د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن: پاکستان کې به ضمني انتخابات د اکتوبر پر ۱۶مه کېږي


 د پاکستان انتخاباتي کمېشن چې د ضمني انتخاباتو لپاره یې چمتووالی نیولی دی ــ پخوانی انځور
د پاکستان انتخاباتي کمېشن چې د ضمني انتخاباتو لپاره یې چمتووالی نیولی دی ــ پخوانی انځور

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي چې د ضمني انتخاباتو دویم پړاو به له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د اکتوبر پر ۱۶مه کېږي.

انتخاباتي کمېشن د اکتوبر پر ۱۱مه په بیان کې ویلي دي چې د نهې (سې شنبې) پر ورځ د کمېشن مشر سکندر سطان راجا په مشرۍ غونډه کې وويل شو چې د قامي اسمبلۍ پر اتو، د پنجاب اسمبلۍ پر درو او د کراچۍ ډېوېژن د ټولو ضلعو د دویمې مرحلې بلدیاتي انتخاباتو لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی دی.

په غونډه کې وویل شول چې د صوبايي حکومتونو، قانون پلي کوونکو ادارو او امنیتي ادارو دريځ ته په تمه دي چې په پرامنه ډول انتخابات وشي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په کورمه کې د حالاتو د خرابېدو له امله هلته د قامي اسمبلۍ د ۴۵مې حلقې انتخابات ځنډوي خو له دې پرته به د قامي اسمبلۍ پر پاتې اووه څوکیو او د پنجاب اسمبلۍ پر درو څوکيو د اکتوبر پر ۱۶مه او د کراچۍ ډېوېژن په ټولو ضلعو کې به د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو د اکتوبر پر ۲۳مه کېږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر پر اوومه انتخاباتي کمېشن ته د ۹۰ ورځو لپاره د انتخاباتو ځنډولو لپاره ليک لېږدولی وو.

حکومت د دې ځنډ لامل تر سېلابونو وروسته د بحالۍ چارې او په اسلام اباد کې د احتجاجونو د مخنيوي لپاره د قانون پلي کوونکو ادارو د کسانو او امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کول یاد کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG