو لپاره انتخابات وشي.

خو د پاکستان الیکشن کمېشن بیا د هېواد د امنیتي ادارو او حکومت لخوا د ناسمو امنیتي او اقتصادي حالاتو په وجه لومړی د پنجاب صوبې انتخابات تر اکتوبر میاشتې ځنډولي وو او بیا یې د خیبر پښتونخوا د ګورنر په سپارښتنه د هغې صوبې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات تر اکتوبر میاشتې ځنډولي ول.

د پخواني وزیراع‍ظم عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف د ټاکنو کمېشن دا پرېکړه رد کړې وه او پرضد یې د سپریم کورټ جرګګۍ ته تللی وو.

په پاکستان کې تېر عام انتخابات د ۲۰۱۸م کال د جولای پر ۲۵مه شوي وو او د اسمبلیو اییني موده د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG