د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هرنايي پرلتوالو د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره کړې


د هرنايي ځايي ولس د اګست له ۱۵مې د خالقداد بابړ د وژنې او امنيتي ځواکونو د موجوديت پر ضد احتجاجي پرلت پیل کړی دی ــ پخوانی انځور
د هرنايي ځايي ولس د اګست له ۱۵مې د خالقداد بابړ د وژنې او امنيتي ځواکونو د موجوديت پر ضد احتجاجي پرلت پیل کړی دی ــ پخوانی انځور

د بلوچستان له هرنايي څخه ورغليو لسګونو احتجاج کوونکو د صوبايي اسمبلۍ مخې ته مظاهره کړې ده.

د سېپټېمبر پر ۲۹مه مظاهره چيانو غوښتنه وکړه چې حکومت د اګست پر ۱۴مه د هرنايي په خوست کې تر شوې پېښې وروسته له ولس سره کومې ژمنې کړې دي، د هغوی سرکاري اعلاميه دې خپره کړي.

د هرنايي په خوست (کوسټ) سيمه کې پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې د اګست پر ۱۴مه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ضد د مظاهرې پر مهال د عوامي نیشنل ګوند یو ځايي غړی خالقداد بابړ په ډزو کې ووژل شو او اووه کسان ژوبل شول. مظاهره چیان وايي چې امنیتي ځواکونو ورباندې ډزې وکړې چې پکې مرګژوبله وشوه، خو امنيتي ځواکونه ادعا کوي چې بابړ د وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

پوځ ویلي چې د اګست ۱۳مې او ۱۴مې ترمینځ شپې مهال وسله والو د هرنايي په خوست کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ او چې هغوی کله وسله وال محاصره کړل نو په ډزو کې يې دوه سرتېري ووژل شول او یو پوځي افسر ژوبل شو.

تر هغې پېښې وروسته د اګست پر ۱۵مه ځايي ولس د خالقداد بابړ د وژنې او هلته د ځای پر ځای شويو امنيتي ځواکونو ضد احتجاجي پرلت پیل کړ چې لا هم دوام لري.

د بلوچستان د کورنيو چارو سلاکار مير ضيا الله لانګو د سېپټېمبر پر ۲۹مه د بلوچستان اسمبلۍ غونډې ته وويل چې هغه له سيمې څخه له منتخب غړي او صوبايي وزير نور محمد دومړ سره يو ځای په هرنايي کې له پرلتوالو سره خبرې کړې دي.

د نوموړي وينا وه چې د پرلتوالو پر غوښتنه پوليسو د ځايي وګړي د وژنې ضد اېف ای ار درج کړی دی.

لانګو وویل چې پېښه کې د ژوبل شويو کسانو درملنه په حکومتي لګښت د کراچۍ په اغا خان روغتون کې روانه ده. نوموړي دا هم وويل چې د خالقداد بابړ د کورنۍ لپاره يې ۱۵ لکه او د ژوبلو کسانو د کورنيو لپاره يې پينځه، پينځه لکه روپۍ ايښې دي.

لانګو پر دې مهال زياته کړه چې د پرلتوالو ځينې غوښتنې له امنيتي ادارو سره تړلې دي خو هغه وويل چې ستونزې يو داسې حل به راباسي چې د سيمې خلک هم مطمين شي او د سيمې پر امنيت هم څه ډول منفي اغېز ونه شي.

د اسمبلۍ د غونډې پر مهال مرستيال سپيکر سردار بابر موساخېل وويل چې د کورنيو چارو وزارت او نور اړونده سرکاري چارواکي دې له پرلتوالو سره کښېني او د هغوی ستونزې دې هوارې کړې.

پرلتوال غوښتنه کوي چې د پېښې د پلټنو لپاره دې عدالتي کميسيون جوړ کړل شي، د خوست په ګډون دې د هرنايي له نورو سيمو څخه امنيتي ځواکونه و ایستل شي، د ضلعې واک دې انتظامي چارواکو ته وسپارل شي او خالقداد بابر دې په سرکاري توګه شهيد ومنل شي او د هغه کورنۍ ته دې د شهيدانو مراعات ورکړل شي.

د هرنايي پرلتوالو ته د عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ، ملي جمهوري غورځنګ او جمیعت علما اسلام مشران هم په وار وار ورغلي او په خپلو ويناوو کې يې د ځايي ولس د غوښتنو ملاتړ کړی دی.

بلخوا د بلوچستان حکومت د احتجاج کوونکو له غوښتنو وروسته د کورنیو چارو سلاکار میر ضیا الله لانګو په مشرۍ کې د پېښې د پلټنو لپاره یوه کمیټي جوړه کړې ده چې د حکومت په خبره کار یې دوام لري.

تر هغې وړاندې، صوبايي وزیر نور محمد دومړ د سېپټېمبر پر دویمه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت د هرنايي د پرلتوالو زیاتره غوښتنې منلې دي. د ده په وینا، دا سیاسي ګوندونه یوازې د خپلو ګټو لپاره احتجاجونه کوي، خو د بلوچستان د پښتنو ملتپالو ګوندونه ويلي چې هغوی پر خپله سيمه د ولس د امنيت خوندي کولو لپاره په شریکه احتجاج پيل کړی دی.

XS
SM
MD
LG