د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تحریک انصاف: هېواد یوازې د انتخاباتو له لارې له بحرانه راوتلای شي


د تحریک انصاف پراخ لاریون کې زرګونه کسان برخه اخلي: انځور له ارشیفه
د تحریک انصاف پراخ لاریون کې زرګونه کسان برخه اخلي: انځور له ارشیفه

د حکومت خلاف اسلام اباد ته د پاکستان تحريک انصاف ګوند لاریون دوام لري او د یاد ګوند مشران وايي، هېواد یوازې په هغه صورت کې له بحرانه راوتلی شي چې په ملک کې نوي انتخابات وشي.

تحریک انصاف ګوند د اکتوبر پر ۲۸مه نېټه د نويو انتخاباتو د غوښتنې لپاره له لاهور څخه د اسلام اباد پر لور د "حقيقي ازادي" په نوم احتجاجي لاريون پیل کړی وو. دپنجاب حکومت ویاند مسرت چیمه د نومبر پر ۱۲مه پر ټویټر لیکلي: د حقیقي ازادۍ مارچ په لاله موسا کې اخري پړاو وو او او د ګوند مرکزي مشران به اوس جنګ ضلعې ته ځانونه رسوي.


دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اوو ورځو تر دمې وروسته د نومبر پر ۱۰مه د پنجاب له وزیراباده د اسلام اباد پر لور خپل احتجاجي لاریون بيا پیل کړی وو.

د ګوند مشر او د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان د نومبر پر ۱۰مه په لاهور کې له خپل کوره د احتجاجي لاريون ګډونوالو ته په یو ویډیويي پیغام کې وویل چې ګوند یې د وزیراباد له هغې سیمې څخه خپل لاریون بیا پیلوي چیرته چې د ده پر قافله ډزې شوې وې او ۱۳ کسان پکې زخمیان شوي او یو تن پکې وژل شوی وو.

د تحریک انصاف ګوند مرکزي عمومي سکتر اسد عمر نن (د نومبر پر ۱۲مه) په په سلطان باهو دربار کې د لاريون پيلولو سره خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل چې د پاکستان د برخلیک ټاکلو لپاره دې پرېکړې د بندو دروازو تر شا نه کېږي او نه دې هم په لندن او امریکا کې کېږي بلکې په هېواد کې دننه دې وشي. نوموړي زیاته کړه، عمران خان هېڅ داسې شوق نه لري چې ګینې د پوځ مشر دې د هغه په خوښه وټاکل شي.

خو بل پلو، پر عمران خان د هغه مخالفین او د اوسني حکومت استازي په وار وار تور لګوي چې لانګ مارچ یې یوازې د دې لپاره پیل کړی چې سیاسي ګټې ترلاسه کړي او د پوځ مشر دې د هغه په خوښه وټاکل شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب د نومبر پر ۱۲مه په ټويټز لیکلي: د عمران خان لخوا د سیاسي ګټو د ترلاسه کولو لپاره چې کومه لوبه پیل شوې وه، د هغې به وینا، اوس هغه پای ته رسېدلې ده:


د تحریک انصاف ګوند مرستيال مشر شاه محمود قريشي نن، د نومبر پر ۱۲مه، په ګجرات کې خبري غونډې ته په وینا کې وويل چې له بحرانه د هېواد د راوېستلو لپاره يوازيني لاره د انتخاباتو ده. ده وويل چې په ملک کې ورځ تر بلې ګرانۍ زياتيږي او اقتصادي حالات هم خراب دی.

تحريک انصاف ګوند د اکتوبر پر ۲۸مه د حکومت ضد لاريون له لاهوره پيل کړي وو. خو د ګوند مشر عمران خان د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د لاریون پر مهال په ډزو کې ژوبل شو. هغه ګوند پر هم هغه ورځ او عمران خان د نومبر پر څلورمه دعوه وکړه چې په برید کې د وزيراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د پوځ یو افسر مېجر جنرال فیصل نصیر شریک دي. د پاکستان حکومت د تحریک انصاف او عمران خان تورونه رد کړي دي او په دې اړه یې د پلټنو ژمنه کړې ده.

پولیسو يو مشکوک تن نيولی او پر ټولنيزو رسنيوو په شريکو شويو ويډيوګانو کې هغه په ظاهره اقرار کړی چې دغه حمله یې د انفرادي پلان له مخې کړې وه. د پنجاب پولیسو په اېف ای ار کې د دغه مشکوک کس نوم نويد یاد کړی دی.

عمران خان په هېواد کې د انتخاباتو غوښتنه کوي خو حکومت په وار وار ويلي دي چې عام انتخابات به په ټاکل شوي نېټه راتلونکې ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په مياشت کې کېږي.

XS
SM
MD
LG