د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي افغانستان ته په تګ راتګ کې اساني غواړي


خوست ته تللي د غلام خان لار - انځور له ارشيفه
خوست ته تللي د غلام خان لار - انځور له ارشيفه

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي شکايت کوي چې په افغانستان کې خپلو ځکمو او خپلوانو سره د کتو لپاره پر غلام خان لاره په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخامخ دي.

دوی وايي چې پر لاره د تګ راتګ لپاره د اجازت نامو په ترلاسه کولو کې ستونزې لري او چې کله پر غلام خان لاره اوړي رااوړي نو د دوی په وينا، ورڅخه رشوت اخیستل کېږي.

د دته خېلو يوه اوسېدونکي ملک معتبر خان د مارچ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وويل چې د پاکستان تر جوړېدو له مخه دلته مېشت دي او افغانستان کې له خپلوانو سره د ليدو او د خپلو جايدادونو د کتو لپاره به په اسانه تګ راتګ کاوه. هغه زیاته کړه:"د اغزن تار غځېدو وروسته اوس دوی د تګ راتګ لپاره اجازت نامو ته اړتيا لري. یو ورور دلته او بل ورور هلته اوسېږي چې تګ راتګ مشکل شوی دی."

د ضرب عضب عملياتو پر مهال له شمالي وزیرستان تر یو ميليون زیات کسان بېکوره شوي ول.
د ضرب عضب عملياتو پر مهال له شمالي وزیرستان تر یو ميليون زیات کسان بېکوره شوي ول.

نوموړي وويل چې حکومت د اجازت نامو او د تګ راتګ پر مهال د خلکو د تلاشۍ لپاره ايجنټان ټاکلي دي چې د ده په خبره، هغوی ورڅخه پيسې اخلي.دی غوښتنه کوي چې باید دا کار حکومت پخپله وکړي.

د شاهين په نوم يو بل کس چې په خوست کې د ۸ کلنې کډوالۍ وروسته شمالي وزیرستان ته ستون شوی دی، وايي چې دواړو غاړو ته خپلوان اوسېږي، خو اغزن تار يې په په راشه درشه کې خنډونه پیدا کړي دي.

هغه زیاته کړه، هره ورځ په اړونده کسانو پسې اجازت نامې ګرځوي او افغانستان ته د تلو لپاره څو څو ورځې انتظار باسي.

د شمالي وزیرستان مرستيال کمېشنر ريحان ګل خټک د مارچ پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې دی او د پوځ مېجر جنرال محمد نعيم اختر هره ورځ د دې چارو څارنه کوي او اړونده چارواکيو ته يې امر کړی دی چې د خلکو تګ راتګ دي اسانه کړي. نوموړي زیاته کړه، حکومت د دغو قبیلو مشران ټاکلي دي چې د تلونکيو کسانو تصديق او نوم ليکنه وکړي.

خټک زیاته کړه چې هيڅوک د پیسو اخیستو اجازه نه لري او هم په دې تور يې پخوا هم ځينې مشران نيولي دي. هغه وويل چې د خلکو تګ راتګ اسانولو لپاره نور اقدامات هم پورته کوي.

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د وسلوالو ضد د ضرب عضب په نوم عملیاتو پر مهال تر يو ميليون زیات کسان بېکوره شوي ول چې پکې ګڼ شمېر کسان افغانستان ته هم کډه شوي ول.

په دوی کې زیاتره ستانه شوي خو لاهم یوشمېر کسان هم هلته دي. له دې سره همهاله د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د امنیت ټینګښت په موخه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار پیل کړی وو.

د پوځ وياند مېجر جنرال بابر افتخار د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر پینځمه ويلي ول چې له افغانستان سره یې پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګولو کار ۹۴٪ بشپړ کړی دی او دا چې په دې اړه د هغه هېواد او طالبانو حکومتونه همغږي دي.

د اغزن تار لګولو له کبله نه يوازې د شمالي وزیرستان بلکې نورو قبایلي سيمو کې مېشت خلک هم په افغانستان کې له خپلوانو سره په ليدو کې ستونزې لري. د پاکستان حکومت مني چې د باړ لګولو د دواړو لوریو ولسونه اغېزمن کړي خو زیاتوي چې د قبایلي سیمو له اغېزمنو خلکو سره مرستو ته ژمن دی.

په ۱۸۹۳ز کال کې د هند پر نیمه وچه واکمنو برتانیویانو د افغانستان له امیر عبدالرحمان خان سره د یوې موافقې له لارې د ډېورنډ کرښه کښلې وه. د ډېورنډ کرښه ۲،۶۴۰ کیلومیټره اوږدوالی لري

XS
SM
MD
LG