د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولوي مجیب الرحمان انصاري په ځانمرګي برید کې ووژل شول


مولوي مجیب الرحمان انصاري په هرات کې د طالبانو له مهمو پلویانو یو وو- پخوانی انځور.
مولوي مجیب الرحمان انصاري په هرات کې د طالبانو له مهمو پلویانو یو وو- پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په دې پېښه کې د هرات د مشهور دیني عالم مجیب الرحمان انصاري په ګډون د ۱۸ کسانو وژل کېدل او ۲۳ نورو ټپي کېدل تاييد کړي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل: "په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې د هرات په پېښه کې د مولانا مجیب الرحمان انصاري په ګډون ۱۸ تنه هېوادوال شهیدان شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي دي."

خو د پېښې یو شمېر عیني شاهدانو او د هرات اوسېدونکو بیا د تلفاتو شمېر له دې ډېر زیات ښودلی دی.

د دې ښار یو اوسېدونکي چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې په دې راپور کې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "زه همدې وخت کې جومات ته د ننوتلو په حال کې وم چې چاودنه وشوه، د ۱۰۰ په شاوخوا کې کسان مړه او ټپیان دي."

د هرات والي ویاند حمیدالله متوکل په دې پېښه کې د مجیب انصاري یو ورور حبیب الرحمان انصاري وژل کېدل هم تاییدوي.

په پخوانیو معلوماتو کې ویل شوي ول چې د چاودنې نوعیت معلوم نه دی.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په پېښه کې د اوښتو تلفاتو په اړه د هرات روغتيايي مسوولانو سره هم خبرې وکړي، خو ونه توانېد.

مولوي مجیب الرحمان انصاري د تېر جمهوري نظام سر سخته منتقد بلل کېده.

نوموړي څه موده وړاندې په کابل کې د دیني عالمانو یوې سترې غونډې ته په وینا کې وویل چې د طالبانو د حکومت له مخالفانو باید سرونه پرې کړل شي. د هغه دا وینا په ټولنیزو رسینو کې له پراخه غبرګون سره مخ شوې وه.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې همدا نن د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملا برادر په ګډون زیات شمېر چارواکي په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره دغه ولایت ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په جوماتونو او دیني مدرسو کې ورته پېښې زیاتې شوي دي.

څه موده وړاندې د کابل په خیرخانه کې په یو جومات کې د شوې چاودنې له امله د مشهور دیني عالم مولوي امیر محمد کابلي په ګډون یو شمېر لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په افغانستان کې او له افغانستانه بهر ګڼو مهمو سیاسي څهرو د مولوي مجیب الرحمان اتصاري پر مړینه خپګان ښکاره کړی دی.

د برید د مسوولیت په اړه تر دې دمه په واضحه ډول څه نه دي ویل شوي خو په افغانستان کې د ترسره شویو اکثرو وروستیو دا ډول بریدونو ذمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش قبوله کړې ده.

XS
SM
MD
LG