د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه:ګېس او د خلکو ستونزې


په سیمې کې له کلونو راهسیې پرله پسې ځنګلونه وهل کېږي چې د لرګیو سخت کمي خلک د خوړو پخولو لپاره ګېس ته اړ کړي دي.
په سیمې کې له کلونو راهسیې پرله پسې ځنګلونه وهل کېږي چې د لرګیو سخت کمي خلک د خوړو پخولو لپاره ګېس ته اړ کړي دي.

نیازموساخېل،کوټه

د ژمي په راتلو سره یو وار بیا د کوټي پخوانۍ ستونزه،د ګېس کم دباو تازه شوی او خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي.د کوټي یو دوکاندارشمس الله په دغه اړه ووېل٫٫ستونزه بېخي زیاته ده او موږ یې بېخي ډېر په تکلیف کړي یو.ډوډۍ موږ پر ګېس پخوو.چاۍ،او نور خوراکي څیزونه هم دلته پر ګېس پخوو،ولي چې دا موږ ته د نورو سهولیاتو په پرتله ډېر ارزانه پریوزي.د مثال په توګه که پر بجلۍ موږ خپل کورنۍ کار کوو،نو د میاشتي به څه نا څه ۳ یا ۴ زره روپۍ مصرف راځي،خو پر ګیس مصرف تر ۶ یا ۹ سوه روپیو کښته دۍ.خو اوس ستونزه دا ده چې ګېس دومره کم وي چې د څراغ رڼا تر زیاته معلومېږي.زموږ د پښتون آباد سیمې ته راشه، چې خلک څومره په تکلیف دي.٬٬

شمس الله زیاتوي،اوس یې اضافي مصرف کړی او داسي تیکنیکي څیزونه له بازاره اخیستي،چې شایي له نلونو یو څه ګېس په زور را وباسي، ٫٫نه ده مالومه چې دغه څیزونه به ګېس را کش هم کړي او که نه،ولي چې په نلونو کي ګېس له سره نه وي،نو څه ګټه به وشي.٬٬

یو بل کس،چې له هوټله یې ګرمې ډوډۍ اخیستې وې،ووېل،د ګېس کم دباو له وجي اوس په کور کي ډوډۍ نه شي پخېدلۍ،نوځکه مجبوره شوی چې له بازاره یې تر لاسه کړي.

په داسي حال کي،چې د بلوچستان په یخو سیمو کې د کلنۍ آزموینې یا امتحانونه پېل شوي،زدکونکي وایي،د ګېس کم دباو له وجې دوی هم له مشکلاتو سره مخامخ شوي.یو زدکونکۍ عبدلعلي وایي،دی په اتم جماعت کي سبق وایي،او د آزموینو لپاره په یخو خونو کي ناست وي او خپلي تیاریانې ورته کوي.لاس او پښې یې د یخ له وجي له کاره ووزي،خو څه وکړي،سبق خو به خامخا وایي،تر څو په راتلونکي کي بریالیتوب تر لاسه کړي.

دا چې د ګېس کم دباو څه وجوهات دي؟ د سویي ګېس کمپنۍ یو چارواکۍ،انجینیر فرید کاکړ د پوښتنې په ځواب کي ووېل،اصل ستونزه دا ده چې پر نلونو د کورونو زیات بوج د ګېس کم دباو رامنځ ته کړی دی٫٫که د یوه کور لپاره یو نل تللۍ وي،نو له هغه لسو نورو کورو کنکشنونه وړي وي،که څه هم نل یوازي د یوه یا دوو کورونو لپاره وي.دغې وضعې خلک پرېشانه کړي،خوپر ځای د دې چې دوي پخپله هم په ستونزه سر خلاس کړي او د هواري لپاره یې پخپله هم کوشش وکړي،دوي پر حکومت او موږ تورونه لګوي.٬٬

د ګېس محکمې مشر،البته دا هم ووېل چې دوي په هڅو کي دي،تر څو ستونزه حل کړي او خلک له تکلیفونو خلاص کړي.

یاده دي وي،بلوچستان هغه صوبه او سیمه ده،کومه چې د قدرتي ګېس له زېرمو ډکه ده.دلته خلک که یوې خوا ته ګیله کوي چې د پنجاب،سیند او خېبر پښتونخوا صوبو په زیاته کچه د دوي له ګېسه ګټه اخېستې ده،خو د دوی صوبې زیاتره سیمې لا هم د ګېس له آسانتیا بې برخې دي.دوي دا هم وایي،چرته چې ګېس شته،هلته د دې کم دباو ستونزه هم ورسره تړلې وي.دا هم د یادونې وړ ده چې کوټه یوه یخ سیمه ده، چې د جنوري او فبروري په میاشتو کې د تودخې درجه تر منفي ۹ او یا بیا تردې هم لاندې ځي.
XS
SM
MD
LG