د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د سکرو کان نړېدو پېښه کې اووه کانکېندونکي مړه شوي


بلوچستان کې د سکرو کانکېدونکی (ارشيف)
بلوچستان کې د سکرو کانکېدونکی (ارشيف)

له کوټې څخه ۶۰ کلومیټره ليرې ختيځ لور ته په ډیګاري سيمه کې نن [د مارچ پر ۲۰مه] د سکرو (کويلې) کان نړېدو پېښه کې اووه کانکېندونکي مړه شوي. په کان کې هغه وخت ناببره پېښه رامنځ ته شوه کله چې کانکېندونکي د سکرو په را ايستلو بوخت ول.

په کوټه کې د کانونو د څار مشر چارواکی شفقت فیاض وايي چې په پېښه کې د وژل شويو کانکېندونکو تعلق له ډیګاري او مچ سره دی. د نوموړي په وينا د پېښې لامل لا تر دې دمه نه دی څرګند شوی خو په اړه يې پلټنې روانې دي.


بلخوا په پاکستان کې د سکرو د کانکېندونکو د اتحاديې عمومي منشي سلطان خان ويلي چې نن (د مارچ ۲۰مه) د جمعې ورځ وه او په عمومي ډول کانکېندونکي رخصت وي. د نوموړي په وينا دا پلټنه دې هم وشي چې کان کېندونکي چا مجبوره کړي چې د جمعې په ورځ کار وکړي.

د سلطان خان په وينا له لومړنيو معلوماتو څخه داسې ښکاري چې په کان کې د ګېس جمع کېدو له امله چاودنه شوې وي او کان نړېدلی وي.


دا لومړی ځل نه دی چې په بلوچستان کې د سکرو په کان کې چاودنې کاريګر وژلي بلکې تر دې وړاندې هم په وار وار دا ډول پېښې رامنځ ته شوي چې د کان کېندونکو د مرګ ژوبلې سبب شوي.

XS
SM
MD
LG