د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د ګیسو د خورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د کوټې د انډسټریل تاڼې پولیسو نن (د جنورۍ پر ۲۴مه) مشال رېډیو ته وویل، دا پېښه بیګا د کوټې په جان محمد روډ باندې شوې چې پکې په يوه دوکان کې یو پلار او د هغه درې زامن وژل شوي دی.

د پولیسو په وینا مړه شوي کسان د افغانستان سره تعلق لري، ازبک ټبره دي او په کوټه کې یې د پرچون دوکان کاوه او پکې به اکثره د شپې پاتې کېدل.

پاکستان کې په ژمي کې د ګیسو غوښتنه زیاتېږي، ډېری خلک سلنډر ګیسونه هم کاروي.
پاکستان کې په ژمي کې د ګیسو غوښتنه زیاتېږي، ډېری خلک سلنډر ګیسونه هم کاروي.

د کوټې پولیس وايي چې په روغتون کې له پوسټ مارټم (پس له مرګه طبي معایناتو ) وروسته یې مړي د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.

پولیس وايي، په کوټه کې مېشت دغه افغان دوکانداران به د شپې په خپل دوکان کې پاتې کېدل او ډېری وخت به د هغوی نور ملګري هم ورسره ول.

په کوټه کې له وروستیو ورښتونو نه پس ساړه ډېر زیات شوي او د تودوخې درجه له منفي ټیټه شوې ده. د کورونو او دوکانونو د ګرمولو لپاره خلک ګیسو ته اړتیا لري او په داسې موسم کې د ګیسو فشار هم کله لوړ او کله ټیټ شي. له همدې وجې د خلکو د مړینې پېښې مخې ته راځي.

د ګیسو د کمبوت له وجې خلک لرګي د سون او ګرمېدو لپاره اخلي.
د ګیسو د کمبوت له وجې خلک لرګي د سون او ګرمېدو لپاره اخلي.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه هم د کوټې په سټلایټ ټاون کې شپږ کسان د ګیسو د خورېدو له وجې مړه شوي ول. په هغو شپږو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل وو. د هغې پېښې وروسته ځینو سیاسي ګوندونو مظاهرې هم کړې وې.

خو د کوټې د ګیسو د ادارې چارواکي وايي، په ژمي کې د ګیسو استعمال زیات کېږي نو ځکه یې فشار کله زیات او کله هم کم شي. د یادې ادارې د چارواکو په وینا، د دې لپاره چې ګیس په مناسب ډول او په ټاکلي فشار سره تر خلکو ورسېږي، د ۱۶ قطر حجم نل لیکې د اچولو کار یې پیل کړی دی. دوی وايي، د راروان جون میاشت پورې به د کوټې ښار د خلکو د ګیسو ستونزه هواره شي.

XS
SM
MD
LG