د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا: سکولونو کې د ماشومانو داخلولو کمپاين پيل شوی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي، نږدې پنځه میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې سکولونو یا ښوونځیو ته د تللو دي، زده کړو ته نه ورځي. د دغو ماشومانو عمرونه د پنځو او ۱۶ کلونو په منځ کې دي.

چارواکي وايي، یو تازه کمپاین یې پیل کړی چې موخه یې د زده کوونکیو سکولو ته تشویقول دي. د دغه کمپاین په ترڅ کې حکومت د خلکو کورونو، جوماتونو او لارو کوڅو ته ځان رسوي او خلک تشویقوي چې خپل ماشومان زده کړو لپاره ښوونځیو ته ولېږي.

د بې نظیر انکم سپورټ یوه سروې ښکاره کوي چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې څلور اعشاریه اووه میلیونه ماشومان سکولو ته نه ځي. د دغې ستونزې د هوارۍ لپاره حکومت یو تازه قدم اخیستی دی. د خیبر پښتونخوا د ښوونې او روزنې (تعلیم محکمې) ادارې ځانګړي سکرتر خالد خان د جولايي پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، د جولای ۲۲مې نېټې نه هغوی په ټوله صوبه کې، د ماشومانو ښوونځیو ته د داخلولو کمپېن پیل کړی دی. نوموړی وايي، دا لړۍ به د اګست میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې روانه وي.

د خالد خان د معلوماتو له مخې تر دې مهاله ۶۶ زرو پورې نجونې او هلکان راجسټر شوي او هغوی د ۱۵ لکو ماشومانو د داخلې هدف مخې ته اېښی دی.

خو د تعلیمي چارو پوهان وايي، یوازې دا کافي نه ده چې ماشومان دې سکولونو کې داخل کړل شي، د هغوی لپاره د سکولونو د ودانیو جوړول هم ضروري دي. د غیر دولتي ادارو یوه سروې هم ښايي چې دغو یو نیم میلیونو نویو ماشومانو لپاره لږ تر لږه حکومت له پکار دي چې ۱۵,۰۰۰ نوي سکولونه جوړ کړي.

د تعلیمي چارو پوه عمر اورکزي د جولای پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، حکومت ښه ګام اخیستی دی خو ورله پکار دي چې د سکول د ودانیو، استادانو او نورو سهولتونو د برابرولو لپاره هم لاس په کار شي.

خو د خیبر پښتونخوا د تعلیم د محکمې سپیشل سېکټري خالد خان د دغو سهولتونو په اړه وايي:

"۳۵ زره مو خپل سکولونه دي، نور غیر رسمي سکولونه هم لرو، له ۱,۰۰۰ نه په سیوا سکولونو کې مو دویم شفټ هم پیل کړی دی، دغه شان د نویو استادانو په کار ګمارنه ( بهرتي ) هم روانه ده."

د پاکستان د اساسي قانون د "۲۵م اې" مادې د لاندې دا د حکومت مسولیت دی چې له پنځو تر ۱۶ کلونو پورې عمر لرونکیو ماشومانو ته د وړیا زده کړو لپاره لاسهولت برابر کړي. د خیبر پښتونخوا چارواکي له ولس نه هم د مرستې غوښتنه کوي څو له زیات نه زیات ماشومان په سکولونو کې داخل کړل شي.

XS
SM
MD
LG