د لاسرسي ځای

تازه خبر

غلام علي انتخاباتي کمېشن ته ویلي، انتخاباتو ته حالات جوړ نه دي


د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي: انځور له ارشیفه
د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا ګونر غلام علي دا څرګندونې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ته د مارچ پر ۱۵مه په استول شوي لیک کې کړې دي.

په لیک کې وړاندې راغلي، تحریک طالبان پاکستان د حکومت سره اعلان کړی اوربند ختم کړی او علامتي (شیډو) حکومت یې جوړ کړی دی. نوموړي کمېشن ته وړاندیز کړی دی چې له انتخاباتو وړاندې دې د صوبې امنیتي حالات په پام کې ونیسي.

د مارچ پر ۱۵مه په لیږل شوي لیک کې ګورنر په وار وار ذکر کړی دی چې په یاده صوبه کې بدامني ډېره زیاته شوې ده او انتخاباتي کمېشن ته پکې ویل شوي چې په صوبه کې د ترهګرۍ پېښو زیاتېدل دې په نظر کې وساتي او د اړونده ادارو سره دې مشوره وکړي چې انتخابات وکړي که نه؟

د مارچ پر ۱۶مه، په پېښور کې غلام علي خبریالانو ته وویل، په لیک کې یې د ټولو مشکلاتو یادونه کړې ده. هغه وايي: "ما هغوی (انتخاباتي کمېشن) ته ویلي چی صوبایي حکومت د خپلو اندېښنو نه خبر کړي یو، ضرورتونه یې راته ویلي دي. موجوده حالات او د امنیتي ادارو راپورونه مو هم مخې ته دي. انتخاباتي کمېشن به پریکړه کوي خو ما هم ورته لیک استولی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا ګورنر د مارچ پر ۱۴مه په صوبه کې د انتخاباتو لپاره د مې ۲۸مه نېټه تجویز کړې وه خو نوموړي دا لیک تر هغې تجویز یوه ورځ وروسته انتخاباتي کمېشن ته لیږلی دی. د نهه صفحو په یاد لیک کې د انتخاباتو لپاره د مې ۲۸مې یا بلې ځانګړې نېټې یادونه نه ده شوې.

بلخوا د انتخاباتو کمېشن هم ویلي چې په صوبه کې پر انتخاباتو یو ارب او شپږ کروړه روپۍ لګښت راځي چې پوره کول یې صوبې ته ګرانه ده. کمېشن د مارچ پر ۱۷مه پر ټویټر لیکلي دي چې په صوبه کې د امنیت وضع خرابه ده نو ځکه د رڼو ټاکنو ضمانت نشي ورکولی.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د روان کال په جنورۍ کې صوبایي اسمبلیانې ماتې شوې دي. پخوانی واکمن ګوند تحریک انصاف چې په دغو دواړو صوبو کې یې حکومتونه ول، هلته زر تر زره له سره د ټاکنو غوښتنه کوله خو کله چې د دواړو صوبو ګورنرانو د نيټې په اعلانولو کې ځنډ وکړ نو ولسمشر عارف علوي اعلان وکړ چې د اپرېل پر ۳۰مه به د دواړو صوبو د اسمبلیو ټاکنې کېږي.

وروسته سپريم کورټ مداخله وکړه او د دواړو صوبو ګورنرانو ته يې په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو کولو حکم وکړ.

په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو نېټه نه ده اعلان شوې او په دې اړه ناندرۍ لا هم دوام لري.

کارپوهان وایي، د ګورنر، د انتخاباتي کمیشن او نورو اړونده ادارو له ورستیو بیانونو څخه څرګندیږي چې په صوبه کې په ۹۰ ورځو کې انتخابات ګرانه کار دی.

خبریال او کارپوه شمس مومند وایي، داسې نه ښکاري چې تر مې میاشتې دې په خیبر پښتونخوا کې انتخابات وشي.

هغه وویل، د ګورنر بیان هم اهم دی خو په انتخاباتو کې د ځنډ اصلي وجه شاید امنیتي وضع اوسي، مالي مشکیلات هم وجه کیدلی شي او د دفاع وزارت لخوا د امنیت نه ورکولو بیان یې هم لامل کیدلی شي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۲۸مه په سوات کې خبریالانو ته ويلي وو چې په صوبه کې د روانو نا امنيو له امله د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې نه شي کېدای. نوموړيویلي ول چې صوبه د انتخاباتو پر مهال د امنیت ټینګولو لپاره بشپړ وسايل نه لري.

XS
SM
MD
LG