د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د بلوچستان په ځینو سیمو کې د سختې یخنۍ خبرداری ورکړی


د پښین یو کلیوال ماشوم ایمل خان د اور بلولو لپاره د ونې مونډ وهي، جنوري ۲۰۲۳
د پښین یو کلیوال ماشوم ایمل خان د اور بلولو لپاره د ونې مونډ وهي، جنوري ۲۰۲۳

د طبعي ناورینونو پر وړاندې د انتظام ادارې، پي ډي ایم اې، د بلوچستان په شمالي سیمو کې د زیاتې یخنۍ له کبله خلکو ته هدایت جاري کړي چې د یخو سیمو پر سړکونو دې په احتیاط سفر وکړي.

یادې ادارې ویلي، د صوبې د کوټې، چمن او په نورو ۵۰ سړکونو باندې یخ زیات لویږي چې له کبله یې اوبه ورباندې یخې شي چې ورسره د ګاډو د ټکر ستونزې رامنځ ته کوي.

پي ډي ایم اې د جنورۍ پر څلورمه په خپرو کړو هدایاتو کې ویلي چې د بلوچستان په شمالي سیمو کې د یخ لړۍ به روانه وي.

د سیمې خلک وايي اړ شوي خپلې ونې ووهي او د سون لرګي برابر کړي.
د سیمې خلک وايي اړ شوي خپلې ونې ووهي او د سون لرګي برابر کړي.

د بلوچستان په شمالي سیمو کې یخني له هغې وروسته زیاته شوې چې تېره اوونۍ هلته بارانونه وشول او پر غرونو واورې و ورېدلې. په سیمه کې د یخنۍ له زیاتېدو سره خلک اندېښمن دي. په هغو سیمو کې چې د ګېس پرېشر پکې کم دی، هلته خلک د انګېټيو بلولو ته اړشوي دي. بیا په کومو سیمو کې چې د ګېس اسانتیاوې نشته، اوسېدونکې یې وایي چې دوی د اور بلولو لپاره په لوړو بیو د سون لرګي اخلي.

د پښین اوسېدونکي ۱۳ کلن ایمل خان د جنورۍ پر پنځمه مشال رېډیو ته وویل چې د اور بلولو لپاره هره ورځ دوه ساعته وخت لرګیو ماتولو ته ورکوي. هغه وویل: " ګېس نشته، زیات یخ دی، دلته مې باغ وو، چې د وچکالۍ له کبله وچ شو. دغه باغ مې ټول په اور وسوځولو، اوس زه پکې ګرځم، د ونو مونډان لټوم او د اور بلولو لپاره یې ماتوم."

ژمی، ورښتونه او د کېږدیو ژوند
ژمی، ورښتونه او د کېږدیو ژوند

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې غوڅکۍ یا زیارت ځنګل د اسیا دویم زوړ هغه ګڼل کیږي. د زیارت د ځنګلاتو اداره وايي د دې ځنګل اوبښتي (ونې) له ۸۰۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰ کلونو پورې زړې دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي یاسر خان کاکړ مشال رېډیو ته وویل: " حکومت د دې ځنګل د ژغورنې لپاره سیمې ته د ګېس وجې نه به یې ونو ته لوی زیان ورسي."

د جنورۍ پر څلورمه د بلوچستان د طبعي ناورینونو پر وړاندې د انتظام ادارې ویاند مقبول جعفر مشال رېډیو ته وویل چې د بلوچستان په یخو سیمو لکه کاڼ مهترزۍ، زیارت او لک پاس سیمو ته یې د ژغورنې خپل ټیمونه استولې دي تر څو خلک د یخ او واوري اورېدو له کبله له ستونزو وژغوري.

هغه زیاته کړه : "هلته له مخکې نه زموږ د ژغورنې ټیمونه او مشینري رسېدلې ده چرته چې شا وخوا خلک اوسیږي، دا رنګه موږ په کاڼ مهترزۍ کې یو سېنټر جوړ کړی دی چې له ۱۰۰۰ نه ۱۲۰۰ پورې خلک پکې اوسېدلی شي، په هغه کې هر ډول اسانتیاوي ځای پر ځای کړل شوي دي، کمبلې او د خوراک څښاک توکي هم پکې ځای پر ځای کړل شوي دي".

نوموړي وویل د دوی په اقداماتو سره به د سیمې اوسېدونکو ته هڅ ډول ستونزې نه وي.

XS
SM
MD
LG