د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل په جومات کې د يوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي


یو طالب سرتېری په کابل کې تر برید وروسته د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
یو طالب سرتېری په کابل کې تر برید وروسته د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې "نامعلومه" وسلوال په جومات کې پر لمونځ کوونکو حمله کړې او پنځه کسان یې وژلي او یو يې ټپي کړی دی.

دا پېښه د نومبر پر ۲۳مه نېټه د کابل د نهمې حوزې په خواجه رواش سیمه کې شوې ده. د کابل لپاره د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې بريد د حضرت بلال په نوم په یو جومات کې شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې حمله کوونکي په تفنګچې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

ځدراڼ ویلي چې د لومړنیو څېړنو له‌ مخې، پېښه د شخصي دښمنۍ له امله شوې ده، خو وایي چې امنیتي ځواکونو د بریدګر لټون پیل کړی دی.

چارواکو د پېښې دقیق وخت نه‌ دی ښوولی خو ویل کېږي چې پېښه د چارشنبې (شورو) پر سهار د لمانځه پر مهال شوې ده. ویل کېږي چې حمله کوونکي له وړاندې په یاده سیمه کې خپل کور هم خالي کړی او تښتېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې یوشمېر بریدونه او هدفي وژنې شوې دي. شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د کابل په کارته نو سیمه کې وسلوالو په ابوبکر صدیق جامع جومات کې برید کړی وو چې پکې د جومات خطیب او یو لمونځ کوونکی وژل شوي ول.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر جوماتونو، امام بارګاهو او د لږکیو د عبادت ځایونه ترڅنګ پر ښوونيزو مرکزونه هم یوشمېر بریدونه شوي دي چې د اکثریت ذمه واري داعش منلې.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز تر برید وروسته د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې پراخې مظاهرې وشوې. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (يوناما) د اکتوبر پر درېيمه وویل چې د پلازمېنې په لویدیځ کې پر "کاج ښوونیز مرکز" په برید کې ۴۳ کسان وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان له جومات سره نېږدې په چاودنه کې اووه کسان وژل شوي او ۴۱ ژوبل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د سېپټېمبر پر ۲۱مه له یوه رستوران سره نېږدې په چاودنه کې درې کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول. یوشمېر کسانو ویلي ول چې پېښه د ګیس سیلېنډر یا ډبې د چاودېدو له وجې شوې وه خو طالب چارواکو ویلي ول چې په اړه یې پلټنې کوي.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر پینځمه په کابل کې د روسیې سفارت پر ودانۍ په ځانمرګي برید کې دوه روسي کارکوونکي او څلور افغانان وژل شوي ول. د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

په ۲۰۲۰ز کال کې هم د کوثر دانش په نوم د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز په خونړي بريد کې لږترلږه ۲۴ زده کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ژوبل شوي ول.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې پرضد یې عملیاتو او اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په تېرو میاشتو کې یې د یوشمېر مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG