د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ۳ کان کيندونکي وژل شوي دي


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

د بلوچستان چارواکي وايي وسله والو په مارواړ سيمه کې درې کان کېندونکي وژلي دي.

د صوبايي چارواکو له خوا مشال رېډيو ته لېږلو شوو معلوماتو ترمخه د اګست پر ۲۴مه له کوټې شاوخوا ۶۰ کلوميتره ليرې د شمال ختيځ طرف ته د مارواړ په غرنۍ سيمه کې وسله وال په کان کېندونکو تر ډزو کولو وروسته تښتېدلي دي.

تراوسه د پيښې زمه واري چا نه ده منلې. بل پلو ځاي ليويز اهلکارو د وژل شويو کسانو مړي کوټې ته وړي چې شناخت یې د خیبر پښتونخوا د شانګلې او د کوټې سره ښودل کيږي. د چارواکو په وينا دا مړي خپلو کلو ته ليږل شوي دي.

د شانګلې ګڼ شميرخلک د خيبرپښتونخوا د دره ادم خيل سيمې تر څنګ په سيند او بلوچستان صوبو کې د کويلې په کانونو کې کار کوي.

د پاکستان کان کیندونکیو اتحادیې په وينا، شانګلې ته اوسطا هره میاشت د کانکیندونکيو له درېو تر پينځو پورې مړي راوړل کېږي. يوازې په ۲۰۲۰ز کال کې د پاکستان په مختلفو برخو کې د سکرو په کانونو کې د پېښو له کبله ۱۸۶ کسان وژل شوي وو چې ۹۳ پکې د شانګلې ول.

د پاکستان کانکیندونکیو اتحادیې مرکزي سیکرېټري سرزمين افغاني د روان کال په مې مياشت کې مشال راډيو ته ويلي ول چې د دوی د راغونډې کړو شميرو ترمخه، د پاکستان د مختلفو سیمو په کانونو کې په تېرو۳۰ کلونو کې په شوو پېښو او چادونو کې له۴۵۰۰ زيات کانکیندونکي وژل شوي دي چې پکې ۳،۷۰۰ پورې د شانګلې، بر دير او سوات ول.

XS
SM
MD
LG