د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: قبایلي سیمو ته هر کال د ۱۰۰ اربه روپیو ورکولو وعدې څه شوې؟


د پاکستان جمهوري غورځنګ او جمعيت علمای اسلام مشر، مولانا فضل الرحمن د عمران خان پر حکومت تنقید کړی چې قبايلي ضلعې یې له پامه غورځولې او پر مختيايي کارونو یې هغه پيسې نه دې لګولې چې وعده یې شوې وه.

مولانا فضل الرحمن د نومبر په ۷مه په واڼه کې په يوه جلسه کې د وينا پر مهال وويل چې حکومت قبايلو ته هر کال د سل اربه روپۍ ورکولو اعلان وکړ خو عملي يې نه کړ. حکومت ویل سکولونه به جوړوي، کالجونه به جوړي، هسپتالونه به جوړوي، سړکونه به جوړوي. حکومت دعوې کولې چې د قبایلي علاقو معیار زندګي به دومره اوچتوي چې له بندوبستۍ علاقو سره برابر یې راولي، خو هغه وعدې څه شوې؟

د واڼه امن نومي جلسې ته په وینا کې ده وویل، د هغو حکومتي دعوو څلور کاله ووتل، خو په دې موده کې یې ۶۰ اربه روپۍ هم نه دي لګولې.

مولانا فضل الرحمن وویل، کله چې دی دلته راتله نو په لار کې کېمپونه لګېدلي ول، چا سړک غوښت، چا سکول غوښت. د نوموړي په وینا خلکو ته تعلیم ور نه کړل شو. د سیمې ځوانان نن هم له زده کړو بې برخې دي. ده وویل ځکه خو یې د انضمام خلاف اعلان کړی وو.

د قبایلي ضلعو او افغانستان په باب مولانا فضل الرحمن د پاکستان تحریک انصاف پر حکومتي تګلارو نیوکې وکړې. نوموړي وویل د اوسني حکومت پالیسیانې دومره کمزورې او غلطې دي چې د خپل ملک عوام یې له لوږې مړ کړ. او بلخوا د افغانستان بارډر یې هم بند کړی دی. د قبایلي سیمو دې غاړې ته او د افغانستان غاړې ته په مالونو بار په زرګونه ټرکونه ولاړ دي، نه یې پرېږدي. په هغه کې انار شته، په هغه کې سېبان (مڼې) شته، په هغه کې انګور شته، په هغه کې تازه مېوې دي او سبزيانې دي. لیکن بارډر یې ورته بند کړی دی. د هغې غاړې ولس هم بربادېږي او د دې غاړې ولس هم بربادېږي.

واڼه کې د جمعیت علمای اسلام جلسه: ۲۰۲۱، ۰۷م نومبر
واڼه کې د جمعیت علمای اسلام جلسه: ۲۰۲۱، ۰۷م نومبر

ده وویل، امریکا او یورپ کوښښ کوي چې پر افغانستان پابندي ولګوي. د مولانا فضل الرحمن وینا وه، ده ته امریکایان ورغلي ول او ورته ویل یې چې طالبان دې دوی ته په افغانستان کې ضمانت ورکړي چې د انساني حقونو حفاظت دې ورکړي، نو چې دا خلک امداد نه کړي ور او په پای کې په افغانستان کې لوږه راشي نو دا به د انساني حقونو په زمره کې راځي که څنګه؟

مولانا فضل الرحمن وویل، د پاکستان جمهوري غورځنګ پر ۱۳مه نومبر په کراچۍ کې، پر ۱۷م نومبر په کوټه او پر ۲۰م نومبر په پېښور کې د تحریک انصاف د حکومت خلاف جلسې کوي او تر ځینو نورو احتجاجي جلسو وروسته به د اسلام اباد پر لور مارچ کوي.

هغه زیاته کړه چې په درغلی راغلی د عمران خان حکومت ناکامه دی، استعفا دې ورکړي. په تېر کې هم پي ډي ايم ورته غوښتنه کړې خو د تحريک انصاف حکومت دا مطالبې بې اساسه بللې او رد کړې یې دي.

XS
SM
MD
LG