د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت په ژمي‌کې د ګېس د کمي خبر ورکړ


د ۲۰۱۹ کال تصویر: د مري يو دکان مخې ته د ګېس ډبي پرتې دي
د ۲۰۱۹ کال تصویر: د مري يو دکان مخې ته د ګېس ډبي پرتې دي

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د دیسمبر څخه تر مارچ مياشتې پورې به په کورونو کې د پخلي لپاره يوازې درې وخته ګېس ورپريږدي.

حکومت د دې پرېکړې تر شا د ګېس کم پيداوار خو د ګېس ډير استعمال ښودلی. د پاکستان د پلان وزير اسد عمر د نومبر په ۱۳مه رسنيو ته ويلي چې په روان کال کې په پاکستان کې اوه لکه نوو کورونو د ګېس استعمال شروع کړی دی او د دوی د اندازې تر مخه پينځه دیرش لکه نور به هم اضافه کيږي. د هغه په خبره له دې امله د ګېس استعمال ډير شوی.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي‌چارواکو ويلي چې په يخنۍ کې به د ګېس پيداوار يونيم سل فېصده کميږي نو ځکه دوی نه شې کولی ټولو کورونو ته څلورویشت ساعته ګېس برابر کړي.

د توانايي لپاره د مرکزي کابینې خصوصي کمیټۍ غړي او د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف قامي اسمبلۍ استازي انور تاج د نومبر په ۱۳مه مشال رېډيو ته وويل له دې کبله حکومت پرېکړه کړې چې هر کور ته به درې وخته د پخلي لپاره ګېس ورکوي. البته هغه زیاته کړه چې د ګېس کمي پوره کولو لپاره حکومت د روس سره خبرې کوي چې يو تړون ته سره ورسيږي.

خو په خیبر پښتونخوا کې د سوداګرو پخواني مشر او صنعت کار، حاجي محمد افضل مشال ریډیو ته وويل چې د ګېس کمی نه یوازې عام خلک بلکې کاروباري طبقه هم ډيره اغېزمنوي. نوموړي د نومبر په ۱۳مه په کړو خبرو کې زیاته کړه چې د خيبر پښتونخوا صوبه له خپل ضرورته ډير ګېس پيدا کوي‌نو ځکه بايد مرکزي حکومت سره خبره وکړي چې اول بايد د خپل ولس ضرورت پوره کړي.

د ګېس د کمي خبر په داسې وخت کې ورکړل شوی چې په پاکستان کې ګراني په بې ساري ډول زیاته شوې ده. د پيښور اوسيدونکي، رفاقت الله د نومبر په ۱۳مه مشال رېډيو ته وويل چې لاواردمخه غریبي ډيره ده نو اوس چې په سخت ژمي کې د دوی ګېس هم نه وي نو مشکلات به یې لا ډېر شي.

د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې د معلوماتو ترمخه، په دې ملک کې تر ټولو ډير ګېس تر ټولو ډير نفوس لرونکې صوبه، پنجاب استعمالوي. د ګېس استعمال دا فیصد پنځوس ښودل شوې. په دويم نمبر ډير ګېس استعمالونکې، سند صوبه ده چې ۲۵ فېصده یې کاروي. ورپسې خيبرپښتونخوا ۹ فېصده او بلوچستان دوه فېصده ده.

XS
SM
MD
LG