د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د ګېس خورېدو او چاودنو دوو اوونيو کې ۱۶ کسان وژلي


په بلوچستان کې د ګېس کم فشار خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي ــ انځور له ارشيفه
په بلوچستان کې د ګېس کم فشار خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي ــ انځور له ارشيفه

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د جنورۍ پر ۲۵مه په یو کور کې د ګیس چاودنې پېښه کې څلور ماشومان مړه شوي دي.

د کوټې خروټ اباد سیمې ته څېرمه په بادیزي ټاون کې د مړو شویو ماشومانو پلار محمد حنیفیا تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې یو ماشوم یې ناروغه وو او د یخنۍ له وجې یې د ګېس هیټر لګولی وو چې له امله یې دا پېښه وشوه. په پېښه کې دوې ښځې هم ژوبل شوي دي.

د بلوچستان اعلا وزیر میرعبدالقدوس بزنجو پر دې پېښې د خپګان څرګندونه کړې او له وفاقي حکومته یې د ګيس محکمې د چارواکو پر ضد د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي چې د ګېس د کمي له امله د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ شوی او په تېرو دوو اوونیو کې تر ۱۶ زیات کسان مړه شوي دي.

میرعبدالقدوس بزنجو ویلي چې بلوچستان تر ډېرو کلونو د هېواد د ګېس ضرورت پوره کاوه خو اوس په یخنۍ کې د صوبې د ولس لپاره ګېس نشته. د نوموړي په خبره د ګېس په معامله کې له بلوچستان سره توپیري چلند ورته د منلو وړ نه دی.

په بلوچستان کې په تېرو دوو اوونیو کې د ګیس خورېدو او چاودنو له کبله شاوخوا ۱۶ کسان مړه شوي دي.

د جنورۍ پر ۲۳مه شپې مهال د کوټې پر جان محمد سړک په یو دوکان کې د شپې د خوب پر مهال یو پلار له دریو زامنو سره يو ځای د ګیس خورېدو له امله مړ شوی وو.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۵مه د کوټې په سټېلایټ ټاون کې شپږ کسان د ګېس خورېدو له کبله مړه شوي ول. په هغو شپږو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل وو. تر هغې پېښې وروسته ځینو سیاسي ګوندونو مظاهرې هم کړې وې.

راپورونه وايي چې په بلوچستان کې دا ډول پېښې د ګېس د فشار کمېدو له امله کېږي. البته په کوټه کې ځيني کارپوهان وايي چې خلک هم د ګېس په استعمال کې احتیاط نه کوي.

خو د کوټې د ګیس ادارې چارواکي وايي، په ژمي کې د ګېس استعمال زیات کېږي نو ځکه یې فشار کله زیات او کله کم شي. د یادې ادارې د چارواکو په وینا، د دې لپاره چې ګېس په مناسب ډول او په ټاکلي فشار سره تر خلکو ورسېږي، د ۱۶ قطر حجم نل لیکې د اچولو کار یې پیل کړی دی. دوی وايي، د روان کال تر جون میاشتې پورې به د کوټې ښار د خلکو د ګېس ستونزه هواره شي.

XS
SM
MD
LG