د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند او سوداګرو ټولنې کوټه کې د ګیس کمښت ضد مظاهره کړې


د بلوچستان په سېوۍ کې د ګیس پايپ لاين - انځور له ارشيفه
د بلوچستان په سېوۍ کې د ګیس پايپ لاين - انځور له ارشيفه

د عوامي نیشنل ګوند او سوداګرو اتحادیې غړو د بلوچستان په مرکز کوټه او د صوبې په بېلابېلو برخو کې د ګیس د کمښت پر ضد مظاهره کړې ده.

مظاهرچيان په کوټه کې د ګیس د ورکړې دفتر مخې ته ورغونډ شوي ول او د غيراعلانيه لوډشيډېنګ له کبله یې د حکومت پر ضد شعارونه ورکول.

د نومبر دویمې احتجاج ګډونوال او د عوامي نیشنل ګوند د کوټې مشر نذر علي پيرعليزي مشال راډيو ته وويل چې ګیس کم او بېلونه یې زیات دي. "موږ غوښتنه کوو چې دوی دې موږ ته ګیس پوره راکړي. که یې نه راکوي نو موږ به خپل احتجاج پراخه کړو. د صوبې های کورټ چوک، هوايي میدان چوک، مشرقي بایپاس او د ښار په نورو مهمو ځايونو کې به پرلت پيل کړو."

په پاکستان کې ګیس تر ټولو لومړی په بلوچستان صوبه کې موندل شوی وو. په ۱۹۵۲ز کال کې موندل شوی ګیس د ډېره بګټي په سېوۍ کې دی چې د هېواد ګڼو برخو ته لېږدول شوی خو خپله په هغه صوبه کې د کورونو د استعمال ګیس کم دی. کوټې ښار ته ګیس په ۱۹۸۰ز کال کې او نورو ضلعو ته وروسته ورکړل شو.

مظاهرچيانو پر حکومت غږ وکړ چې پر خپل ګیس کې بايد لومړی او ډېر حق خپله د بلوچستان د صوبې د خلکو وي. د کچلاغ ملک عبدالله جان کاکړ د احتجاج پر وخت مشال راډيو ته وويل چې د ګیس ورکړې په اړه د حکومت تر ډاډه په "ارام نه کښيني".

خو د بلوچستان چارواکي وايي په ژمي کې د ګیس استعمال ډېر شي چې له وجې یې په ځينو ځايونو کې کم شوی دی.

د سويي سدرن ګیس کمپنۍ په نوم د صوبې د ګیس د لېږد ادارې يو چارواکي عزیز خان کاکړ مشال راډيو ته وويل چې کوښښ کوي هغه مسله ژر هواره کړي او ټولو سيمو ته د خلکو د ضرورت مطابق پوره ګیس ورکړي.

XS
SM
MD
LG