د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د خیبر له کډوالو سره مالي مرستې پیلوي


د خیبر د باړې کډوال د جلوزو په کیمپ کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) رجسټرېشن ته ولاړ دي - د ۲۰۱۱ز کال انځور.
د خیبر د باړې کډوال د جلوزو په کیمپ کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) رجسټرېشن ته ولاړ دي - د ۲۰۱۱ز کال انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې (ډبلیو اېف پي) د خیبر ضلعې د هغو رجسټر کډوالو میاشتنۍ خوراکي مرستې بندې کړې دي چې لا هم خپلو کلیو ته نه دي ستانه شوي.

د دې ادارې ویاند احسان داوړ د اپرېل پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، اوس به صوبايي حکومت د کډوالو هرې کورنۍ ته هره میاشت ۸،۰۰۰ روپۍ ورکوي.

د ده په خبره، صوبايي حکومت د نغدې مرستې منظوري ورکړې نو ژر به یې وېش پیل کړي.

دی وايي، دا پیسې به د موبیلېنک جیز شرکت د موبایل ټېلېفون سېمکارډونو له لارې ورکوي نو کډوالې کورنۍ دې "ژر تر ژره خپل سیمونه فعال کړي او له خپلو اسنادو سره دې یې د پېښور په حیات اباد کې د پي ډي اېم اې دفتر ته یوسي."

داوړ وايي، کډوالې کورنۍ دې د رجسټرېشن پر وخت په کارول شوي نوم او شناختي کارډ سېم کارډ واخلي.

د خیبر انتظامي چارواکو په وینا، اوسمهال ۱،۱۱۴ کورنۍ کډوالې دي او له ضلعې بهر اوسي.

د انتظامیې په وینا، دا کورنۍ د ملک دین خېلو، سپاه او کمر خېلو اوسېدونکې دي.

د ملک دین خېلو یو مشر واحد اپرېدی وايي، په کار ده چې حکومت د مالي مرستو ورکولو بهیر "اسانه" کړي او کورنیو ته دې نغدې پیسې ورکړي ځکه چې د باړې او تیرا زیاتره "بې کوره خلک د سېم کارډ او اې ټي اېم مشین په کارولو نه پوهېږي."

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۸ز کال کې په باړه کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړل چې تر ۲۰۱۶ز کاله روان ول.

له حکومتي ارقامو سره سم، له ۲۰۱۶ز راهیسې شاوخوا ۸۷،۰۰۰ کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې شوې دي.

حکومت وايي، په هغه سیمه کې امن دی، بازارونه یې اباد دي او د بیارغونې چارې هم روانې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG