د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان انتظامیه: د ځدراڼې اوسېدونکي دې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړي


پاکستان کې یو روغتیايي کارکوونکی ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
پاکستان کې یو روغتیايي کارکوونکی ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د جنوبي وزیرستان انتظامیې د ځدراڼې سیمې له اوسېدونکو غوښتي چې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن مخه دې نه نیسي او تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته دې څاڅکي ورکړي.

د هغې ضلعې انتظامي مشر امجد معراج د جولای پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د پولیو وایرس خلک د ټول عمر لپاره معذوروي او د ځدارڼې سیمې اوسېدونکو غوښتنې مني او د دې لپاره دې د خپلو ماشومانو ژوند په خطر کې له اچولو ډډه وکړي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د جولای پر ۱۹مه د ځدراڼې اوسېدونکو د ګوزڼ له واکسیني کیمپېنه د پرېکون اعلان کړی وو. د هغې سیمې اوسېدونکو مشال راډيو ته وویل چې د دې کار موخه پر حکومت فشار اچول دي چې په جنوبي وزیرستان کې په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې د ناامنیو او پوځي عملیاتو پر مهال د کورونو د ړنګېدو او زیانمنېدو سروې بشپړه کړي او اغېزمنو خلکو ته تاوان ورکړي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو ضد پوځي عملیات پیل کړل چې پکې په هغه سیمه کې نښتې وشوې او د خلکو کورونو او ودانیو ته زیان ورسېد.

د پاکستان حکومت په ټولو قبایلي سیمو کې د عملیاتو او ناامنیو پر مهال د هر ړنګ کور په سر څلور، څلور لکه او د زیانمنو کورونو پر سر د ۱۶۰،۰۰۰ روپیو ورکولو ژمنه کړې او په زیاتره سیمو کې یې خلکو ته پیسې ورکړې دي.

د ځدراڼې سیمې اوسېدونکو پر داسې مهال د خپلو بچیو له واکسینولو انکار کړی دی چې د جنوبي وزیرستان په ګاونډ کې په شمالي وزیرستان ضلع کې سږ کال د ګوزڼ ۱۱ پېښې ثبت شوې دي او حکومت د هغو ضلعو په ګډون په خیبر پښتونخوا کې یوشمېر بیړني او ځانګړي واکسیني کیمپېنونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG