د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرنايي کې د سکرو کان کې په چاودنه کې ۶ کارکوونکي وژل شوي دي


په بلوچستان کې په یوه کان کې تر چاودنې وروسته مزدوران ژغورل کېږي - پخوانی انځور.
په بلوچستان کې په یوه کان کې تر چاودنې وروسته مزدوران ژغورل کېږي - پخوانی انځور.

د بلوچستان د هرنايي په ښارګه کې د سکرو په کان کې د ګیس جمع کېدو له وجې په چاودنه کې شپږ مزدوران وژل شوي دي.

د هرنايي انتظامي مشر سردار رفیق ترین د ډېسېمبر پر درېیمه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، پېښه د شنبې (خالي) پر ورځ "سهار ۱۰ نیمې یا ۱۱ بجې شوې ده. شپږ کان کیندونکي د کار لپاره کان ته شوه (ښکته) شوي ول. په کان کې ګیس وو" چې پکې چاودنه وشوه.

ترین وویل، د پېښې لامل به تر پلټنو وروسته معلومېږي خو زیاته یې کړه چې د لېویز ځواک او د ناورینونو پرضد د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته ورورسېدې او له کانه یې مړي وایستل.

ترین زیاته کړه چې د پېښې بشپړې پلټنې کوي او هر چا چې غفلت کړی وي، پرضد یې قانوني اقدامات کوي.

هرنايي د بلوچستان یو له هغو پښتون مېشتو سیمو ده چې پکې د سکرو یا کویلې کانونه موجود دي او زیاتره کارکوونکي یې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي وي.

دا په تېره یوه اوونۍ کې په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې درېیمه پېښه ده چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.

تر دې مخکې، د نومبر پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا د اورکزیو په ډولۍ سیمه کې د سکرو په کان کې د ګیس جمع کېدو له کبله په چاودنه کې نهه کان کیندونکي ووژل شول او څلور ټپیان شول.

داراز، د نومبر پر ۲۷مه هم د اورکزیو په شېخانو کې د سکرو په کان کې د اکسیجن کموالي له وجې دوه کارکوونکي مړه شوي ول. د کان کیندونکو د ټولنې یوه مخکښ غړي عابد یار مشال راډیو ته ویلي ول چې دواړه کارکوونکي د شانګلې اوسېدونکي ول.

په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي چې لامل یې د حفاظتي معیارونو له پامه غورځول بلل کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د کان کیندونکو د اتحاديې مشر علي باش خان د نومبر پر ۲۷مه مشال رېډيو ته ویلي ول د کويلې په کانونو کې دا ډول پېښې نه يوازې د ټېکېدارانو بلکې اړونده سرکاري چارواکو د لاپرواهۍ له امله کېږي.

د ده په وينا، چارواکي او د کانونو مالکان بايد د کان کیندونکيو د خونديتوب لپاره پر حفاظتي تدابیرو عمل باوري کړي.

پر هم هغه ورځ د سکرو د کانونو چارو مشر انسپکټر فضل رازق مشال راډیو ته ویلي ول چې د هغو کانونو مشرانو ضد به کاروايي کوي چې د کارکوونکو د تحفظ معیارونه له پامه غورځوي.

په کانونو کې زیاتره پېښې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کېږي چې پکې زیاتره وژل شوي او ژوبل د خیبر پښتونخوا د شانګلې سيمې وي.

د پاکستان د سکرو کان کیندونکو وفاقي ټولنې عمومي سېکرټر لالا سلطان د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، په ۲۰۲۲ز کال کې په پاکستان کې په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۵۵ مزدوران وژل شوي چې ورڅخه یې ۸۶ یوازې د بلوچستان په کانونو کې مړه شوي دي.

د ده په خبره، په ۲۰۲۱ز کال کې د هغه هېواد د سکرو په کانونو کې په پېښو کې ۲۳۷ کان کیندونکي وژل شوي ول او تر ۳۰۰۰ زیات ژوبل ول.

XS
SM
MD
LG