د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې وزیرستاني کډوال وايي ۱۲ سوه کورنۍ یې له نغدو مرستو پاتې دي


په خوست کې وزيرستاني کډول - انځور له ارشيفه
په خوست کې وزيرستاني کډول - انځور له ارشيفه

د افغانستان په خوست کې د وزیرستان هغه سلګونه کورنۍ چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ لخوا له نغدو مرستو پاتې شوي، په ټېنګار غوښتنه کوي چې دوی ته دې هم نغدې مرستې ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو این ایچ سي ار) لخوا د ژمنیو توکو د رانیولو لپاره د مرستو په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ ډالر ورکول کیږي چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا شاوخوا دولس سوه کورنۍ له دې مرستو بې برخې پاتې شوي دي.

یو شمېر وزیرستاني کډوال وايي، له دوی سره له مودې راهیسې د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا په منظم ډول د خوراکي توکو مرستې کیږي، خو دا لومړی ځل دی چې د ژمنیو نغدي مرستو په فهرست کې يې نوم نشته.

د ګلان کېمپ اوسیدونکي وزیرالرحمان مشال راډیو ته وویل، دوی د بې خرڅۍ له لاسه خپل ناروغان روغتونونو او ډاکټرانو ته نشي بیولای او نه د خیمو او کوټو د تودولو لپاره د سونګ توکي لري. دی زیاتوي چې د دوی خلک لاس تشي دي او که ورته پاملرنه ونشي، نو ستونزې به يې نورې هم ډېرې شي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ تر ضرب عضب عملیاتو وروسته د پاکستان نورو سیمو ته د تګ په شان یو شمېر کورنۍ د افغانستان خوست او پکتیکا ته هم واوښتې. په دوی کې ګڼې کورنۍ په څو پړاونو کې د غلام خان پر لاره بیرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.

د ګلان کېمپ یو بل اوسیدونکی قاري مدثر وايي، دې سیمې ته د راتګ تر دې وخته دوی د مرستو په ترلاسه کولو کې کومه مهمه ستونزه نه درلوده، خو سږ کال په نغدو پیسو کې ډېرو کورونیو ته ستونزه جوړه شوې ده. د ده په وینا مسوولین ځینو ته وايي، چې ستاسو شناختي کارډونه بند شوي، ځينو ته وايي چې نومونه مو نشته او ځینو نورو ته بیا وايي چې تاسو پیسې اخیستې دی.

وزیرستاني کډوال پر نړیوالو بنسټونو او اړوندو ادارو غږ کوي چې دوی دې له پامه نه غورځول کیږي. یو کډوال جنت ګل وايي د کډوالو په امتیازاتو کې باید توپیري چلند ونشي او ټولو ته په یو نظر وکتل شي. دی زیاتوي: "د نورو کالونو په پرتله روان ژمی سوړ دی او بې خرڅۍ د دوی ستونزې ډېرې کړې دي."

د وزیرستانیو کډوالو یو شمېر مشران بیا یوه بله مهمه ستونزه دا بولي چې په تېر یو نیم کال کې خوست ته له یوې بلې سیمې راغلي کډوال راجسټر او بایومیټریک شوي نه دي او هېڅ مرسته ورسره نه کیږي.

قبایلي مشر ملک جمشید مسید وویل، "په یو نیم کال کې ګلان کېمپ ته ډېر کډوال راغلي دي، دوی له خپلو حقونو محروم پاتې دي، نه یو این ایچ سي ار راجسټر کړي او نه نړیوال خوراکي پروګرام ثبت کړي دي." ده وویل چې دوی له اړوندو ادارو غواړي چې دا خلک دې ثبت کړي که نه نو د ده په وینا، هلته د ټولو مرسته کوونکو ادارو کار بندوي.

ملک خدیب وزیر د هغو وزیرستانیو کډوالو له ډلې دی چې له بایومیټریک پاتې دي او مرستې ورسره نه دي شوي. نوموړی وايي دوی د رسنیو له لارې له اړوندو داخلي او بهرنیو ادارو غواړي چې دوی دې هم ثبت او راجسټر شي که نه نو له هغې پرته دوی مجبوریږي چې خپل غږ اوچت کړي او پراخ اعتراضونه وکړي.

بل لوري ته ځايي چارواکي د وزیرستانیو کډوالو یاده ستونزه پر ځای بولي خو وايي چې د پرلپسې هڅو او تماسونو سره سره نه دي بریالي شوي چې دا ستونزه هواره کړي.

د خوست د کډوالو چارو رییس مولوی احمد احمدي وویل، "له نغدي مرستو شاوخوا دولس سوه تنه پاتې شوي او اړوندې مرستندویه بنسټ يې لامل په شته فهرستونو کې ځینې ستونزې ښيي، خو دوی دا مساله په جدیت تعقیبوي." احمدي له بایومیټریک څخه د شاوخوا یو نیم زرو کورنیو پاتې کېدل هم مني او وايي، د یو این ایچ سي ار همدارنګه نړیوال خوراکي پروګرام له مسوولینو يې غوښتي چې پاتې کورنۍ هم بایومیټریک کړي.

XS
SM
MD
LG