د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټام وېسټ: د طالبانو د حکومت مشروعيت له ښځو سره د هغوی له چلند سره تړلی دی


تامس وېسټ (ښي لوري ته) د اروپايي ټولنې له يو ډېپلومات سره - انځور له ارشيفه
تامس وېسټ (ښي لوري ته) د اروپايي ټولنې له يو ډېپلومات سره - انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس (ټام) وېسټ وایي د طالبانو کورنی او نړیوال مشروعیت له افغان ښځو سره د هغوی په چلند پورې تړلی دی.

وېسټ د ډېسېمبر پر اوومه پر ټوېټر ليکلي چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز ثبات هم له ښځو سره د طالبانو له سلوک سره تړلی دی.

نوموړي ویلي چې په اماراتو کې یې د طالبانو د حکومت د دفاع د سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ له پلاوي سره په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري وضعیت په تړاو خبرې کړي دي.

طالبانو د بشري وضعیت د اندېښنو په تړاو څه نه‌ دي ویلي خو د دفاع وزارت یې د ډېسېمبر پر شپږمه په بیان کې ویلي ول چې مشرتابه یې امریکایي استازي ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به چا ته ګواښ نه پېښېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونيوه او د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې یې پر ښځو يو لړ محدوديتونه لګولي دي چې پکې پر ښځو د مخ پټول، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل، له پارکونو منع کول او په دفترونو کې یې شمېر کمول شامل دي.

خو طالبان دعوه کوي چې په واکمنۍ کې یې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي شوي دي او په بیا بیا یې ټینګار کړی دی چې ښځو ته د "شرعیت په چوکاټ" کې ټول حقونه ورکوي، البته په دې اړه وضاحت نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG