د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر خلک وايي په تورخم د وېزو سختۍ یې کاروبار خراب کړی دی


په تورخم کې پاکستاني پوځيان له دروازې سره ولاړ دي - پخوانی انځور.
په تورخم کې پاکستاني پوځيان له دروازې سره ولاړ دي - پخوانی انځور.

د خيبر ضلعې اوسېدونکي وايي، پر تورخم د تګ راتګ لپاره د شرايطو سختيدل د دوی کاروبار خراب کړی نو ځکه دې دغلته اساني رامنځته شي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې یې ځينو وويل چې پخوا به یې د تورخم پر دروازه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په وړه کچه کاروبار کاوه، افغان وګړو سره به یې سامانونه وړل راوړل، ځینې کسان به یې په ټیکسي ګاډو کې پیښور ته وړل خو اوس چې په تورخم کې سختي جوړه شوې نو د دوی روزګار ورسره په ټپه ولاړ دی.

حضرت جان چې په وړه کچه یې کاروبار درلود، د جون په ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې پخوا به یې له يوې خوا بلې ته صابن، شیمپو، شنې چای او چاکلیټ وړل او ښه مزدوري به پکې پاتې کیده خو اوس پرې دا کار ودرېدلی دی. "دا هر څه راباندې بند شوي. ما به د ورځې له ۸۰۰ څخه تر ۹۰۰ روپيو پورې ګټلې، کور او بچي به مو پرې ساتل خو اوس د سختۍ له وجې هغومره افغانان پاکستان ته نه راځي."

پاکستان د افغانانو لپاره د پاسپورټ او وېزې درلودل لازمي کړې دي. د وېزې اخیستل هم د ځينو خلکو په وينا، اسانه نه دي نو ځکه د پخوا پرتله اوس پاکستان ته تلل سخت شوي دي.

یو ډرېور دین محمد مشال راډيو ته وويل چې افغانان به یې له تورخمه پېښور ته وړل خو اوس یې د دې کاروبار مزه نشته. "افغان سورلو سره زموږ روزګار تړلی وو. اوس چې په تورخم دروازه سختي ده نو سورلۍ نه راځي. زموږ ګاډي ورسره ودریدل. اوس دومره لږې پیسې ګټو چې د ګاډي پېټرول هم نه پرې کېږي. په کورونو کې مو سخت حالات دي. ماشومانو ته دوه وخته ډوډۍ نه شو پیدا کولی."

هغه له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه چې د پاسپورټ او وېزې شرايط اسانه کړي چې پاکستان ته د افغانانو ورتګ زیات او د ځايي‌ خلکو کاروبار ښه شي.

په تورخم کې یوه انتظامي چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هلته دغه سختي د پولې سمبالولو پالیسۍ لاندې جوړه شوې او د پاسپورټ او ویزې پرته چا ته اجازه نه شي ورکولی چې بغیر له اسنادو دې تګ راتګ وکړي او يا دې هم بې محصوله مالونه ورواوړي.

خو چارواکي زیاتوي‌چې په ځينو وختونو کې ډيرو ناروغو افغانانو ته بغیر له وېزې اجازه ورکوي چې پاکستان ته ورشي مګر دا رعايت د سوداګرو او روغو خلکو لپاره نه شې ورکولی.

XS
SM
MD
LG