د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب اسمبلۍ کې اپوزېشن غړو د وزیراعلی په خلاف عدم اعتماد تحريک جمع کړی


د پنجاب صوبايي‌اسمبلۍ وداني
د پنجاب صوبايي‌اسمبلۍ وداني

د پنجاب اسمبلۍ اپوزیشن ګوندونو د سپېکر، مرستيال سپېکر او وزيراعلی په خلاف د عدم اعتماد تحريک جمع کړی دی.‌

د دیسمبر پر ۱۹مه، په پنجاب اسمبلۍ کې تر ټولو لوی اپوزیشن ګوند، پاکستان مسلم لیګ (ن) تر څنګ پيپلز پارټۍ دا تحريک جمع کړ.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان تحريک انصاف مشر، عمران خان اعلان کړی چې د دیسمبر پر ۲۳مه به د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبليانې ماتوي. د هغه ګوند په پنجاب کې د وزیراعلی پرویز الهي له ګوند، مسلم ليګ (ق) سره شريک حکومت لري.

په پنجاب اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم لیګ (ن)‌ یو غړي میا مرغوب احمد مشال راډيو ته وویل چې د اسمبلۍ هېڅ غړی نه غواړي اسمبليانې ماتې شي. هغه زیاته کړه چې اوس بايد په اسمبلۍ کې پر دې تحريک رایه اچونه وشي.

تحریک انصاف ګوند د دیسمبر پر ۱۷مه پر رسمي ټوېټر پاڼه د عمران خان لنډ ويډيو پيغام خپور کړی وو چې پکې له هغه سره د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان او د پنجاب اعلا وزیر چودري پروېز الهي هم ناست ول. عمران خان وويل چې د اسمبلیو ماتولو موخه یو ځل بیا پر وفاقي حکومت فشار اچول دي په ملک کې یې د عامو انتخاباتو نېټې اعلانولو ته اړ کړي.

خو د مسلم ليګ (ن)‌ په مشرۍ ايتلافي حکومت د عمران خان غوښتنې رد کړې دي. د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مريم اورنګزېب د نوموړي د ويډيو پېغام وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل چې ټاکنې به په خپل ټاکلي وخت، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې کيږي.

د پنجاب اسمبلۍ ټولې چوکۍ ۳۷۱ دي او د اعلا وزیر د جوړېدو لپاره ۱۸۶ رایې پکار وي.

په پنجاب کې اپوزیشن ګوندونو د هغه صوبې اسمبلۍ ماتولو مخنيوي لپاره عدم اعتماد تحري راوړل غوره لار ګڼلې ده. په تحريک جمع کوونکو کې د پيپلز ګوند حسن مرتضی هم دی. هغه مشال راډيو ته وويل چې که څه هم په ظاهره خو د دوی د غړو شمېر په اسمبلۍ کې تر حکومتي غړيو زیات نه دی خو دوی به بریالي کيږي.

هغه زیاته کړه: "زموږ د حساب ترمخه، موږ سره غړي پوره دي خو تر دې مخکې ګورنر وزيراعلی ته ويلي چې پر هغه د اسمبلۍ د غړيو اعتماد نشته او پکار ده چې له اسمبلۍ د اعتماد رايه واخلي. نو ګورو چې وزيراعلی د اعتماد رايه پوره کوي او کنه. بیا به تر دې وروسته، د عدم اعتماد پر تحريک د رايو اچولو وار راځي."

XS
SM
MD
LG