د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د سکرو کانونو د نړېدو په پېښو کې ۳ کانکېندونکي مړه شوي دي


په بلوچستان کې په ګڼو کانونو کې د ناسمو او کمو حفاظتي تدابیرو له کبله کانکېندونکو ته مرګژوبله اوړي.
په بلوچستان کې په ګڼو کانونو کې د ناسمو او کمو حفاظتي تدابیرو له کبله کانکېندونکو ته مرګژوبله اوړي.

د بلوچستان پښتون مېشته ښار دوکۍ کې د سکرو د کانونو د نړېدو په دريو جلا جلا پېښو کې ۳ کانکېندونکي وژل شوي دي.

تازه پېښه د نومبر پر لومړۍ او دوې پېښې د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه شوې دي. په وژل شويو کسانو کې يو د لورالايي (بوري)، يو د خيبر پښتونخوا د سوات او درېیم هغه د افغانستان اوسېدونکی دی.

د پاکستان د سکرو کانونو د اتحاديې يو مشر سلطان لالا د نومبر پر لومړۍ نېټه مشال رېډيو ته وويل چې دا پېښې ځکه رامنځته کيږي چې د ده په خبره، د کانونو ټېکداران د کانکېندونکو د خونديتوب لپاره هغوی ته هېلمټې او نور حفاظتي سامان و الات نه ورکوي.

کانونو ټېکه دارانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو د پاکستان کوېلې کانونو د اتحاديې د شمېرو له مخې په دې هېواد کې سږ کال ۱۳۰ کسان د کانونو نړېدو په پېښو کې وژل شوي دي. په ۲۰۲۱ز کال د وژل شویو کانکېدونکو شمېر ۲۳۷ وږ او ۳،۰۰۰ ټپیان ول.

د بلوچستان له کویلې او نور معدن څخه ډکه صوبه او د سکرو او نور معدنو کان-کیندونکو شمېر څه نا څه یولک ۵۰ زره دی چې بیا بیا د صوبې په ګڼو کانونو کې د ناسمو او کمو حفاظتي تدابیرو له کبله له مرګونو او ژوبلېدو سره مخامخېږي.

د پاکستان بشري حقوقو کمیشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په بلوچستان صوبه کې د کویلې کان-کیندونکي په ډېر خطرناک چاپېریال کې کار کوي خو د خوندیتوب لپاره یې د کارګرانو نړیوال سازمان د قانون له مخې عمل نه کېږي.

په کوټه کي د بشري حقوقو کمیشن د بلوچستان څانګي مشر حبیب طاهر ایډوکیت په وینا که پر قانون عمل وشي نو په صوبه کې به کان کیندونکو ته د رسېدونکو زیانونو کچه راټیټه شي.

XS
SM
MD
LG