د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکومت لخوا د امنیت ټینګښت تر ډاډ وروسته د واڼې پرلت پای ته رسېدلی


په واڼه کې د سیاستوالانو او فعالانو په ګډون ګڼ ولسي وګړي هم په احتجاج دي - د جنورۍ ۱۰مې انځور.
په واڼه کې د سیاستوالانو او فعالانو په ګډون ګڼ ولسي وګړي هم په احتجاج دي - د جنورۍ ۱۰مې انځور.

د "وزیرستان ولسي پاڅون" مشرانو د امنیت ټینګښت تر ډاډ وروسته په واڼه کې خپل اووه ورځنی پرلت پای ته رسولی دی.

د احتجاجي ناستې مشرانو د جنورۍ ۱۲مې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې د انتظامیې او پولیسو چارواکو یې ۱۰ واړه غوښتنې منلې دي او د امنیت لپاره یې اقدامات پیل کړي دي.

دوی وویل، پولیسو د واڼه د امنیت لپاره پوستې لګولې دي او د وسلو پر ګرځولو او د تورو ښیښو پر ګاډو یې هم بندیز لګولی دی.

دوی زیاته کړه چې چارواکو ورسره ومنله چې پر انګور اډه د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې برابروي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شبیر حسین شاه د جنورۍ پر ۱۲مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې په واڼه کې به هېڅوک بې له لایسنسه د وسلې ګرځولو ته نه پرېږدي.

ده زیاته کړه چې د امنیت ټینګښت لپاره نور اقدامات وخت نیسي چې د ده په وینا، " چارواکي ورته ژمن دي."

د "وزیرستان ولسي پاڅون" په نوم د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجي ناسته د جنورۍ پر شپږمه د یوشمېر سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښه فعالانو او پلویانو په مشرۍ تر مظاهرې وروسته پیل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په ډېسېمبر کې د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې ضلعې ته "ګڼ وسلوال ورغلي" دي. له دې پرته په وروستیو میاشتو کې په هغه ضلع کې پر پولیسو او پوځ وسلوال بریدونه زیات شوي دي او امنیتي ځواکونه وايي، عملیاتو ته یې هم دوام ورکړی دی.

احتجاجیان په واڼه کې پر بایپاس چوک ناست وو او د اېف سي ځواک کیمپ ته تلونکې لاره یې هم تړلې وه. دوی ویلي وو چې تر څو حکومت د امنیت ټینګښت په اړه لیکلی ډاډ نه وي ورکړی، ناستې ته دوام ورکوي.

پرلتوالو حکومت ته د امنیت ټینګښت په تړاو د ۱۰ غوښتنو نوملړ ورکړې وې.

په غوښتنو کې په سیمه کې د امنیت ټینګښت، په واڼه کې د "ښو طالبانو دفترونه" ختمول، پر هر ډول وسلو لرلو بندیز، د تورو ښیښو لرونکو ګاډو پر ګرځولو بندیز او په انګور اډه کې په شناختي کارډ د تګ راتګ اجازت ورکول شامل دي.

په پاکستان کې له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسله وال طالبان چې په افغانستان کې بریدونه کوي اصطلاحاً "ښه طالبان" او چې په پاکستان کې حملې کوي، "بد طالبان" بلل کېږي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې نه یوازې دا اصطلاح رد کړې او ناسمه یې بولي بلکې زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.

انتظامي او امنیتي چارواکي دا نه مني چې ګواکې په سیمه کې وسلوال دفترونه لري او زیاتوي چې پوځ او پولیس د امنیت ټینګښت لپاره په ګډه اقدامات کوي.

د واڼه مظاهرچیانو د جنورۍ پر ۱۰مه د اېف سي کیمپ پر لوري تلونکې لاره وتړله.
د واڼه مظاهرچیانو د جنورۍ پر ۱۰مه د اېف سي کیمپ پر لوري تلونکې لاره وتړله.

د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومت په وروستیو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو ضد عملیاتو ته هم دوام ورکړی دی.

د ۲۰۲۲ز کال د نومبر په پای کې د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د اوربند له ختمېدو راهیسې، پر پولیسو او پوځیانو بریدونه زیات شوي دي.

هلته د پاکستان پولیسو او امنیتي ځواکونو هم ویلي دي چې د وسلوالو ضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې له اوړي راهیسې د ناامنۍ او هدفي وژنو ضد پراخ پاڅونونه، لاريونونه او احتجاجونه شوي دي.

د خيبر پښتونخوا پولیسو په خپل کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ز کې ورباندې ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. په راپور کې زیاته شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر ۳۱مه وويل چې په ۲۰۲۲ز کال کې یې په پاکستان کې ټولې ۳۶۷ حملې کړې دي چې پکې یې سلګونه پوځیانو، پولیسانو، د استخباراتي ادارو کارکوونکو او د حکومت ملاتړیو امن کمېټیو غړو ته مرګژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG