د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ماشکېل کې د ګیس سلنډر چاودنې اته تنه وژلي


د ایران پولې ته څېرمه د بلوچستان په سرحدي ښارګوټي ماشکېل کې چې له کوټې څخه ۱۰۵۰ کلو میټر لیرې سوهېل پلو پروت دی، په یوه دکان کې له چاودنې اته تنه مړه شوي او یو ماشوم پکې ژوبل دی.

په ماشکېل کې چارواکي وايي، چاودنه هله وشوه چې په دکان کې د ګیس ویلډینګ کېدلو.

د دوی په وینا مړه شوي کسان د افغانستان اوسېدونکي ول چې هلته یې مزدوري کوله.

د ماشکېل اسسټنټ کمشنر امیر حمزه بنګلزي ځايي خبریالانو ته ویلي چې له چاودنې نږدې دکانونو ته هم زیان اوښتی دی او زیاتوي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG