د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیالکوټ کې د يو سريلنکايي وژنې په جرم ۶ کسانو ته د مرګ سزا واورول شوه


د ۲۰۲۱ کال په دیسمبر کې د بشري حقونو فعالانو په کراچۍ کې د مظاهرې په وخت د پريانتاکمار تصویر سره ګلونه پاشلي.
د ۲۰۲۱ کال په دیسمبر کې د بشري حقونو فعالانو په کراچۍ کې د مظاهرې په وخت د پريانتاکمار تصویر سره ګلونه پاشلي.

د پاکستان په سیالکوټ کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت په دغه ښار کې د وژل شوي سرېلنکايي وګړي د وژنې په جرم ۶ کسانو ته د مرګ او ۹ ته د عمر قید سزا اورولې ده.

د اپريل په ۱۸مه عدالت په دې پرېکړه کېد پریانتها کمارا په وژنه کې ۷۲ نورو ککړو کسانو ته دوه دوه کاله او یو بل کس ته د پنځو کالو د بند سزا ورکړه.

د اپریل په ۱۸مه د عدالت ددې پریکړې نه پس د استغاثې د وکيلانو سکيتر ندیم سرور خبريالانو ته وويل چي د استغاثې وکيلانو له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې په دې پېښه کې د ککړو کسانو پر ضد دا جرم د ګواهانو او ثبوتونو په ملاتړ ثابت کړ.

پريانتکا کمار د پنجاب صوبې د سيالکوټ ښار په راجکو نومې کمپنۍ کې منيجر وو چې د ۲۰۲۱ کال د دیسمبر پر درېمه نېټه پارېدلو کسانو په وهلو ټکولو تر وژلو وروسته د هغه مړی وسوځاوه. دوی پر هغه د توهين رسالت تور پورې کړی خو وروسته د پولیسو پلټنو ثابته کړه چې نوموړي د مذهب سپکاوی نه وو کړی.

د پريانتا کمار مړی د دیسمبر په شپږمه سريلنکا ته ليږل شوو وو. پر پېښه د هغه کورنۍ، سریلنکايي حکومت او ځينو نړيوالو ادارو سخت غبرګونونه ښودلي وو. دې وژنې د پاکستان د مذهب سپکاوي قوانينو او سختدريځۍ په اړه بحثونه هم راپارولي وو. د بشري حقونو فعالانو د مظاهرو په کولو سره غوښتنه کړې وه چې خلک بايد د مذهب د سپکاوي په تور د خلکو له وژلو منع کړل شي.

د پنجاب پوليسو د دې وژنې په تور له ۱۵۰ څخه زیات کسان نیولی وو او د ۹۰۰ کسانو پرضد یې رپورټ درج کړی وو. پولیسو ويلي وو چې د دې پېښې له امله د پاکستان بدنامي شوې نو د هېچا سره به رعايت به نه کوي او د قانون له مخې به سزا ورکوي.

د پاکستان علما کونسل مشر او د پخواني وزيراعظم عمران خان پخواني سلاکار، علامه طاهر اشرفي په خپل يو بيان کې په دې پریکړه اطمينان څرګند کړی. هغه زیاته کړې: "د هغه شرم سره چې د دې مظلوم سرېلنکايي د وژنې له امله ورسره پاکستان مخامخ وو، اوس يو څه کم او زموږ سرونه اوچت شول."

هغه وړاندې ويلي‌چې دې عدالتي پرېکړې دا پيغام ورکړی چې په پاکستان کې سختدريځي د منلو نه ده.

XS
SM
MD
LG