د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د غدارۍ تور لګولو تاریخ


کیڼ لاس ته د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن، مینځ کې د مسلم لیګ ن رهبر نواز شریف، ښي لور ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی
کیڼ لاس ته د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن، مینځ کې د مسلم لیګ ن رهبر نواز شریف، ښي لور ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی

د پاکستان مسلم لیګ ن یوه مرکزي مشر او پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي د اکتوبر پر اوومه په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرنس ته وویل د پاکستان تحریک انصاف په موجوده وفاقي حکومت کې د غدارانو په فهرست کې زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي په خپله وينا کې وویل کله چې تاسو دا وایې چې د ملک دوه پخواني وزیر اعظمان غداران دي، د ملک د دفاع وزیر غداره دی، وفاقي وزیران غداران دي، سپیکر، وزیر اعلا او ګورنران غداران دي او د پوځ درې هغه لېفټننټ جنرېلان هم غداره دي، چې د پاکستان پر مهمو امنیتي چوکیو پاتې شوي دي، نو دا د هېواد بدنصیبي نه ده نو نور څه دي.

شاهد خاقان عباسي دا هم وویل څوک دې ده ته ووایي چې د حب الوطنۍ سرټېفېکېټونه چېرته ملاویږي چې دی یې هم واخلي.

په پاکستان کې یو ځل بیا له هغې وروسته پر دې تاوده بحثونه پېل شوي دي چې د اکتوبر پر پينځمه د لاهور په شاهدره تاڼه کې د بدر رشيدپه نوم یو تن د مسلم لیګ ن د مشر میا محمد نواز شريف او پاکستان مسلم ليګ ن پر شاوخوا ۴۰ مشرانو د بغاوت مقدمه درج کړه چې پکې ادعا شوې نواز شريف د پاکستان او رياستي ادارو پر ضد ويناوې کړي او د هغه د ګوند نومول شوي مشران چې پکې شاهد خاقان عباسي هم دی بيا د هغه د خبرو ملاتړ کوي.

د اکتوبر پر پينځمه په لاهور کې د نواز شريف پر ضد د بغاوت مقدمه درج کړای شوه
د اکتوبر پر پينځمه په لاهور کې د نواز شريف پر ضد د بغاوت مقدمه درج کړای شوه

په پاکستان کې د غدار ټکي د کارولو تاریخ

په پاکستان کې څېړونکي وایي د پخوانیو پوځي مشرانو په وختونو کې هم داسې شوي دي چې په زیاته شمېره کې سیاسي مشران، شاعران او لیکوالان غداره او وطن دښمنه ګرځول شوي دي.

خو د سیاسي چارو پوه او پخوانی سېنېټر افراسیاب خټک د اکتوبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل د پاکستان له جوړېدو سمدستي وروسته پر ځینو سیاسي مشرانو د غدارۍ تورونه ولګول شول. دی زیاتوي کله چې به د خیبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان سیاسي مشرانو د خپلو حقونو غوښتنه کوله نو د هغه وخت حکمرانانو به ولس ته وویل چې وګورئ دا غداران دي او د پاکستان ماتولو خبره کوي.

افراسیاب خټک وایي د پاکستان له جوړېدو پس چې په خیبر پښتونخوا (پخوانۍ شمالي مغربي سرحدي صوبه) کې کوم حکومت جوړ شو نو د هغې ۵۰ ممبران ول او ډاکټر خان صېب یې وزیر اعلا وو او ۳۴ غړي یې ملګري ول. خو د اکثریت باوجود یې د ډاکټر خان صېب حکومت ړنګ کړ. دا شان په بلوچستان کې یې د قلات خان په زور ونیوو او پاکستان کې شامل کړ، بیا ایین جوړ شو، بیا مارشل لا راغله او اساسي ایین یې مات کړ.

نوموړی وایي پخوا هم له دوی سره دلیل نه وو او د فتوو په زور یې خلک خاموشه کړي دي او اوس هم د غدارۍ او د نورو ملکونو د اېجنټانو تورونه لګول کېږي.

د پنجاب سیاسي مشران په لومړي ځل غداران

په لاهور کې څېړونکی او خبریال امتیاز عالم د اکتوبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل د پاکستان اسټېبلېشمنټ اوس د غدارانو په فهرست کې پنجاب هم شامل کړ خو نوموړی وایي دا د دې هېواد د ریاستي ادارو هغه اخري وسله ده چې دوی یې د جمهوريت پرضد کاروي: ''د پاکستان له جوړېدو وروسته د وړو صوبو مشران خو ټول غداران ورګرځول شول، باچا خان او ولي خان غداره وګرځول شول، عبدالصمد خان اڅکزی غدار وګرځول شو، دا شان جي اېم سید، رسول بخش پلېجو، مجیب الرحمان، مولوي عبدالقادر، حسېن شهید سهروردي او فاطمه جناح چې د قاید اعظم خور وه، او مادر ملت خطاب ورته ورکړل شوی وو، هغه هم غداره وګرځول شوه او اوس پنجاب هم د شهیدانو په دې قافله کې شامل شو. اوس د ملک درې وارې پخوانی وزیراعظم هم غدار وګرځول شو، د وړو صوبو مشران خو له پخوا غداران ول، دا نور څه نه دي خو د دوی ديوالیه توب څرګندوي.''

لیکوال زاهد حسین د پاکستان د ډان ورځپاڼې د اووم اکتوبر په یوه لیکنه کې وایي پخوا به د غدارۍ او ملک دښمنه فتوې پر هغو خلکو لګېدلې چې د خپلې سیمې د حقونو لپاره به یې غږ پورته کولو او له دې سره به یې د دغو مشرانو اواز خاموشه کولو. خو د نوموړي په خبره په موجوده وخت کې د غدارۍ مقدمې نه یوازې پر سیاسي مشرانو بلکې په یو شمېر خبریالانو او د بشري حقونو پر کارکونکیو هم ولګېدې.

بلخوا د بلوچستان د نېشنل پارټۍ یو پخواني مشر ډاکټر عبدالحي بلوڅ د اکتوبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند د سیاسي مشرانو لپاره د غدار ټکی څه نوی نه دی خو البته د پنجاب لپاره دا یوه نوې خبره ده: ''داسې تورونه لګول د دې ریاست واکدارانو له پخوا نه پر هغو خلکو او سیاسي مشرانو لګولي دي چې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره یې غږ پورته کړی دې. که څوک خپل حق غواړي نو دوی پرې لومړی د غدار فتوا ورکړې، او دا چې دا د هند اېجنټ دی ، زموږ لپاره دا نوې خبره نه ده، او اوس خو لاهور واله هم غداره وګرځول شول، د غدارانو فهرست ورځ تر بلې زیاتیږي. زما په فکردا د دوی پخوانۍ طریقه ده، چې کله یې چېلنج کړې یا خپل حق وغواړې نو بیا دوی خپله دا پخوانۍ طریقه استمالوي.''

په پاکستان کې په دې وروستیو کې پر ګڼو سیاسي مشرانو، د بشري حقونو پر فعالانو ، خبریالانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د غدارۍ او په مبینه توګه ملک دښمنه فعالتونو کې د لاس لرلو له وجې مقدمې درج کړل شوي دي.

د غدارۍ لومړنۍ مقدمه

په پاکستان کې د غدارۍ او د شپږم ارټیکل لاندې مقدمې د ګڼو سیاسي مشرانو پر ضد جوړې شوي دي خو د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف لومړنی داسې مشر دی چې تر ارټیکل شپږم لاندې ورته سزا اورول شوې او مجرم ګرځول شوی دی.

د پاکستاني ايين شپږمه ماده د سنګینې غدارۍ ده، چې ورته له هېواد سره ستر خیانت کول هم وایي. تر دې مادې لاندې د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف پرضد مقدمه کښل شوې وه.

پروېز مشرف د پاکستان یوازېنی مشر دې چې د غدارۍ پر مقدمه کې تورن ګرځول شوی
پروېز مشرف د پاکستان یوازېنی مشر دې چې د غدارۍ پر مقدمه کې تورن ګرځول شوی

پروېز مشرف په خپله واکمنۍ کې د ۲۰۰۷ز کال په نومبر کې په پاکستان بیړنی حالت اعلان کړی وو.

د همدې له وجې په ۲۰۱۳ز کال کې د نوموړي ضد د غدارۍ مقدمه دایره شوه، په دغه کال کې د پاکستان سپریم کورټ د هغه وخت د مسلم لیګ ن ګوند د حکومت درخواست منظور کړ او د پروېز مشرف د مقدمې د اورېدنې لپاره یې یو ځانګړی عدالت جوړ کړ.

دغه ځانګړې عدالت په ۲۰۱۹ز کال کې پروېز مشرف ته د ایین ماتولو په تور د مرګ سزا اورولې وه. خو د ۲۰۲۰ز کال په جنورۍ کې لاهور های کورټ د مشرف د مرګ سزا منسوخه کړه او د هغه ځانګړي عدالت ټوله کاروایي یې هم وځنډوله چې نوموړي ته یې د مرګ سزا اورولې وه. پروېز مشرف دا وخت له هېواده بهر ژوند کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG