د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قومي اسمبلۍ د پارلمان استحقاق ساتلو لپاره قرارداد منظور کړی


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د قومي اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د قومي اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال.

د پاکستان قومي اسمبلۍ په دې اړه يو قرارداد منظور کړى چې په قانون سازۍ کې د پارلمان استحقاق نه شي غصب کيدى.

دا قرارداد د اپریل پر ۱۴مه د پیپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي موسا ګېلاني وړاندې کړ چې په کې د سپریم کورټ هغه حکم ته هم اشاره شوې، چې په نتیجه کې یې عدالت د حکومت لخوا پر هغه قانوني مسوده عمل کول ځندولي چې د پر یو مسله په یوازې سر د ګام اخیستلو لپاره د چیف جسټس واک په نښه کوي.

په منظور کړل شوي قرارداد کې ويل شوي چې "دا ايوان د پاکستان د سپريم کورټ لخوا د قانون جوړولو لپاره د پارليمان د ایيني واک د لغوه کولو جارحانه هڅه په کلکه ردوي او په ډاګه کوي چې دا اختيار نه لغوه کيدای شي او نه پکې مداخله کېدای شي."

قامي اسمبلۍ د پاکستان مسلم لیګ (ن) د کیسو مال خیال داس کوهستاني لخوا وړاندې کړل شوی یو بل قرارداد هم منظور کړ چې پکې غوښتنه شوې چې د مومند او دیامر بھاشا ډیم لپاره راټولې شوې پانګې دې د تیر کال سیلاب ځپلو لپاره ځانګړې کړل شي.

په قرارداد کې ویل شوي چې د سپریم کورټ پخواني چیف جسټس ثاقب نثار "د قانون او د عدالتي روایتونو څخه بهر د ډیمونو او د اوبو د ذخیرو د پراختیا لپاره پانګې راټولول پیل کړي وو".

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۸م کال د جولای په میاشت کې د پاکستان د پخواني چیف جسټس ثاقب نثار له خوا د دوو ډیمونو د جوړولو لپاره فنډ اعلان شوی وو چې بیا وروسته د هغه وخت وزیراعظم عمران خان هم ورسره ملګری شوی وو.

په قرارداد کې غوښتنه شوې چې د ډیمونو لپاره راټولې شوې خواوشا ۱۷ اربه روپۍ دې د سیلاب ځپلو د بیا ابادکارۍ او مرستو لپاره په کار راوستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG