د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سینده ۷۰ افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي


په کراچۍ کې نيول شوي افغانان په بس کې لېږدول کېږي- انځور له ارشيفه
په کراچۍ کې نيول شوي افغانان په بس کې لېږدول کېږي- انځور له ارشيفه

د پاکستان په سیند صوبه کې په تېرو څه د پاسه څلورو مياشتو کې نيول شوي ۷۰ افغانان په بسونو کې خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

په کراچۍ کې د هغو افغانانو وکيلې منيزې کاکړ د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې هغوی د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور په زندانونو کې ول.

دې وویل، عدالت د ۲۸۸ نورو افغانانو د خوشې کولو او افغانستان ته د ستنولو حکم هم کړی دی چې ډېر ژر به خپل هېواد ته ستانه شي.

منيزه کاکړ وايي چې د دې له کوښښ باوجود هم په زندانونو کې د افغانانو د ساتلو او جرمانو اندازه زیاته شوې ده. "په کراچۍ کې پولیس اوس افغانان د ډېر وخت لپاره په زندان کې ساتي. جرمانې هم پرې ډېرې لګوي. دا جرمانه ۱۰،۰۰۰ روپۍ ده چې يوه لویه ستونزه ده ځکه چې نيول شوي خلک دومره ډېرې پیسې نه لري."

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې چې طالبانو د حکومت واګي په خپلو لاسونو کې واخیستل نو له هغه وخت راهیسې اقتصاد خراب شوی او روزګار کم شوی دی.

سیند صوبې ته زیاتره تللیو افغانانو مشال راډيو ته ویلي چې هلته د روزګار په لټه او یا هم د بېلابېلو ناروغيوو درملنې لپاره ورغلي دي.

د بغلان اوسېدونکي مولا داد له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، "په افغانستان کې د بدو حالاتو له امله پاکستان ته راغلی وم. څلور مياشتي مې په زندان کې تېرې کړي. د جېل چارواکو پوليسو پیسې او موبايل راڅخه واخیستل. دلته له افغانونو سره ډېر ظلم روان دی."

د سیند پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې هلته غيرقانوني خلک نه پرېږدي او بیرته یې خپلو هېوادونو ته لېږدوي. پولیسو داراز ویلي دي چې هغه کسان هم ګرفتاروي چې په جرمونو کې ککړ وي.

په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ استازي ګل الدين مشال راډيو ته ويلي چې د سیند له چارواکو سره یې په دې اړه خبرې کړې دي او د خوشې شويو افغانانو د ستنولو انتظام یې کړی دی.

په سیند کې ګڼ افغان کډوال نیول شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:31 0:00

د نيول شويو افغانانو وکيله منيزه کاکړ وايي چې په تېرو دوو مياشتو کې ۴۰۰ افغانان افغانستان ته لېږدول شوي خو نېږدې ۲،۰۰۰ په زندان کې دي. د هغې په وينا، ځينې داسې کسان هم نيول شوي چې قانوني اسناد لري. خو د سیند صوبې چارواکو په دې اړه څه نه دې ويلي.

پښتون ژغورنې غورځنګ چې د هغو افغانانو د خوشې کولو لپاره یې مظاهرې کړي دي، تور پورې کوي چې په سيند کې دا نيونې د تعصب له مخې کېږي. په کراچۍ کې د غورځنګ مشر نور الله ترين مشال راډيو ته ويلي چې په ګرفتارو کې ښځې او ماشومان هم دي چې ژرترژره بايد خلاص شي.

XS
SM
MD
LG