د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران: که د انتخاباتو نېټه زر رانکړل شوه د پنجاب او پښتونخوا اسمبلۍ ماتوو


د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان: انځور له ارشیفه
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان: انځور له ارشیفه

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په ملک کې تر وخت وړاندې د عامو انتخاباتو لپاره له حکومت سره د مشروطو مزاکراتو وړانديز کړی دی.

عمران خان د ډېسېمبر پر دویمه په لاهور کې د ګوند غونډې ته په وينا کې وويل چې حکومت دې له دوی سره خبرو ته کښېني او د عامو انتخاباتو نېټه دې ورته وښايي او که داسې نه وي نو دوی به د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ماتې کړي.

ده وویل، "يا خو موږ سره کښېنئ او خبرې وکړئ او د عمومي ټاکنو نېټه راته راکړئ چې کله يې تاسو کول غواړئ او که داسې نه وي نو موږ به خپلې اسمبلۍ ماتې کړو."

بلخوا د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ ایتلافي حکومت په وار وار ویلي دي چې انتخابات به راتلونکی کال پر خپل ټاکلي وخت کيږي.

تحریک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په پنجاب کې په اېتلافي حکومت ورګډ دی. که د دې ګوند غړي له اسمبلیو استعفا ورکړي نو د دواړو صوبو حکومتونه ختمېدای او اسمبلۍ ماتېدای شي.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله وېلي دي چې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې پر اعلا وزیرانو د عدم اعتماد تحریکونو له لارې به د اسمبلیو ماتولو مخه نیسي. نوموړي د عمران خان له تازه څرګندونو وروسته د ډېسېمبر پر درېیمه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، عمران خان د دړکو یا اخطارونو په بڼه په مشروط ډول د مذاکراتو وړاندیز کړی، که هغه مذاکرات غواړي نو بیا دې دړکې نه کوي ځکه چې "په یوه وخت دړکې او مذاکرات ممکن نه دي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG