د لاسرسي ځای

تازه خبر

منيزه کاکړ: د پاکستان په سيند صوبه کې شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال نيول شوي


د پاکستان د سيند صوبې په کراچۍ او جامشورو کې پوليسو سلګونه افغان کډوال نيولي دي.
د پاکستان د سيند صوبې په کراچۍ او جامشورو کې پوليسو سلګونه افغان کډوال نيولي دي.

د پاکستان په سيند صوبه کې د افغان کډوالو وکيله منيزه کاکړ وايي چې هلته د نيول شويو افغانانو شمېر د ۱،۵۰۰ په شاوخوا کې دی.

نوموړي د نومبر پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې نيول شوي افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ دي. "د نيول شويو افغانانو شمېر له ۱۴۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ پورې دی. ډېری خلک په کراچۍ او جامشورو کې نیول شوي دي. په دوی کې يې اکثره ناروغان دي چې ښځې او ماشومان هم لري. پر ډېرو دې خلکو تور دی چې په پاکستان کې د پاتېدو اسناد نه لري. موږ کوښښ کړی چې د دوی سزاوې کمې او له جېله خوشې شي."

د سيند صوبې پوليسو مشال راډيو ته منلې چې دوی ځينې هغه افغانان نيولي چې پاکستان ته يې د قانوني تګ جواز نه درلود، خو په نيول شويو کې ځينو افغانانو مشال راډيو ته ويلي چې پولیس له دوی پیسې غواړي.

ګل فراز، چې کراچۍ ته د ناروغ د درملنې لپاره تللی وو، د نومبر پر ۱۴مه يې مشال راډيو ته وويل چې تورخم ته د اوښتو پر وخت یې هم پیسې ورکړې وې او بیا په کراچۍ کې تر نيول کېدو وروسته هم پوليسو پیسې ورڅخه اخیستي. "پولیس له موږ ځای ځای پيسې واخلي خو بیا مو هم تاڼې ته راولي. بيا تاڼه کې دوه درې ځله خرڅ شو. موږ غريب خلک یو. په افغانستان کې کار و روزګار او ژوند نشته. له مجبورۍ دلته راځو."

په سیند کې ګڼ افغان کډوال نیول شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:31 0:00

په همدې حال کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پاکستان پارلېمان غړي محسن داوړ د نومبر په ۱۴مه د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې دغه نيول شوي افغانان دې ژر تر ژره خوشې کړي.

هغه زیاته کړه چې افغانان په افغانستان کې له ډېر بد حالته تېرېږي نو لږ تر لږه بايد په پاکستان کې ونه ځورول شي.

د طالبانو د حکومت لخوا په کراچۍ کې مقرر شوی د افغان کونسلرۍ استازي ګل الدين مشال راډيو ته ويلي چې په دې اړه يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي او ځيني افغانان یې له زندانونو تر خوشې کولو وروسته افغانستان ته لېږلي خو منيزه کاکړ وايي چې طالب چارواکو له بندي افغانانو سره هېڅ مرسته نه ده کړې بلکې خوشې شويو خلکو يا د بند موده پوره کړې او یا هم د بشري حقونو د وکيلاتو په همت ازاد کړل شوي دي.

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د نومبر پر ۱۰مه په خپره کړې خبرپاڼه کې په پاکستان کې د افغانانو "ځورول او نيول" غندلي دي. خبرپاڼه زياتوي، "د ستونزو د حل لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان کي افغان سفارت او قونسلګریو په پرلپسې توګه هڅه وکړه خو له بده مرغه د غوښتنو سره سره دا ستونزه حل نشوه."

په سيند کې د پوليسو لخوا د افغانانو نيولو ته په افغانستان، پاکستان او ځينو نورو بهرنيو هېوادونو کې پښتنو او افغانانو غبرګون ښوولی او پر ټولنيزو رسنيو يې دا عمل غندلی دی.

له افغان کډوالو سره د پاکستان د چلند په تړاو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم خواشیني ښوولې او له اسلام اباده یې غوښتنه کړې چې "له نړیوالو قوانینو او بشري حقونو سره سم دې د یوه ګاونډي په توګه چلند وکړي."

کرزي د نومبر پر اوومه پر خپله فېسبوک پاڼه په يوه اعلاميه کې له ملګرو ملتونو هم وغوښتل چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو د ژوند د شرایطو د سمون لپاره هڅې وکړي او د هغوی د حقونو دفاع دې وکړي.

په سيند کې په ګڼ شمېر کې د افغانانو نيول تر هغه وروسته پيل شوي چې په جولای مياشت کې سيندي ملتپاله سياسي ګوندونو احتجاجي مظاهرې وکړې او پر ټولنيزو رسينو يې هم دا کمپاين وچلاوه چې افغانان دې له سينده وايستل شي.

XS
SM
MD
LG