د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال راډيو په ټوېټر بحث کې د سختدريځۍ د مخنيوي پر لارو چارو خبرې وشوې


د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل د مياشتې تصویر: په کوټه کې د مشال خان د وژنې غندنې پر ضد مظاهره

د اپرېل پر ۱۳مه د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پنځم تلین وو.

مشال خان په ۲۰۱۷ز کال کې بلوه ګرو مذهب ته د سپکاوي په تور وژلی و. خو وروسته پلټنو و ښودله چې پر هغه لګېدلې تور ناسم و.

د مشال خان د وژنې پینځه کاله پوره کېدو په مناسبت مشال را‌ډیو پر ټویټر یو بحث جوړ کړی و چې پکې پوهانو ،روڼ اندو او اورېدونکو برخه واخیسته.

په بحث کې د سختدریځۍ په موضوع خبرې وشوې او هغه لارې چارې بیان شوې چې ورسره د دا قسمه پېښو مخنیوی کېدای شي.

د مشال خان پلار، محمد اقبال مشال د خپل زوی د نوم ژوندي ساتلو لپاره، د هغه نوم له خپل نوم سره لګولی او اوس ځان ته محمد اقبال مشال وايي.

هغه د سختدريځۍ د مخنيوي د لارو چارو په اړه په ټويټر سپېس بحث کې وويل، "زما خپل موقف دا دی چې دا خلک چې هر چا جرم کړی دی، که هغه هر څوک دی، او که هغه یې په هر ځای کې کړی او هر چا سره یې کړی دی، دا سزا ته رسول پکار دي."

ده وویل، "ما د مشال خان په اعزاز کې د هغه نوم له ځان سر لګولی دی. تاسي ټول اوس بايد ماته محمد اقبال مشال وواياست."

د مشال خان پلار د ځوانيمرګ زوی کیسه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:57 0:00

نوموړي وویل چې انتها پسندي یو بنیاد دی چې د دهشت ګردۍ شکل خپلوي.

ده زیاته کړه چې په ټولنه کې د سخت دریځۍ جرړې دومره ژورې شوې دي چې د دا قسمه پېښو مخنیوی ګران شوی دی.

هغه وویل، "مشال خان سوچه قام پرست وو. داسې نه وو چې هغه غاصب وو. ښه صوفي وو او دې نه علاوه یو ښه ترقي پسند سوچ یې وو. د هغه سوچ او فکر خو درست وو خو زموږ بدقسمتي دا ده د پښتنو چې موږ خپل مخ له په خپل لاس څپېړه ورکوو."

ما د مشال خان په اعزاز کې د هغه نوم له ځان سر لګولی دی"
محمد اقبال مشال

محمد اقبال مشال وویل، دا سختدریځي، انتهاپسندي یو بنیاد دی او دا سوچ نه دې ختم کړل شوی. نوموړي پرمخ وویل، "اوس چې دا نوی حکومت راغلی دی، دوی ته په کار ده، چې څو پورې دا انتها پسندي له مېنځه نه ده وړل شوی، نو تر هغې په دې ملک کې دا دهشت ګردي نه ختمېږي. "

په دغه ټویټر سپېس کې د ملالې یوسفزۍ پلار ضیا الدین یوسفزي، د مشال خان استاد ضیا الله همدرد، وکیلانو شفیق ګګیاڼي او طارق افغان، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي میرکلام وزیر او مدني فعالې لایبې یوسفزي هم برخه واخیسته.

پر دې سربېره په دغه بحث کې د نړۍ له بېلا بېلو برخو اورېدونکي شامل وو او ټولو مشال خان ته د عقیدت پیرژونې وړاندې کړې.

د بحث کوربانه د مشال راډیو خبریالان فرخنده اسد، بشیر ګواښ او اسرار عالم مومند وو.

د مردان عبدالولي خان پوهنتون پخواني استاد ضیاالله همدرد مشال خان یو نابغه زده کوونکی و بللو چې د ده په وینا، په ټولنه کې د سختدریځۍ او توندروه فکر له امله ووژل شو.

ده وویل، "تر شپږم سېمسټر پورې هغه په خپل ټولګې کې لومړی مقام ساتلی وو، له ده سره چې ما خبرې وکړې نو ما ته پته و لګېده چې ده د یو متقرقي سوچ واله ذهن لرلو. ټوله ورځ به یې د زده کوونکو مسلې حل کولې."

نوموړي زیاته کړه چې، "زموږ په ټولنه کې د سختدریځۍ اثار په جومات کې هم ښکاري، په بازارونو کې هم خلک وژل کېږي. کله چې ستا په هر ځای کې اور لګېدلی وي نو هغه بیا تعلیمي ادارو ته هم ورځي."

د همدرد په وینا، دا هلک په هره سطح په علمي، په کلاس کې، په معاشره کې په پوهنتون کې یو بهترین طالبعلم او په پاکستان کې د سخت دریځۍ په هوا کې چې کوم شهیدان موږ بیللی دي هې کې مشال خان یو وو.

د سوات مبارزې ملالې یوسفزي پلار ضیاالدین یوسفزي په بحث کې وویل چې په پاکستان کې د تخلیق، تحقیق او تنقیدي نظر فقدان دی او د مذهب سپکاوي تور د ناوړه ګټو او شخصي دښمنیو لپاره استعمالیږي چې باید مخنیوی یې وشي.

قانون پوه طارق افغان د هغو نیمګړتیاو ذکر وکړ چې له وجې یې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ مخنیوي کې خنډونه دي.

د هغه په خبره په ریاستي بیانیه کې سخت دریځۍ ته ځای ورکړل شوی او سیاسي ګوندونو هم د دې د مخنیوي لپاره کار نه دی کړی.

ټولنیز فعال شفیق ګیګیاني وویل چې په تعلیمي ادارو کې د موجوده مسلو حل د زده کوونکو اتحادیو په بحالولو کې ویني چې په ۱۹۸۳ز کال کې د پخواني پوځي واکمن جنرال ضیاالحق په دور کې ورباندې بندیزونه لګول شوی وو.

په بحث کې د اوریدونکو پوښتنو ته هم ځای ورکړل شوی و. د ارباز ارشاد په نوم یو اوریدونکي له مېلمنو و پوښتل چې د سختدریځۍ نه د خلکو د راګرځولو کې د ریاست څه ذمه وارۍ جوړیږي؟

د دغه پوښتنې په ځواب کې ضیاالدین یوسفزي وویل "ففت جنریشن وار په نوم چې زموږ د نوي کهول سره کوم ظلم وشو. یاني زموږ د ځوانانو نه یې ماران جوړ کړي دي. زه ماران ځکه وایم چې مار سره سوچ او مازغه نه وي، مار صرف ټک ورکوي. خپل دوست دښمن نه پیژني. نو تاسو وګورۍ چې هغه د توندروۍ هغه اژدها دومره لویه ده چې هغه اوس خپله لکۍ خوري. نو زما په خیال ټولو ته دا احساس پکار دی، که هغه مدني ټولنه ده، که هغه سیاسي جماعتونه دي، چې دا توندروي دومره ډېره شوې ده چې دا او ریاست نور یو ځای نه شي پاته کېدای."

ده وویل، "موږ به ځو ښو اقدارو ته، مینې ته، محبت ته روادارۍ او د یوه بل خبرې اورېدو ته، جمهوریت ته. هله به دا ریاست ژوندې پاته کېږي او په دې کې به اوسېدونکي ژوند کولای شي ګیني یو بل به داسې وخورو چې مثال به یې نه وي."

XS
SM
MD
LG