د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان سوداګر پر انګور اډه اسانتیاوې غواړي


سوداګر وايي له انګور اډې پرته د روزګار لپاره بله لاره نه لري - پخوانی انځور.
سوداګر وايي له انګور اډې پرته د روزګار لپاره بله لاره نه لري - پخوانی انځور.

د جنوبي وزیرستان تاجرانو پر حکومت غږ کړی دی چې له افغانستان سره د کاروبار لپاره دې ورته پر انګور اډه اسانتیاوې ورکړي.

د جنوبي وزیرستان یوشمېر سوداګرو د مارچ پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، پر انګور اډه د سهولتونو د نه شتوالي له امله یې کاروبار اغېزمن شوی دی.

یو تاجر سیف الرحمان وزیر مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې د روزګار بله لاره نه لري. ''انګور اډه د کاروبار یوازینۍ ذریعه ده خو هلته د ستونزو له امله یې کاروبار ورځ تر بلې خرابېږي.''

د سیمی سوداګر غوښتنه کوي چې پر انګور اډه دې د تګ راتګ وخت د تورخم، غلام خان او خرلڅیو هومره شي او دوی ته دې هم پر هغو بندرونو د تجارت کونکو په څېر اسانتیاوې ورکړل شي.

د سیمې انتظامي مشران وایي، د تاجرانو ستونزې یې په پام کې دي او د هواري هڅه یې کوي.

د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر محمد ناصر خان مشال راډیو ته وویل، د ستونزو د هواري لپاره یې یوشمېر پرمختیایي منصوبې (پروژې) په کلني پروګرام کې اچولي چې کار به پرې ژر پیل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG