د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجاب کې د استخباراتو ۲ افسران وژل شوي


د پنجاب په لاهور کې امنيتي ځواکونه د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه
د پنجاب په لاهور کې امنيتي ځواکونه د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه

د پنجاب صوبې په خانېوال کې وسله والو د پاکستان استخباراتي ادارې (ای ایس ای) ۲ افسران وژلي دي.

پاکستاني رسنيوو ليکلي چې وژل شوی یو کس نوید صادق دی چې په ملتان کې یې د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې (سي ټي ډي) د مرستيال مشر په توګه کار کاوه. بل وژل شوی تن ناصر بټ نومېده چې په همدغې اداره کې انسپکټر وو.

"د ترهګرۍ پر ضد کار د نوید صادق کار ستايلو لپاره"، د پاکستان ولسمشر عارف علوي د تېر کال په مارچ مياشت کې هغه ته تمغه شجاعت هم ورکړې وه. هغه مهال ويل شوي وو چې نوموړي په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې مشرتابه په اړه معلومات تر لاسه کړي او په پاکستان کې یې د دې ډلې او ځانمرګو بریدګور پر ضد زړور کار کړی دی.

د پاکستان کورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله د دغو دوو افسرانو وژل کېدل غندلي‌دي. نوموړي د جنورۍ پر درېيمه په يو بیان کې وويل چې په دې اړه یې د پلټنو امر کړی دی. هغه زیاته کړې چې په پنجاب کې د امن په خرابېدو او د ترهګرۍ ضد ادارې پر افسرانو ډزې د خفګان خبره ده. نوموړي زیاته کړې: "په پنجاب کې د امن و امان صورتحال د تشويش وړ دی. د داسې پېښو مخننوی پکار دي."

دوو ډلو د دې حملې ذمه واري منلې ده. د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې "د دوی خفیه ډلې دا برید کړی دی". د لشکر خراسان په نامه يوې بلې وسله والې ډلې هم رسنيوو ته په لېږلې بیان کې د دې حملې ذمه واري منلې ده. تر اوسه د دې ډلې په اړه ډير معلومات نشته. د پنجاب اعلا وزير پرويز الهی د جنورۍ پر درېيمه، پر ټويټر ليکلي چې په پېښه کې ذمه واره کسان به ډير ژر د قانون منګلو ته وسپاري. پرويز الهی زياته کړه چې په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو لپاره به ټول وسايل کاروي.

په پاکستان کې په دې وروستيوو کې حملې زیاتې شوې دي. د دیسمبر پر ۱۹مه، په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو ادارې دنننه بندي وسله والو ځيني اهلکار یرغمل کړل او بیا وروسته یې د امنيتي ځواکونو سره نښته وکړه.

د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې د بنو ترهګرۍ ضدا دا مرکز یې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د ۲۵ وسلوالو په وژلو او ۷ تسلېميدو وروسته ازاد کړی دی. پوځ‌ ويلي وو چې په نښته کې ۳ سرتېري هم وژل شوي دي. خو تحريک طالبان پاکستان ادعا کړې وه چې د دې جګړې په وخت یې ۲۰ پاکستاني‌کمانډو وژلي دي.

د يادونې ده چې د پاکستان وزيراعظم دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دیسمبر پر۳۰مه، د قامي سلامتیا کمېټې د غونډې پر مهال پرېکړه وشوه چې د وسله والو پرضد به کوټلي ګامونه اخیستل کيږي.

څيړونکی او خبریال عقيل یوسفزي مشال راډيو ته ويلي چې دا ځل وسله والو خپلې حملې په هراړخيزه توګه روانې کړې دي. هغه زیاته کړه چې وسله وال نه یوازېپر پوځيانو او پولیسو بریدونه کوي بلکې د استخباراتو اهلکار او همدراز د امنيتي ادارو ملاتړ کوونکي قومي مشران یې هم په نښه کړي دي.

XS
SM
MD
LG