د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف: له قانون سره سم به د لادرکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کوم


شهباز شریف دا خبره د اپريل پر ۲۳مه کوټې ته د یو ورځني سفر پرمهال یو غونډې ته په وینا کې کړې ده.
شهباز شریف دا خبره د اپريل پر ۲۳مه کوټې ته د یو ورځني سفر پرمهال یو غونډې ته په وینا کې کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، له قانون سره سم به د لادرکه بلوڅانو د ستونزې د هوارې لپاره غږ پورته کوي.

شهباز شریف دا خبره د اپريل پر ۲۳مه کوټې ته د یو ورځني سفر پرمهال یو غونډې ته په وینا کې کړې ده.

نوموړي د کوټې او کچلاغ ترمنځ د پراخېدونکي سړک پرانست غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د لادرکه کسانو ستونزه نه يوازې سياستوالان بلکې له ده سره په ملاقات کې د بلوچستان وکيلانو هم راپورته کړې ده.

ده وویل، "زه به په دې لړ کې د زړه له اخلاصه ستاسو له غږ سره غږ پورته کوم او په دې اړه چې کوم واکداره خلک دي او ذمه واري يې پر غاړه ده، له هغو سره به خبره کوم. دا خبره به د قاعدې، قانون او مېرټ پر اساس کوو چې دا ډول دا مسله حل شي."

شهباز شريف زیاته کړه چې تر څو د لادرکه کسانو ستونزه حل نه شي، په بلوچستان کې به محروميانې نورې هم زیاتېږي.

د ورک کړل شوو بلوڅان د خوشي کولو لپاره د مبارزه کوونکي سازمان "وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز " مشر نصرالله بلوڅ د وزیراعظم شهباز شریف د دې بیان هرکلی کړی دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې اوس د ملک یو مهم مشر او وزیراعظم دا پخلی کړی دی چې په ملک کې دننه خلک په زور ورک کړل شوي دي.

د بشري حقونو یو شمېر فعالانو هم د شهباز شریف دې تازه بیان ته غبرګون ښودلی دی.

د لادرکه ډاکټر دین محمد بلوڅ لور او په بلوچستان کې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکې سمي دین بلوڅې پر ټویټر لیکلي چې داسې وعدې وړاندې هم ورسره شوې دي.

نوموړې زیاته کړې چې دوی حېران دي چې د شهباز شریف بیان ته هیله من شي که نه د دې په وینا یو ځل بیا ناهیله کېدو ته تیار شي.

په دې صوبه کې له تېرو شاوخوا دوو لسيزو راهیسې د خلکو د ورکېدو لړۍ روانه ده چې زیاتره پکې سياسي فعالان دي.

سياسي ګوندونه او د بشري حقونو سازمانونه د خلکو د لادرکه کولو تور د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ او جاسوسي ادارو تل دا تورونه رد کړي دي.

سیاسي مشرانو او په ځانګړې توګه بلوڅ ملتپالو تل دا دریځ درلودلی دی چې ګواکې حکومتي مشران د ورک کړل شوو کسانو خوشي کولو واک نه لري.

بلوچستان نشنل ګوند د ۲۰۱۸م کال تر ټاکنو وروسته د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف سره د ورک کړل شوو کسانو د مسلې هواري په ګډون په شپږو شرطونو ملګرتیا کړې وه.

خو د یاد ګوند مشر سردار اختر مینګل نه یوازې وروسته له حکومت څخه د بېلتون اعلان وکړ بلکې د هغه وخت وزیراعظم عمران خان یې په دې لړ کې په بې وسۍ تورن کړ.

نوموړي د عمران خان لرې کولو لپاره د اپوزېشن ملګرتیا وکړه او بیا یې هم هغه غوښتنه تکرار کړې چې نوی حکومت باید د بلوڅانو د وژل کېدو مخنیوی وکړي.

له بلوڅانو پرته په سيند، پنجاب او په تېره بیا په خيبرپښتونخوا او پخوانۍ فاټا کې هم په ګڼ شمېر خلک ورک کړل شوي دي.

هلته له ۲۰۱۸م کاله د فعال پښتون ژغورنې غورځنګ په مهمو غوښتنو کې یوه هم د ورک کړل شوو خلکو پیدا کول او عدالت ته وړاندې کول دي.

XS
SM
MD
LG