د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان مدرسه کې په چاودنه کې تر ۱۰ زیات زده کوونکي وژل شوي دي


د طالبانو د حکومت سرتېري په کابل کې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
د طالبانو د حکومت سرتېري په کابل کې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د افغانستان د شمالي ولایت سمنګان د مرکز په یوه دیني مدرسه کې په چاودنه کې تر ۱۰ زیات زده کوونکي وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه د نومبر ۳۰مې ماسپښین شاوخوا یوه بجه د ایبک ښار په مدرسه کې شوې ده.

د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډیو ته وویل، له لومړنیو معلوماتو سره سم، په پېښه کې تر ۱۰ زیات زده کوونکي وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي.

ده زیاته کړه چې لا د چاودنې نوعیت نه دی معلوم خو په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

طالب چارواکي وايي چاوندنه د سمنګان په مرکز اېبک په مدرسه کې شوې.
طالب چارواکي وايي چاوندنه د سمنګان په مرکز اېبک په مدرسه کې شوې.

په سیمه کې یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، په چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۷ ژوبل دي.

هغې سرچینې وویل چې په الجهاد نومي مدرسه کې شوې پېښه ښايي ځانمرګی برید وي.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو تر دې مخکې د څه د پاسه یو کال په موده کې د افغانستان په جوماتونو، مدرسو، ښوونیزو مرکزونو او نورو عبادتځایونو کې د یوشمېر بریدونو ذمه واري اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې منلې ده.

د نومبر پر ۲۳مه په پلازمېنه کابل کې یو وسلوال په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید وکړ چې پکې پینځه کسان ووژل شول او یو ژوبل شو. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د کابل په کارته نو سیمه کې وسلوالو په ابوبکر صدیق جامع جومات کې برید کړی وو چې پکې د جومات خطیب او یو لمونځ کوونکی وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز تر برید وروسته د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې پراخې مظاهرې وشوې. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (يوناما) د اکتوبر پر درېيمه وویل چې د پلازمېنې په لویدیځ کې پر "کاج ښوونیز مرکز" په برید کې ۴۳ کسان وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان له جومات سره نېږدې په چاودنه کې اووه کسان وژل شوي او ۴۱ ژوبل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د سېپټېمبر پر ۲۱مه له یوه رستوران سره نېږدې په چاودنه کې درې کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول. یوشمېر کسانو ویلي ول چې پېښه د ګیس سیلېنډر یا ډبې د چاودېدو له وجې شوې وه خو طالب چارواکو ویلي ول چې په اړه یې پلټنې کوي.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر پینځمه په کابل کې د روسیې سفارت پر ودانۍ په ځانمرګي برید کې دوه روسي کارکوونکي او څلور افغانان وژل شوي ول. د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

په ۲۰۲۰ز کال کې هم د کوثر دانش په نوم د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز په خونړي بريد کې لږترلږه ۲۴ زده کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ژوبل شوي ول.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې پرضد یې عملیاتو او اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په تېرو میاشتو کې یې د یوشمېر مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG