د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي د پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو ماتولو نېټه د ډېسېمبر پر ۱۷مه اعلانوي


عمران خان په اکتوبر کې د حکومت پرضد لاریون پیل کړی وو او په بیا بیا وايي چې موخه یې تر وخت مخکې انتخابات کول دي - د اکتوبر ۲۸مې انځور.
عمران خان په اکتوبر کې د حکومت پرضد لاریون پیل کړی وو او په بیا بیا وايي چې موخه یې تر وخت مخکې انتخابات کول دي - د اکتوبر ۲۸مې انځور.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو ماتولو نېټه د ډېسېمبر پر ۱۷مه اعلانوي.

تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په پنجاب کې د اېتلافي حکومت لوی ګوند دی. خان د نومبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې په بیا بیا د دواړو اسمبلیو د ماتولو ګواښ کړی دی چې په دې ډول وفاقي حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته مجبور کړي.

عمران خان د ډېسېمبر پر ۱۴مه په ویډیويي وینا کې وویل، د لاهور په لېبرټي (ازادۍ) څلورلاره کې د جلسې پرمهال د اسمبلیو ړنګولو نېټه اعلانوي. "چې کله موږ د پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماتې کړو، نو بیا به د انتخاباتو په اړه اعلان کوو. پر دې سربېره چې په قامي اسمبلۍ کې زموږ د ۱۲۳ یا غالباً ۱۲۵ غړو استعفاګانې هم لا نه دي تایید شوې، نو موږ به د اسمبلۍ [ودانۍ] ته داخلېږو او له سپیکره به غوښتنه کوو چې [استعفاګانې] ومني."

پخواني وزیراعظم عمران خان زیاته کړه چې د قانون له مخې د اسمبلیو تر تحلیلېدو ۹۰ ورځې وروسته باید انتخابات وشي.

خو د پاکستان وفاقي حکومت وايي، تحریک انصاف دې اقدام ته نه پرېږدي او د اعلاوزیرانو پرضد یې د عدم اعتماد تحریکونه وړاندې کوي. له دې پرته حکومت او وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې اسمبلۍ به خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کېږي.

وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کېږي - پخوانی انځور.
وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کېږي - پخوانی انځور.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف یوه مخکښ مشر شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر اوومه په لاهور کې د ګوند د لوړپوړو سیاستوالانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي ول چې پخوانی وزیراعظم "عمران خان په راتلونکو ورځو کې د خیبر پښتونخوا او د پنجاب د اسمبلیو ړنګولو اراده لري. زموږ خواهش دی چې تر روژې مخکې انتخابات شوي وي او نوي حکومتونه جوړ شوي وي."

ټاکل شوې چې د روژې میاشت د ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر ۲۲مه یا ۲۳مه پیل شي.

عمران خان په لومړي ځل په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو د ماتولو ګواښ د نومبر پر ۲۶مه په راولپېنډۍ کې د حکومت پرضد د لاریون ختمولو پر مهال کړی وو.

تر دې وروسته د خیبر پښتونخوا او پنجاب اعلاوزیرانو ویلي ول چې که عمران خان ورته ووايي نو د اسمبلیو ړنګولو ته تیار دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي ول چې که وفاقي حکومت په مارچ کې انتخابات کوي نو دی ورسره د سیاسي اختلافاتو هواري لپاره خبرو ته تیار دی خو حکومت وايي، مشروط مذاکرات نه کوي.

خو د سیاسي چارو پوه صالح ظفر وايي، عمران خان تر دې مخکې هم یوشمېر ځلې د پنجاب او د خیبر پښتونخوا د اسمبلیو ړنګولو اعلان کړی دی.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې کله د عمران خان "ټول کوښښونه ناکامه شول" نو اوس غواړي چې اسمبلۍ ماتې کړي او "غواړي چې په هېواد کې اړی ګړی جوړ کړي."

ظفر زیاتوي چې د اسمبلیو ماتول "ډېر ساده کار دی، دومره د اعلانونو څه ضرورت دی؟"

د پېښور پوهنتون د سیاسياتو د څانګې پخوانی مشر ډاکتر عبدالروف وايي، دا سمه ده چې د عمران خان ګوند د دواړو صوبو د اسمبلیو ماتولو توان او واک لري، خو هغه باوري نه ښکاري چې ګواکې له دې کار سره به ژر انتخاباتو ته لاره هواره شي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، د تحریک انصاف ګوند اساسي غوښتنه "د انتخاباتو کول دي او هغه ژر ممکنه نه ښکاري. نو دا به عمران خان ته سیاسي تاوان ورسوي."

که عمران خان د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماتې کړي نو بیا به په هغو صوبو کې لنډمهالي حکومتونه جوړېږي او له ایین سره سم، باید پکې په درو میاشتو کې انتخابات وشي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۱۰مه نېټه په قامي اسمبلۍ کې د تحریک عدم اعتماد له لارې له وزیراعظمۍ ګوښه شوی وو چې تر هغې وروسته د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شريف د اپريل پر ۱۱مه د پاکستان د ۲۳م وزيراعظم په توګه وټاکل شو. عمران خان له هغه وخت راهیسې په ملک کې احتجاجونو ته دوام ورکړی او غوښتنه کوي چې اوسنی حکومت دې ژرترژره په ملک کې تر وخت وړاندې عام انتخابات اعلان کړي.

خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په پاکستان جمهوري غورځنګ کې د شریکو ګوندونو حکومت وايي، عام انتخابات به په ایین کې له ټاکل شوي‌ وخت سره سم ترسره کېږي.

په پاکستان کې د اوسنیو اسمبلیو موده د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې پوره کېږي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې، تر هغې وروسته به د درو میاشتو لپاره لنډمهاله حکومت ټاکل کېږي چې به په ملک کې عام انتخابات کوي.

دې هر څه ته په کتو، امکان شته چې په پاکستان کې عام انتخابات د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر یا نومبر میاشت کې وشي.

البته د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه په کراچۍ کې خبري غونډې ته ویلي ول چې " که ضرورت وو نو انتخابات تر یو کاله ځنډېدای هم شي."

XS
SM
MD
LG