د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تحریک انصاف په پنجاب کې د انتخاباتو ځنډېدو پرېکړې خلاف سپریم کورټ ته ځي


په کراچۍ کې د تحریک انصاف د پلویانو لاریون، انځور له ارشیفه
په کراچۍ کې د تحریک انصاف د پلویانو لاریون، انځور له ارشیفه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی چې د انتخاباتي کمېشن لخوا په پنجاب کې د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړې پر ضد سپریم کورټ ته خواست کوي.

ټاکل شوی وه چې د پنجاب اسمبلۍ انتخابات د اپریل پر ۳۰مه وشي خو انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې په هیواد کې د خراب امنیتي وضعیت له امله ټاکنې د اکتوبر تر ۸ مې ځنډوي.

د پاکستان تحریک انصاف یو مرکزي مشر فواد چودري د مارچ پر ۲۳مه په لاهور کې خبریالانو ته وويل چې د ایین شپږمه ماده چې د غدارۍ یا د قانون ماتولو په اړه ده، باید د اليکشن کمېشن د چارواکو پر ضد وکارول شي.

فواد چودري وویل چې ټول ولس انتخاباتو ته اماده دی او دا لومړی ځل دی چې یو ولسي حکومت اساسي قانون ته زیان رسوي. نوموړي ټینګار وکړ چې انتخابات به د اپریل پر ۳۰ مه ترسره کیږي ځکه چې قانون او سپریم کورټ دواړو دغه امر کړی دی.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه په یو حکم کې وویل چې د وړاندې شویو راپورونو، معلوماتو او موادو تر څیړلو وروسته دې نتیجې ته رسیدلي، چې د ایین سره سم په سوله ییز ډول د صادقانه او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل ممکن نه دي.

کمېشن وويل چې ټاکنې اوس نه شي کېدلی بلکې د اکتوبر پر اتمه به کيږي. په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د پنجاب صوبې د پولیسو مشر ورته ویلي چې د صوبې امنیتي حالات سم نه دي او د ټاکنو خوندي ساتلو لپاره د پولیسو شمېره هم کمه ده. بیان کې ویل شوي وو چې دا وخت پوځ د هېواد په ځینو سیمو کې پر امنیت ټینګ ساتلو او د وسلوالو ډلو خلاف په عملیاتو کې بوخت دی نو ځکه د انتخاباتو پر مهال امنیت ساتلو ته نه شي حاضریدلی.

په بیان کې د انتخاباتو کمېشن لخوا ویل شوي وو چې پاکستان دا وخت د اقتصادي بحران سره مخ دی او "د خزانې وزارت ورته تر اوسه د انتخاباتو کولو لپاره پيسې نه دې ورکړي. له همدې امله اوسمهال تاکنې نه شي کيدلی."

دا په داسې حال کې ده چې الیکشن کمېشن وايي، د انتخاباتو لپاره په پنجاب کې ۲۹۷،۰۰۰ او په خیبر پښتونخوا کې ۵۶،۰۰۰ اضافي امنیتي سرتېرو ته اړتیا لري.

د انتخاباتو کمېشن په خبره امنیتي ادارو ورته وویل چې "په ملک کې د اوسنیو اقتصادي مشکلاتو اغېز پر پوځ هم شوی دی."

د روان کال په جنورۍ کې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې صوبایي اسمبلیانې ماتې شوې. پخوانی واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف چې په دغو دواړو صوبو کې یې حکومتونه ول، هلته زر تر زره له سره د ټاکنو غوښتنه کوي. بلخوا سپريم کورټ هم د دواړو صوبو ګورنرانو ته په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو کولو امر کړی.

په خیبر پښتونخوا کې هم لا د انتخاباتو نېټه نه ده اعلان شوې او په دې اړه ناندرۍ هم دوام لري.

د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي انتخاباتي کمېشن ته ویلي وو چې په صوبه کې انتخاباتو ته حالات جوړ نه دي. غلام علي دا څرګندونې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ته د مارچ پر ۱۵مه په استول شوي لیک کې کړې وې.

XS
SM
MD
LG