د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هرنايي مظاهره چیانو تر حکومتي ډاډ وروسته پرلت ځنډولی دی


د هرنايي په خوست کې پرلت د اګست پر ۱۵مه تر هغې یوه ورځ وروسته پیل شو چې د مظاهرې پر مهال یو سیاسي فعال ووژل شو.
د هرنايي په خوست کې پرلت د اګست پر ۱۵مه تر هغې یوه ورځ وروسته پیل شو چې د مظاهرې پر مهال یو سیاسي فعال ووژل شو.

د بلوچستان د هرنايي په خوست (کوسټ) کې احتجاجیانو د غوښتنو د منل کېدو تر حکومتي ډاډ وروسته خپل ۵۲ ورځنی پرلت تر یوې میاشتې پورې ځنډولی دی.

د هرنايي په خوست (کوسټ) سيمه کې پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې د اګست پر ۱۴مه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ضد د مظاهرې پر مهال د عوامي نیشنل ګوند یو ځايي غړی خالقداد بابړ په ډزو کې ووژل شو او اووه کسان ژوبل شول.

مظاهره چیانو ویلي ول چې امنیتي ځواکونو ورباندې ډزې وکړې چې پکې مرګژوبله وشوه، خو امنيتي ځواکونو دعوه کړې وه چې بابړ د وسله والو په ډزو کې وژل شوی وو.

پوځ ویلي چې د اګست ۱۳مې او ۱۴مې ترمینځ شپې مهال وسله والو د هرنايي په خوست کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ او چې هغوی کله وسله وال محاصره کړل نو په ډزو کې يې دوه سرتېري ووژل شول او یو پوځي افسر ژوبل شو.

خو فعالانو او ځايي خبریالانو پر هغه ورځ ویلي ول چې شپې مهال د پوځیانو په ډزو کې دوه ځايي کسان ژوبل شوي ول. د همدې پېښې پر ضد د اګست پر ۱۴مه مظاهره شوې وه چې پکې د ګډونوالو په وینا، د پوځ په ډزو کې بابړ ووژل شو او اووه کسان ژوبل شول. تر هغې یوه ورځ وروسته په خوست کې پرلت پیل شو.

د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار میر ضیا لانګو او د جمعیت علمای اسلام (ف) د اسمبلۍ غړی اصغر خان ترین د اکتوبر پر څلورمه خوست ته ورغلل او هلته یې له پرلتوالو سره د احتجاج پر ختمولو خبرې وکړې.

دا تر هغې وروسته ده چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه له هرنايي څخه لسګونه پرلتوال کوټې ته ورغلل او هلته یې د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته مظاهره وکړه.

ترین د اکتوبر پر پینځمه د لانګو په استازیتوب مشال راډیو ته وویل چې حکومت د بابړ کورنۍ ته ۱۵ لکه روپۍ او د مظاهرې پر مهال ژوبلو شویو ته پینځه، پینځه لکه روپۍ ورکړې دي او د هغې پېښې مقدمه یې هم دایره کړې ده.

دی زیاتوي، حکومت د پرلتوالو د مشرانو په مشوره د میر ضیا لانګو په مشرۍ یوه کمېټه جوړه کړې چې به په یوه میاشت کې یوشمېر نورې غوښتنې پوره کوي.

د پرلتوالو په غوښتنو کې د اګست پر ۱۴مه د مظاهرې پر مهال د ډزو او مرګژوبلې د پېښې مقدمه درجول، خالقداد بابړ په رسمي توګه شهید ګرځول او د هغه کورنۍ ته معاوضه ورکول، له ولسي ابادۍ څخه د امنیتي ځواکونو پوستې غرونو ته اېستل او د ضلعي انتظامیې په کارونو کې د امنیتي ځواکونو د مداخلې مخنیوی شامل دي.

د هرنايي په خوست کې د پرلتوالو د کمېټۍ مشر او د ملي جمهوري غورځنګ صوبايي مشر احمد جان وايي، د هرنايي له ښاري برخو څخه د سرحدي سرتېرو د پوستو د لیرې کولو تر څنګ له خلکو څخه د باج اخیستو غوښتنې لا نه دي منل شوې چې ورباندې به له حکومتي کمېټۍ سره په ګډه کار کوي.

د اګست پر ۱۵مه د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې په مظاهرو او د هرنايي په پرلت کې د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ملي جمهوري غورځنګ په ګډون یوشمېر سیاسي ګوندونو برخه اخیستې وه.

هرنايي د بلوچستان په هغو سیمو کې شامله ده چې د سکرو لویې زېرمې لري او هلته په تېرو وختونو کې بلوڅ ملتپاله بېلتونپالو وسله والو په بیا بیا پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي او همدا لامل دی چې حکومت د امنیت لپاره د سرحدي سرتېرو پوستې جوړې کړې دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG