د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرنايي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ د ناامنۍ ضد لاریون شوی دی


د جنورۍ پر ۱۵مه مظاهرې ته د پي ټي اېم ترڅنګ د یوشمېر سیاسي ګوندونو غړي او پلویان هم ورغلي ول.
د جنورۍ پر ۱۵مه مظاهرې ته د پي ټي اېم ترڅنګ د یوشمېر سیاسي ګوندونو غړي او پلویان هم ورغلي ول.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه هرنایي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مشرۍ د "ولسي امن پاڅون" په نوم لاریون او مظاهره شوې ده.

په احتجاج کې د غورځنګ د مرکزي او صوبايي مخکښه مشرانو تر څنګ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل پارټۍ او ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) سیاستوالانو او لسګونه ولسي وګړو هم ګډون وکړ.

د لاریون منتظمین وايي، مظاهرچیان د جنورۍ پر ۱۵مه د هرنايي له بېلابېلو سړکونو تېر شول چې موخه یې پر حکومت د امنیت ټینګښت لپاره فشار اچول دي.

مظاهرچیانو د لاریون پر مهال د ناامنۍ ضد نعرې وهلې او له حکومته یې غوښتل چې د پښتنو په سیمه کې دې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات وکړي، د باج غوښتو مخنیوی دې وکړي، کاروباریانو ته دې تحفظ ورکړي او د پي ټي اېم د مخکښه مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر په ګډون دې ټول بندي فعالان خوشې کړي.

مظاهرچیانو پر حکومت ټینګار وکړ چې په هرنايي کې دې امنیت ټینګ کړي - د جنورۍ ۱۵مې انځور.
مظاهرچیانو پر حکومت ټینګار وکړ چې په هرنايي کې دې امنیت ټینګ کړي - د جنورۍ ۱۵مې انځور.

لاریونوالو داراز له حکومته غوښتنه کړې ده چې تېر کال په هرنايي کې د سیاسي فعال خالقداد بابړ په وژنه کې ککړ کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري.

د نوموړي د وژنې پر ضد د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې او په هرنايي کې شاوخوا دوه میاشتنۍ ناسته شوې وه چې بیا تر حکومتي ډاډ وروسته پای ته ورسېده.

د هرنايي په خوست (کوسټ) سيمه کې پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې د اګست پر ۱۴مه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ضد د مظاهرې پر مهال د عوامي نیشنل ګوند یو ځايي غړی خالقداد بابړ په ډزو کې ووژل شو او اووه کسان ژوبل شول.

مظاهرچیانو ویلي ول چې امنیتي ځواکونو ورباندې ډزې وکړې چې پکې مرګژوبله وشوه، خو امنيتي ځواکونو دعوه کړې وه چې بابړ د وسلوالو په ډزو کې وژل شوی وو.

هغه وخت پوځ ویلي ول چې د اګست ۱۳مې او ۱۴مې ترمینځ شپې مهال وسلوالو د هرنايي په خوست کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ او چې هغوی کله وسلوال محاصره کړل نو په ډزو کې يې دوه سرتېري ووژل شول او یو پوځي افسر ژوبل شو.

خو فعالانو او ځايي خبریالانو پر هغه ورځ ویلي ول چې شپې مهال د پوځیانو په ډزو کې دوه ځايي کسان ژوبل شوي ول. د همدې پېښې پر ضد د اګست پر ۱۴مه مظاهره شوې وه چې پکې د ګډونوالو په وینا، د پوځ په ډزو کې بابړ ووژل شو او اووه کسان ژوبل شول. تر هغې یوه ورځ وروسته په خوست کې پرلت پیل شو.

تر دې وروسته حکومت د بابړ د وژنې د پلټنو او پکې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو ژمنه وکړه چې ورسره ۵۲ ورځنی پرلت پای ته ورسېد.

د پي ټي اېم فعالان له انتظامیې غواړي چې د هرنايي اوسېدونکو ته دې د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي. دوی وايي، هغه سیمه د سکرو لویې زېرمې لري خو ځايي خلک یې له ګټې بې برخې دي.

د بلوچستان په هرنایي سیمه کې وخت پر وخت د ناامنۍ پېښي کېږي چې پوځیان او عام وګړي پکې په نښه کېږي.

موږ د هرنايي د لاریونوالو د غوښتنو په اړه په بلوچستان اسمبلۍ کې د سیمې د استازي او د عامي روغتیا د انجینرۍ څانګې له وزیر نور محمد دومړ سره رابطه وکړه خو ټېلېفون یې بند وو. موږ نوموړي ته پیغام هم پرېښود خو د دې رپورټ تر بشپړېدو پورې یې ځواب را نه کړ.

البته د هرنايي انتظامیه او د بلوچستان حکومت تر دې مخکې ویلي دي، د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او د دې لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

په هغه ښار کې لاریون پر داسې مهال کېږي چې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې پرضد یې د احتجاجونو، جرګو، ولسي غونډو او لاریونونو سلسله پیل شوې ده.

خو د پاکستان پولیسو او امنیتي ځواکونو ویلي دي چې د وسلوالو ضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG