د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د وزیراعظم د امر باوجود خلکو ته د سون ګیس نه رسېږي


خلک وايي، د سوی ګیسو پارچاوۍ اړ کړي سلېنډر ګیس استعمال کړي خو د هغې نرخ هم ګران شوی: انځور له ارشیفه
خلک وايي، د سوی ګیسو پارچاوۍ اړ کړي سلېنډر ګیس استعمال کړي خو د هغې نرخ هم ګران شوی: انځور له ارشیفه

په داسې حال کې چې د ژمي یخې ورځې دي، د خیبر پښتونخوا د ښاري سیمو یو شمېر خلک شکایت کوي چې د ګیسو د پارچاوۍ (لوډشېډېنګ) له وجې یې ژوند له کړاوه ډک دی.

د پېښور ښار یوې اوسیدونکې صایمه خان د ډېسېمبر پر ۱۳مه مشال رېډیو ته وویل چې د یخنۍ له زیاتېدو سره کورونو ته ګیس هم کم شوی دی. د نوموړې په وینا، په ټوله ورځ کې ورته یوازې د سهار، غرمې او ماښام د دوو دوو ساعتونو لپاره ګیس پرېښودل کېږي خو د هغې هم فشار دومره کم وي چې پرې پخلی کول ګران وي.

صایمه وايي: "سهار له اوو بجو نه تر نهو او د غرمې د ۱۲ نه تر درو بجو پورې 'ګیس وي. زیاتره وخت موږ د ګیسو سلنډرې استعمالوو خو هغه هم دومره ګران شوي چې اخیستل یې ګران شوي. نن سبا ګیس کیلو له ۲۷۵ نیولې تر ۳۰۰ پورې خرڅېږي."

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ډېسېمبر پر دویمه په هېواد کې د ګیسو د لوډشیډنګ د زیاتېدو نوټس اخیستی و او سهار، غرمه او ماښام د پخلي په وخت کې یې کورونو ته د ګیسو د رسايۍ د باوري کولو هدایات ورکړي ول.

خو عام ولس بیا وايي، د ګیس د رسد مسله یې نه ده هواره شوې. د مردان یوه اوسېدونکې نایله بي بي وايي چې په ښار کې ډیر په مشکله د سون لرګي پیدا کېږي او قیمت یې هم زیات وي. نوموړې وايي چې د ښار کورونه هم داسې جوړ وي چې دوی ته پکې په نغریو کې اور بلول مشکله وي: "د پخلي په وخت کې ګیس وي لکه سهار، غرمه، ماښام او بیا نه وي. کله چې مېلمه راشي نو بیا راته ډیره ګرانه وي."

د مردان او پېښور ترڅنګ په چارسده کې هم په ژمي کې ګیس زیاتره وخت بند وي. په چارسدې بازار کې یو دوکاندار شاه زیب خان وايي چې د دوی په سیمه کې په ټوله ورځ کې یوازې د یوه ساعت لپاره ګیس وي. نوموړی وايي چې د سلنډر ګیس هم ګران شوی او نن سبا په خواوشا ۲۴۰ روپۍ کیلو خرڅېږي.

شاه زیب خان وايي: "له کله نه چې یخني شورو شوې ده نو ګیس ورسره سم بند شوې دی. خلک چې پخلی وکړي نو ګیس راشي، لکه د ورځې داسې درو بجو کې راشي او ګنټه نیمه وي او بیا لاړ شي. ګیس ډېر کم خو بیلونه ښه پوره راځي."

په خیبر پښتونخوا کې د ګیسو لوډ شېډېنګ نه یوازې کورنۍ له کړاو سره مخامخ کړې دي بلکې د سي اېن جي پمپونو والا هم شکایت کوی چې د ورته مشکل سره لاس او ګرېوان دي. خلک هم شکایت کوي چې په خپلو ګاډو کې د سي اېن جي ګیس اچولو لپاره اړ کېږي چې تر څو ساعتونو پورې په اوږدو قطارونو کې ودرېږي.

د صوابۍ اوسیدونکی ثناالله وايي چې د سي این جي په پمپونو کې د ګیسو له کمبود سره اکثره خلک او په تېره بیا د سپرلو ګاډي پیټرول ته واړوي چې ورسره کرایانې هم زیاتې شي. نوموړی وايي: "په پمپونو کې لوی لوی قطارونه ولاړ وي. اوس هم چې زه راتلمه نو هرڅه مې په خپلو سترګو ولیدل. په یخنۍ کې د ګیسو پریشر کم شي او په کورونو کې د ګیس استعمال زیات شي نو ځکه هم بیا سي این جي پمپونو کې مسئله وي."

په خیبرپښتونخوا کې د ګیس د کمېدو یا بندېدو مسلې په اړه د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې د صوبايي اسمبلۍ د انرژۍ او پاور قایمه کمیټۍ مشر لایق محمد خان د ډېسېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل: "ما داسې نږدې ۱۵ ورځې وړاندې د ګیس اړونده چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي دي او کلکه وینا مې ورته کړې ده. په نيږدې ورځو کې بیا پرې غونډه راغواړم او ورته وایم چې په دې خبره لږ زور راوړي چې د ګیسو دا ستونزه باید ختمه شي چې لږ تر لږه د کورونو د استعمال لپاره خو ګیس موجود وي کنه."

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د روان کال په جولای کې په لاهور کې د یوې غونډې پر مهال هدایات ورکړي وو چې د ګیسو د لوډشیډنګ په اړه پالیسۍ ته دې بیا کتنه وشي او دغسې نوموړي په اکتوبر کې ویلي ول چې په یخنۍ کې دې د ګیسو په رسد کې د موجودو خنډونو ختمولو لپاره ژر تر ژره اقدامات وشي.

XS
SM
MD
LG