د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ کې د هرنايي پر پېښه تحریک التوا جمع شوی


د هرنايي د پېښې پرضد د اګست پر ۱۵مه د بلوچستان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وشوې. د ۱۵م اګست انځور
د هرنايي د پېښې پرضد د اګست پر ۱۵مه د بلوچستان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وشوې. د ۱۵م اګست انځور

د بلوچستان هرنايي پېښې پر ضد پرلت دوام لري او په دې اړه په صوبايي اسمبلۍ کې تحريک التوا جمع شوی دی.

د هرنايی د کوسټ (خوست) سيمې اوسېدونکو نن د اګست پر ۱۶مه نېټه درېيمه ورځ هم د "امنيتي ځواکونو په ډزو کې" د ولسي وګړو د مرګژوبلې د پېښې پرضد روان پرلت ته دوام ورکړی دی.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړو د دې پېښې په اړه د اګست پر ۱۵مه په بلوچستان اسمبلۍ کې تحريک التوا جمع کړی.

د تحریک التوا وړاندې کولو پروخت د اې اېڼ پي پارليماني مشر اصغر خان اڅکزي غوښتنه وکړه چې د داسې پېښو مخنيوي لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

نوموړي وويل چې د پېښې پرضد خلک احتجاج کوي خو د ده په ادعا،"پوليس د ککړو کسانو پرضد له اېف ای ار درجولو انکار کوي."

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړي نصرالله زيري د تحريک حمایت وکړ او له سپیکره يې وغوښتل چې ورباندې دې سمدستي بحث وشي. خو سپیکر دريځ خپل کړ چې د حکومتي سلاکار ضیا لانګو د نه شتون له کبله پر تحریک بحث نه شي کېدای. د هغه د دې خبرې پرضد نصرالله زيري د اسمبلۍ له غونډې د احتجاج په توګه ووت.

د کوسټ احتجاجیانو د وژل شوي خالقداد بابړ مړی په يو اېمبولانس کې د پرلت په ځای کې د احتجاج په توګه اېښی او له حکومته غوښتنه کوي چې د دې پېښې عدالتي پلټنې دې وکړي.

د عوامي نېشنل ګوند د هرنايي مشر ولي داد د اګست پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې د اګست پر ۱۳مه او ۱۴مه اګست ترمينځ شپې مهال وسله والو په کوسټ کې پر امنيتي پوسته بريد وکړ چې په ځواب کې پوځيانو ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې ځينې ولسي وګړي زخميان شول.

د دې پېښې پرضد د اګست پر ۱۴مه ځايي خلکو د پوځي کلا مخې ته مظاهره کوله چې د بلوچستان عوامي پارټۍد غړي ملک روح الله ترين په وينا، پوځ ډزې وکړې چې پکې يوکس ووژل شو او يوشمېر زخميان شول.

وژل شوی کس د عوامي نېشنل پارټۍ غړی وو چې د وژنې پرضد يې ګوند د اګست پر ۱۵ مه د هرنايي په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه وکړل.

په دغو مظاهرو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جميت علما اسلام (فضل الرحمن) د ملي جمهوري غورځنګ، تحریک انصاف، بلوڅ ملتپالو ګوندونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او غړو ګډون وکړ.

تر ټولو لوی احتجاج په هرنايي کې شوی دی. دلته په شوې مظاهره کې احتجایانو بېنرونه په لاسونو کې نيولي د ښار په بازار کې تېر شول او وروسته يې جلسه وکړه. دې جلسې ته د اې اېن مشر صوبايی جنرل سيکټر محبت کاکا، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ماسټر شين ګل، د تحریک انصاف صدام ترين، د اېن ډي اېم احمد جان، جې يو ای (ف) مولوي عبدالخالق مري او د پي ټي اېم وهاب خان ويناګانې وکړې.

دوی پېښه وغندله او د عدالتي پلټڼو غوښتنه يې وکړه. دې ترڅنګ کوسټ سيمه چې پکې دا پېښه شوې، خلکو پرلت پیل کړی دی.

په ډزو کې ټپي شوي کسان د درملنې لپاره د کوټې روغتون ته ول شوي. د اګست ۱۴مې انځور
په ډزو کې ټپي شوي کسان د درملنې لپاره د کوټې روغتون ته ول شوي. د اګست ۱۴مې انځور

د پاکستان پوځ او صوبايي حکومت د امنيتي ځواکونو په ډزو کې د احتجاجيانو د مرګژوبلې په اړه لا څه نه دي ويلي.

موږ په دې اړه د حکومتي دريځ معلوملو لپاره له هرنايي څخه د صوبايي اسمبلۍ له غړي او صوبايي وزیر نور محمد دومړ سره د اګست پر ۱۴مه ماښام مهال د ټېلېفون له لارې د رابطې کوشش وکړ خو هغه ځواب و نه وايه. د دې ترڅنګ مو د هرنايي له ډپټي کمېشنر شفيق ترين سره هم د تماس نيولو هڅې بریالۍ نه شوې.

البته د پاکستان پوځ ویلي دي چې وسله والو د اګست پر ۱۳مه شپې ناوخته د هرنايي په کوسټ (خوست) سیمه کې د ځواکونو پر پوستې برید کړی وو.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۴مه ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د وسله والو برید شنډ کړ.

په بیان کې راغلي، وسله وال تر حملې وروسته "نېږدې غرونو ته وتښتېدل" او چې ځواکونو یې د "محاصره کولو" هڅه کوله نو په ډزو کې دوه سرتېري قیوم جاوېد او محمد عاطف ووژل شول.

بیان زیاتوي چې د دواړو خواوو ترمینځ په ډزو کې د پوځ یو افسر مېجر عمر ژوبل شوی دی.

خو د بلوچستان اعلاوزير پر پوځي پوسته وسله وال بريد غندلی دی. نوموړي د اګست پر ۱۴مې بیان کې ويلي چې د ده په وينا "ترهګرو" يو ځل بیا په نيمه شپه بريد کړی چې دا د غندنې وړ دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې په کوسټ سیمه کې پر پوستې کومې ډلې حمله کړې وه او چا یې ذمه واري هم نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG