د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

د مالېزیايي الوتکې نسکورېدو پنځم تلین

د اوکراین ختیځ کې له راغوځول شوې مالېزیايي الوتکې قربانیان.

د جولای پر ۱۷مه د مالېزیا مساپر وړونکې الوتکې د اېم اېچ ۱۷ فلایټ د نسکورېدو د پېښې متاثره کورنۍ او هېوادونه په خپلو سفارتخانو کې د دغه پېښې پنځم تلین لمانځي.

دغه الوتکه د اوکراین په لانجمنه سیمه کې په نښه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د روسیې د لاس لرلو لوی ثبوتونه ترلاسه شوي دي.

د هالینډ په مشرۍ د نړیوالو پلټنو ترمخه دغه الوتکه د ۲۰۱۴م کال د جولای پر ۱۷مه له امسټرډمه و کوالا لمپور ته روانه وه چې د روس پلوو یاغیانو تر کنټرول لاندې د اوکراین په ختیزه سیمه کې په توغندي وویشتل شوه او پکې ناست ټول ۲۹۸ کسان ووژل شول چې پکې ۸۰ ماشومان هم ول.

د هالینډ په هېلورسم ښارګوټي کې د جولای پر۱۶مه د ۱۵مړو شوو کسانو کورنیو د پېښې په یاد کې شمعې بلې کړي.

په هغه پېښه کې د هالېنډ ۱۹۳ کسان وژل شوي ول.

د انصاف نړیوال عدالت پر کلبوشن یادو خپله فېصله اوروي

د پاکستان پوځ د کلبوشن يادو يوه ويډيو هم خپره کړې وه.

د انصاف نړیوال عدالت د جولای پر۱۷مه د کلبوشن یادو پر کېس خپله فیصله اوروي.

کلبوشن یادو چې د هند هوایي ځواک یو ریټایرډ افسر دی په ۲۰۱۶م کال کې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی وو.

په ۲۰۱۷م کال کې د پاکستان یوه عدالت هغه ته د مرګ سزا واورله چې هند پرې سخته خواشیني وښوده.

له هغه وروسته هند د انصاف نړیوال عدالت ته د دغه کېس په اړه اپیل وکړ.

پر یادو تور دی چې په بلوچستان کې یې د هندي استخباراتو لپاره کار کاوه.

اسلام اباد پر هند تور لګوي چې په بلوچستان صوبه کې د بېلتونپالو ملاتړ کوي.

د سږني ۲۰۱۹ز کال په فېبرورۍ میاشت کې هنديو وکیلانو په دغه عدالت کې وویل چې دا یوه ناسمه او د پروپاګنډې په بنیاد جوړه شوې مقدمه ده.

بلخوا پاکستاني وکیل په ځواب کې پر یادو د ترهګرۍ تورونه لګولي دي.

'په میدان وردګو کې طالبانو ټول روغتیايي مرکزونه تړلي'

ارشیف،پکتیا کې وسله وال طالبان.

په افغانستان کې د سویډن کميټۍ چارواکي وايي، د میدان وردګو ولایت له نهو ولسوالیو څخه یې په شپږو کې۴۲ کلینیکونه د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي دي.

د دغه کميټې د پروګرامونو مسوول ډاکټر خالد فهیم وايي، له دې امله د میدان وردګو ولایت شپږ زره اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په وردګو کې د ۴۲ صحي مرکزونو تړل کېدل تایید کړي.

د میدان وردګ د مرکزي روغتون مشر ډاکتر محمد نادر نادري مشال راډیو ته وویل چې د ده په شمول ټولو ډاکترانو ته د طالبانو له خوا ګواښونه شوي چې دندې پرېږدي او روغتونونه وتړي.

افغان چارواکي وایي، طالبانو د افغان پوځیانو د هغو عملیاتو په غبرګون دا کار کړی چې په دایمیرداد ولسوالۍ کې یې څو ورځې مخکې تر درملنې لاندې وسله وال طالبان هدف ګرځولي و.

په دې برید کې د ملکیانود مرګ ژوبلې په اړه هم راپورونه ورکړل شوي وو.

په خټه ایرانۍ- فرانسوۍ فریبا عدلخواه مو نیولې: ایران

ایراني الاصله فرانسوۍ فریبا عدلخواه

د ایران عدليې د جولای پر ۱۶مه د ایراني الاصله فرانسوۍ فریبا عدلخواه د نیولو پخلی کړی.

د فرانس ولسمشر ايمانيول مېکخوا د جولای پر ۱۵مه وویل چې دا مسله یې له تهران سره راپورته کړې او د فریبا د نیول کېدو په اړه يې وضاحت غوښتی دی.

فریبا عدلخواه د پېرس د سیاسي مطالعاتو د انسټيټیوټ څېړونکې وه چې باور کېږي تېره مياشت ايران ته د سفر پر مهال د ایران اسلامي انقلابي ساتندويه ځواک د جاسوسۍ په شک نیولې ده.

د ایران د عدليې ویاند غلام حسېن اسماعیلي د جولای پر ۱۶مه خبریالانو ته وویل چې فریبا عدلخواه په دا وروستيو کې نیول شوې خو د مسلې حالت په کتو دم ګړی د نورو معلوماتو ورکول مناسب نه ګڼي.

تر دې وړاندې د فرانس ولسمشر په بلغراد کې په یوه خبري غونډه کې ويلي و چې هغه د فریبا عدلخواه پر نيول کېدو اندېښمن دی.

پاکستاني کشمیر کې سېلاونو ۲۸ کسان وژلي

په نیلم وادۍ کې له راغلي سېلاو پس خلک خوندي سیمو ته پناه وړي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۵م جولای

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې توپاني بارانونو او سېلاوونو ګڼو خلکو ته مرګ-ژوبله اړولې ده.

په پاکستان کې د طبعي ناورینونو سمبالولو ادارې یوه چارواکي سید الرحمن قریشي له ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې سره په خبرو کې په سېلاو کې د ۲۸ کسانو د مړینې پخلی کړی او اندېښنه یې ښودلې چې د مرګژوبلې شمېره زیاتېدلای شي.

د راپورونو له مخې، تر پاکستانۍ ولکې لاندې کشمیر په نیلم دره کې د سېلابونو له امله په وژل شویو کسانو کې د ۱۰ تبلیغیانو په ګډون هغه ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د سېل لپاره نیلم درې ته تللي ول.

چارواکي وايي چې دغو سېلاونو تر ۱۵۰ زیاتو کورونو ته هم زیان اړولی چې له امله یې زرګونه کسانو خپلو کورونو پرېښي دي.

په پاکستان کې هر کال د جولای په میاشت کې د پشکال توپاني بارانونو لړۍ پیلېږي چې امله یې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې سېلاوونه راوځي او ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي.

ننګرهار: د یوه کور ودانۍ له نړېدو پنځه تنه وژل شوي

د افغانستان د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ د بر پچیر په سیمه کې د یوه کور د نړېدو له امله پينځه تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی د جولای ۱۶مه ویلي چې په پېښه کې یوه ښځه زخمي شوې ده.

دا پېښه تېره شپه شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند وویل چې ټول وژل شوي وګړي د یوې کورنۍ غړي دي.

د دې علت لا نه دی څرګند چې د کور چت ولې کښېنستی دی.

پاکستان د افغانستان غاړې الوتنو ته فضايي حدود بیا پرانیستل

ارشیف

د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې کره کړې چې پاکستان خپل فضايي حدود له افغانستانه د ورتلونکیو ټولو بهرنیو پروازونو پرمخ پرانیستی دی.

د دې ادارې ویاند قاسم رحیمي نن د جولای په ۱۶مه، ازادي راډیو ته وویل، له کله راهیسې چې پاکستان خپله فضا د افغانستان پروازونو ته تړلې وه، د افغانستان حکومت ته ۲۷ میلیونه ډالر تاوان رسېدلی دی.

د پاکستان حکومت د فبروري میاشت کې خپل فضايي حدود له هند سره د نږدې پوځي کړکېچ د پېښېدو له وېرې بند کړ.

د پاکستان حکومت وروسته خپل فضايي حدود د ډېرو نړیوالو پروزاونو لپاره پرانیست خو له افغانستانه د هند لور ته پروازونه نه پرېښودل کېدل.

د پاکستان هوايي چلند ادارې په دوشنبه په یوه یادداښت کې اعلان وکړ چې فضايي حدود یې ټولو ملکي پروازونو ته پرانیستی دی.

لوګر چارواکي: پل علم کې هوايي حملې ۲۵ وسله وال وژلي

په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال عبدالمتین حسین خېل ویلي چې د لوګر مرکز پل علم ته نږدې د کمال خېلو په سیمه کې په هوايي حمله کې ۲۵ وسله‌وال وژل شوي او ۱۳ تنه زخمیان شوي دي.

ډګروال عبدالمتین نن خبریالانو ته وویل چې پر وسله والو طالبانو چې په‌دې سیمه کې را غونډ شوي وو، هوايي ځواکونو پرون ماښام بمبارد کړی دی.

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي چې حمله پر یوه جومات شوې او ۲۴ ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا مشر ویلي چې په پرونۍ حمله کې د وسله‌والو طالبانو دوه قوماندانان، مولوی حمید او حبیب اخندزاده وژل شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي.

اېس ۴۰۰ دفاعي سېستم به ژر ولګوو: اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ایس ۴۰۰ په نامه د روس دفاعي نظام به د ۲۰۲۰م کال په اپرېل کې په مکمله توګه نصب کړي.

له روسیې د دې نظام اخیستلو له ناټو او په ځانګړې توګه له امریکا سره د ترکيې په اړیکو کې تاوتریخوالی ډېر زیات کړی دی.

امریکا دړکه کړې که ترکيې له روسیې دا نظام واخلي نو بندیزونه به ورباندې ولګوي.

خو ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای پر ۱۵مه وویل چې اتو الوتکو د دې نظام ځینې برخې وار له مخه ترکيې ته رسولې دي او نور ورپسې دي.

نوموړي د استنبول پر اتاترک هوايي ډګر خلکو ته وویل، که د خدای خوښه وه نو دا نظام به د ۲۰۲۰ز کال تر اپرېل میاشتې پر خپلځای ولګول شي.

امریکايي چارواکو ویلي چې ترکيه به له روسیې څخه د پوځي سامان اخیستلو پرسر د د قانون سازۍ له لارې په نښه شي او هم د – ایف ۳۵ – په نامه جنګي الوتکو له پروګرامه اېستل کېدلای شي.

م.م امریکا ته د جواد ظریف د سفر پر محدودیت اندېښنه ښودلې

د یران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یوې غونډې ته د وینا پر مهال.

ملګرو ملتونو د امریکا له خوا په روانه اونۍ کې نیویارک ته د تګ پر مهال د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر جواد ظریف د سفري محدودیتونو لګولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

جواد ظریف د جولای پر ۱۴مه نیویارک ته رسېدلی دی او ټاکل شوې ده چې د جولای پر ۱۷مه د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیز کونسل په غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې جواد ظریف ته یوازې ملګرو ملتونو، ایراني ماموریت، د ایراني سفیر کور ته او د هوايي ډګر ترمنځ سفر کولای شي.

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق د جولای پر ۱۵مه خبریالانو ته ویلي چې دوی په دې اړه په ملګرو ملتونو کې د امریکا او ایران له چارواکو سره په نېږدې تماس کې دي او کوربه امریکا ته یې خپلې اندېښنې وړاندې کړې دي.

د امریکا او ایران ترمنځ له اوږدې مودې موجود تاوتریخوالی له هغه وروسته لا پسې زیات شوی دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېر کال امریکا له ایران سره له شوي ایټمي تړون څخه واېستله.

دا تړون په ۲۰۱۵م کال کې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو او ایران ترمنځ د دې لپاره شوی وو چې ایران د بندیزونو د نرمۍ په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدود کړ.

په ۷ ولایتونو کې د خرما ۲۷۰۰ هکټاره تجارتي باغونه جوړېږي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د ۱۵.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت په ۷ ولایتونو کې د خرما ۲۷۰۰ هکټاره تجارتي باغونه جوړېږي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:"دا ۷ ولایتونه ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز او خوست دي، دا هغه ولایتونه دي چې د خرما باغونو جوړولو لپاره ښه شرایط په کې برابر دي."

نوموړي وویل، د خرما دغه باغونه تر راتلونکو ۵ کلونو پورې جوړیږي او بودجه به یې د کرنې وزارت له‌خوا ورکړل شي.

تر پاکستانۍ ولکې لاندې کشمیر کې سېلاونو مرګژوبله اړولې

نقشه

چارواکي وايي، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمېر کې د سېلاوونو او کمرونو نړېدو په پېښه کې د لږ تر لږه ۲۴ کسانو د وژل کېدو وېره ده.

د ازاد جمو کشمېر قدرتي ناورينو سمبالولو ادارې چارواکی سعيد رحمان قريشی وايي، لږ تر لږه ۲۴ کسان اوبو وړي او ورک دي.

هغه زياته کړه چې حاضر ساعت نشي ويلای چې ورک کسان مړه دي خو تراوسه هيڅ ورک کس نه دی موندل شوی. نوموړي وويل چې پنځه کسان زخميان دي. سېلاوونه د نيلم وادۍ په سېلګره سيمه لسوا ښارګوټي کې نن راغلي دي.

قریشي وويل، سېلاوونو سل کورونو ته زيان رسولی او يو جومات هم وړی دی. د پاکستان ناورينونو سمبالولو ادارې اېف ډي اېم اې وياند ثاقب ممتاز ويلي، پوځ د خلکو د ژغورلو او موندلو په کارونو کې د ځايي انتظاميي مرسته کوي.

د سومالیا پر هوټل وسله وال برید پای ته ورسېد

د سومالیا په ساحلي ښار کسمایو کې پر هوټل برید د ټولو وسله والو په وژنه پای ته رسېدلی.

پولیسو د جولای پر ۱۴مه وویل، په حمله کې ټول ۲۶ کسان وژل شوي دي.

د دوی په خبره، لومړی وسله والو د هوټل په وره کې موټر بمي ځانمرګی برید وکړ. تر دې وروسته بریدګر په هوټل ورننوتل چې تر ۱۴ ساعتونو نښتې وروسته ووژل شول.

وسله والې ډلې الشباب د حملې ذمه واري منلې.

د بنګلادېش پخوانی پوځي واکمن ومړ

د بنګلادېش پخوانی پوځي واکمن حسین محمد ارشاد د ۹۱ کلونو په عمر کې ومړ.

د هغه هېواد چارواکي وايي، نوموړی د جولای پر ۱۳مه په روغتون کې مړ شو.

ارشاد په ۱۹۸۲ز کال کې واک اخیستی وو او تر ۱۹۹۰ز پورې واکمن وو.

نوموړی د جون له میاشت راهیسې په روغتون کې بستر وو.

ارشاد اوسمهال په د بنګلادېش په پارلېمان کې د اپوزیشن مشر وو.

طالبانو په بادغيس کې څلور پوليسان او دوه ملکيان وژلي

افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د جولای پر ۱۳مه، د افغانستان د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو کې پر يوه هوټل بريد کړی.

په حمله کې لږ تر لږه څلور پوليس سرتيري او دوه ملکي وګړي وژل شوي.

دا له هغه وروسته ده چې د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ روانه اوونۍ په دوحې کې د خبرو اووم پړاو بشپړ شو.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د قلعه نو پر هوټل د طالبانو د بريد خبر تاييد کړی او ويلي يې دي چې وسله والو هوټل تر پېنځو ساعتونو محاصره کړی وو.

ده زياته کړې، له پېنځو بريدګرو څخه درې يې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي او دوه نيول شوي دي.

د روغتون چارواکې وايي، په بريد کې په هوټل کې دېره دوه مېلمانه وژل شوي دي.

د بادغيس ولايت چارواکې وايي چې د ۱۰ امنيتي سرتېرو په ګډون ۱۶ کسان تر درملنې لاندې دي.

وسله والو طالبانو د بريد ذمه واري منلې.

امریکا - ایران ترینګلتیا: اروپايي ټولنې د عراق هڅې وستایلې

امریکايي ولسمشر د جون پر ۲۴مه پر ایران نور بندیزونه ولګول

د اروپایي ټولنې د بهرنيو چارو پالیسۍ مشرې فېدريکا موغريني ويلي، د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا کمولو لپاره د عراق د هڅو پوره ملاتړ کوي.

نوموړې د جولای پر ۱۳مه، په برسلز کې د عراق د بهرنیو چارو له وزیر محمد الحکیم سره په ګډ خبري کنفرانس کې د بغداد د هغو هڅو ستاېنه وکړه چې د دې په خبره، له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو لرلو په برخه کې يې کوي.

موغريني همداراز وويل، د عراق د بهرنیو چارو له وزير سره يې په سيمه کې د زیاتېدونکې ترینګلتیا د مخنيوي په اړه هم خبرې وکړې.

عراق چې له امريکا او ايران سره ښه اړيکي لري، د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو ختمولو په لړ کې د يوه منځکړي په توګه د رول لوبولو وړانديز کړی دی.

برتانیا په مشروط ډول د ایراني ټانکر پر خوشې کولو سلا شوی

دا ټانکر برتانیې د جولای پر څلورمه نیولی وو

برتانيا ويلي د ايران د تېلو ټانکر به په دې شرط پرېږدي چې به شام ته تېل نه ورکوي.

دا خبره د برتانيا د بهرنيو چارو وزير جيريمي هنټ د جولای پر ۱۳مه، له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره په ټېلېفوني خبرو کې کړې.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلې چې له ايران سره يې خپلي اندېښنې شريکې کړي او زياته کړې يې ده چې له ظريف سره يې خبرې مثبتې وې.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د دواړو مشرانو ترمنځ د خبرو تصديق کړی خو دا يې نه دي ويلي چې ايا ايران ورسره شام ته د تېلو نه ورکولو خبره منلې او که نه؟

برتانيا په جبل الطارق کې د جولای پر څلورمه د ګريس ون په نوم يو ايرانی بحري ټانکر، چې شام ته روان وو، نيولی وو.

افغان ځواکونه په خوست کې د ۱۶وسله والو وژلو ادعا کوي

په خوست کې د فغان ځواکونو عملیات.

د افغانستان د خوست امنیتي چارواکي وايي، د جولای پر ۱۲مه شپه د دولت وسله والو مخالفینو د یاد ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ او نورو نېږدې امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې ۱۶وسلوال په کې وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د جولای پر ۱۳مه په خوست کې د ملي اردو د اولې لواء د رسنیز دفتر مشر مشال راډیو ته وویل، چې د وژل شویو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې شوي وو، چې وروسته يې افغان ځواکونو د لیږدولو اجازه ورکړه.

د سرچینې په وینا، چې په دې جګړه کې د ملي اردو او ملي پولیسو دوه سرتېري هم وژل شوي او څلور ټپیان شوي دي.

په خوست کې د ملي اردو د رسنیز دفتر مشر وویل، د ۱۰ وژل شویو وسله والو پېژندنه شوې چې ۶ يې د لوګر او څلور يې د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکي ول.

د دوی د مالوماتو له مخې سیمې ته تازه دمه افغان ځواکونه رسیدلي او د وسله والو لخوا د لارې په اوږدو کې ځای پر ځای شویو ماینونو څخه سیمه پاکه شوې ده.

افغان ځواکونو ادعا کړې، چې په دې جګړه کې له مخالف لوري څخه یو شمېر وسلې او پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

امریکا، روس، چین او پاکستان له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي

ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو د ځينو غړو یو انځور

امریکا، روس، چین او پاکستان په افغانستان کې پر طالبانو غږ کړی چې سمدستي دې اوربند او له افغان حکومت سره نېغ په نيغه خبرو ته راضي شي.

د دغو څلورو واړو هېوادونو استازو د جولایي پر ۱۱مه او ۱۲مه د چین په بیجنګ کې په داسې مهال خبرې وکړې چې د امریکا په مشرۍ کې د افغانستان د سولې مذاکرات هم روان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولایي پر ۱۲مه په یو بیان کې ویلي دغو څلورو واړو هېوادونو ټولو خواوو ته ویلي چې په افغانستان کې دې د تل پاتې سولې او اوربند لپاره ګامونه پورته کړي.

دغو هېوادونو د طالبانو او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د حکومت ترمنځ د نیغ په نیغه خبرو غږ هم کړی دی چې دا شان د سولې یو چوکاټ ژر تر ژره رامنځ ته کړي.

دا بیان له هغې وروسته مخې ته راغلی چې د جولایي پر نهمه طالب استازي او افغان مشران چې پکې د افغانستان ځینې حکومتي کسان هم وو د قطر په دوحه کې په راتلونکیو کې د یو سیاسي حل لپاره په یوې لاره سلا شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استاذي زلمي خلیل زاد چې په قطر کې یې له طالب استاذو سره د مذاکراتو اتم پړاو ترسره کړ، د نهمې جولای خبرې یې ډېرې مهمې بللي دي.

امریکا پر جواد ظریف بندیزونه نه‌ لګوي

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف.

رویټرز خبري اژانس وايي چې امریکا د اوس لپاره د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر د بندیزونو د نه لګولو پریکړه کړې ده.

دا څرګندوي چې واشنګټن ښايي له ایران سره د سختې شخړې پر مهال لا سفارتي لارې بندول نه غواړي.

رویټرز خبرې اژانس د جولای پر۱۱مه په دغه معامله خبر د دوه سرچینو حواله ورکړې، خو دغو چارواکو د فیصلې وجوهات نه دې ښودلي.

امریکايي چارواکو لا د دې رپورټ په اړه د پوښتنو په ځواب کې څه نه دي ویلې.

د امریکا د خزانې وزیر سټیون مینوچین مخکې په جون میاشت کې ویلي ول چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورته پر جواد ظریف د بندیزونو لګولو اختیار ورکړی.

ښايي چې ظریف راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون وکړي.

امریکا ته د تګ لپاره به نوموړي ته د ویزې ضرورت وي.

که واشنګټن ورته ویزه ورکړي نو دا به هم یوه نښه وي چې امریکايي چارواکي پر ظریف لا بندیزونه لګول نه غواړي.

'له افغانستانه تر وخت مخکې د امریکايي ځواکونو وتل به ستراتیژیکي تېروتنه وي'

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د لویو درستیزانو کمېټې ته کاندید دی

د امریکا د ټولو ځواکونو مشرۍ ته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوماند جنرال مارک مایلي ویلي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وخته مخکې وتل به یوه سټراټژيکي غلطي وي.

مایلي چې اوس مهال د پوځ مشر دی د جولای پر ۱۱مه یې د سېنېټ پوځي خدمتونو کمیټۍ ته په یوه اوریدنه کې وویل باور لري چې جګړه به بالاخر له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې ختمه شي.

نوموړي وویل، په دې هڅو کې یو څه پرمختګ شوی دی.

مایلي دا هم وویل چې امریکا باید په شام او عراق کې د ثبات برقرار ساتلو لپاره هلته د پام وړځواکونه ولري.

امریکا او د وسله والو طالبانو استازي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ویستلو په اړه خبرې اترې کوي په بدل کې امریکا له وسله والو غواړي چې د امریکا او ملګرو خلاف یې خاوره استعمال ته پرېنښودل شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له وسله والو طالبانو سره په دوحې کې د خبرو اترو وروستی پړاو تر ټولو ګټه ور بللی دی.

ډوډۍ ګرانه، نانوایانو تنرونه تړلي

له ارشیفه د کابل یو نانوايي

په پیښور او نورو ښارونو کې نانوایانو خپل تنرونه تړلي او غوښتنه کوي چې د ۱۵۰ ګرامو وزن پخې ډوډۍ نرخ دې ورته پنځلس روپۍ کړي.

د خیبر پښتونخوا نانوایانو ټولنې صوبايي مشر مشال ریډیو ته وویل، دوې اونۍ وړاندې یې له ضلعي انتظاميۍ سره تر مذاکراتو وروسته د ۱۴۰ ګرامه ډوډۍ نرخ یې ۱۲ روپۍ کړی وو.

حاجی محمد اقبال وايي، مخکی به یې د اوړو دوه منیزه ګونۍ/بورۍ په درې نیم زره روپۍ پېرودله خو اوس یې نرخ څلور زره او څلور سوړ روپیو ته ختلی دی.

د نانوایانو مشرزیاتوي چې د ګېس او بجلۍ نرخونه هم زیات شوي نو حکومت دې ګرانۍ ته په کتو د ډوډۍ نرخ هم وخېژوي. د نانوایانو د دغه هړتال په اړه د پېښور ضلعې ډپټي کمیشنر محمد علي اصغر دا احتجاج یې د فشار/دباو اچولو لپاره کړی خو زیاتوي چې د نانوایانو ټولنې له مشرانو سره به ژر وویني چې دا ستونزه هواره کړي.

په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څو اونیو راهیسې دوکانداران، سوداګر او ټېکه داران د ګرانۍ خلاف بیا بیا احتجاجونه کوي.

ایرانیو کښتیو د بریتانيا تېل وړونکې بېړۍ ودرولو هڅه کړې

عکس له ارشیفه

برتانیا ویلي، په هرمز تنګي کې درې ایرانيو کښتیو د برتانیا د تیلو ټانکر د مخې نیولو هڅه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د جبل الطارق په جنوب کې برتانیا د ایران د تېلو ټانکر د نیولو وروسته تهران و لندن ته ګواښونه کړي.

د بریتانيا حکومت د جولای پر ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي درې ایرانيو کښتیو په هرمز تنګي کې د بریتانيا سوداګریزه ټانکر د مخنیوي کوښښ کړی او په دې توګه یې له نړیوال قانونه سرغړونه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د بریتانیا سمندري پوځي بیړۍ لخوا ایرانيو کښتیو ته د خبرداري ورکولو وروسته ایرانۍ کشتۍ پر شا شوې.

په خبرپاڼه کې برتانیا پر پېښه اندېښنه ښودلې او پر ایران یې غږ کړی دی چې په سیمه کې ترینګلتیا کمه کړي.

بلخوا د فارس خبري اژانس ترمخه د ایران انقلاب ساتونکي ځواک د بریتانوي ټانکر د ودرولو د پېښې خبرونه بې اساسه بللي دي.

له اپوزېشن سره ګډ به د حکومت پرضد احتجاج کوو: اسفندیار

د عوامي نېشنل ګونډ مشر اسفندیار ولي خان خپل پارټۍ ته د وینا پر مهال.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي، د روانې میاشتې پر ۲۵مه به د حکومت پرضد د اپوزېشن ګوندونو په احتجاجي تحریک کې برخه اخلي.

د جولای پر۱۰مه د پېښور په نشترهال کې د ګوند د وژل شوي مشر هارون بلور د لومړۍ تلین په مناسبت یوې غونډي ته په وینا کې نوموړي زیاته کړه چې پېښور کې به هغه د افتاب احمد خان شیرپاو او مولانا فضل الرحمان د احتجاجي تحریک مشري کوي.

د جون پر۲۶مه په اسلام اباد کې د جمیعت علماء اسلام (ف) تر سیوري لاندې له ټول ګوندیزې غونډې وروسته، د اپوزیشن مشرانو یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د جولای پر ۲۵مه به د حکومت پرضد په احتجاجي مظاهرو لاس پورې کوي.

د امریکا لپاره د بریتانیا سفیر استعفا وکړه

په امریکا کې د برتانیا سفیر سر کیم داروک.

د امریکا لپاره د بریتانیې سفیر کیم داروک له خپلې چوکۍ استعفا ورکړې ده.

نوموړي دا پریکړه وروسته له هغې کړی کله چې د هغه سفارتي پیغامونه راڅرګند شو، په کوم کې چې يې پر ولسمشر ټرمپ نیوکې کړي وې.

د سفارتي پیغامونو له خپریدو وروسته ولسمشر ټرمپ، کیم داروک د احمق په نوم بللی وو.

بریتانوي سفیر په دغه پټو پیغامونو کې ولسمشر ټرمپ ته ناپوهه ویلي وو.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG